يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يشعياه نبى کِتاب - لسم باب

۱په تاسو افسوس، تاسو د بې‌اِنصافۍ قانون جوړَوئ او د ظلم فتوې ورکوئ. ۲او د دې په وجه غريبانانو خلقو له موقع نۀ ورکوئ چې هغوئ ته خپل حق مِلاو شى او د هغوئ سره اِنصاف وشى. او د دې قانون په وجه کونډې ستاسو په چال کښې راګېرې شى او يتيمان لوټ کوئ. ۳د عدالت په ورځ به تاسو څۀ کوئ؟ کله چې د يو لرې مُلک نه په تاسو يو افت راشى نو تاسو به څۀ کوئ؟ د مدد دپاره به تاسو کوم ځائ ته منډې وهئ؟ تاسو به خپل مال دولت چرته پټوئ؟ ۴هيڅ به پاتې نۀ شى، يا خو به تاسو د قېديانو په مينځ کښې د يرې نه زېړې داړې نيولې وى او يا به په جنګ کښې ووژلے شئ. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ سړيږى، هغۀ به تاسو له د سزا درکولو دپاره خپل لاس اوچت کړے وى.

د اسور بادشاه سره د خُدائ پاک عدالت

۵بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے اسوريانو، زۀ اسور د چُوکې په توګه استعمالوم چې هغه خلقو له سزا ورکړم چې زۀ چا ته غصه يم. ۶ما اسوريان ورولېږل چې په دې بې‌دينه قوم باندې حمله وکړى، دا هغه خلق دى چې زۀ يې غصه کړے يم. ما هغوئ د دې دپاره ورلېږل چې هغوئ وشوکوى او لوټ يې کړى او هغه خلق د لارې د خاورې په شان د پښو لاندې کړى.“ ۷خو د اسور بادشاه په خپل زړۀ کښې د ظلم نه ډکې منصوبې لرلې. د هغۀ اراده دا وه چې ډېر قومونه تباه کړى. ۸هغۀ وئيل چې، ”زما هر يو فوجى مشر بادشاه دے. ۹ما د کلنو، کرکميس، حمات او د ارفاد ښارونه فتح کړى دى. ما سامريه او دمشق فتح کړے دے. ۱۰ما ډېر حکومتونه قابو کړى دى د چا معبودان چې د يروشلم او سامريه د بُتانو نه بهتر وُو. ۱۱ما سامريه او د دې ټول بُتان تباه کړى دى او اوس به زۀ يروشلم او د هغې ټول بُتان هم تباه کړم.“ ۱۲خو مالِک خُدائ وفرمائيل، ”کله چې زۀ هغه کار ختم کړم چې د صيون غر او د يروشلم سره يې کوم، نو زۀ به د اسور بادشاه له د هغۀ د لافو او ټول غرور په وجه سزا ورکړم.“ ۱۳د اسور بادشاه به په خپلو لافو کښې وئيل، ”دا هر څۀ ما په خپل لاس کړى دى، ځکه چې زۀ ډېر هوښيار يم. ما د قومونو په مينځ کښې سرحدونه ختم کړى دى او د هغوئ خزانې مې لوټ کړى دى او د يو تکړه غوَيى په شان مې د هغې بادشاهان تباه کړى دى. ۱۴ما د دُنيا قومونو نه دولت داسې اخستے دے لکه چې څوک د جالې نه هګۍ راوچتوى او ما داسې ټول مُلکونه هم را اوچت کړى دى، داسې يو وزر هم نۀ وو چې زۀ يې يرولے وے او نۀ داسې مخُوکه وه چې په ما باندې چغېدلے وے.“ ۱۵خو مالِک خُدائ فرمائى، ”ولې يو تبر دا دعوىٰ کولے شى چې دا د هغه سړى نه تکړه دے چې څوک دا تبر استعمالوى؟ ولې يو آرا دا دعوىٰ کولے شى چې دا د هغه سړى نه تکړه ده چې څوک دا استعمالوى؟ يوه چُوکه سړے نۀ راپورته کوى بلکې سړے چُوکه راپورته کوى.“ ۱۶نو په دې وجه به مالِک خُدائ ربُ الافواج يو داسې مرض راولېږى چې د اسور څربه جنګيالى به اوچ کلک شى. او د هغوئ لوئى به د اور په لمبو وسوزوى. ۱۷هغه مقدس ذات کوم چې د بنى اِسرائيل رڼا ده، هغه به د اور په شان شى. هغه به د يوې لمبې په شان شى، صرف په يوه ورځ کښې به د اسور د ازغو او غنو بوټى وسوزى. ۱۸لوئ لوئ ځنګلونه او دا زرخېز پټى به بېخى داسې تباه شى لکه چې يو سخت مرض يو کس تباه کوى. ۱۹صرف د شمېر يو څو ونې به پاتې وى چې يو ماشوم يې هم شمېرلے شى.

د بنى اِسرائيلو د ډېرو لږو کسانو توبه ويستل

۲۰په هغه وخت به ژوندى پاتې شوى اِسرائيليان يعنې د يعقوب د خاندان بچ شوى خلق نور په هغه قوم باندې اعتبار نۀ کوى چا چې دوئ وهلى وى. هغوئ به د زړۀ د اخلاصه په مالِک خُدائ باندې ايمان ولرى، کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات دے. ۲۱باقى پاتې به راوګرځى، د يعقوب باقى پاتې حِصه به خُدائ تعالىٰ ته راوګرځى. ۲۲اګر چې اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره وى، خو صرف يوه وړه پاتې شوې حِصه به راوګرځى. مالِک خُدائ د خپلو خلقو د تباه کولو صحيح فېصله کړې ده. ۲۳نو بې‌شکه چې مالِک خُدائ پاک، ربُ الافواج به په ټول مُلک باندې تباهى راولى، لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى دى.

د مالِک خُدائ اسوريانو له سزا ورکول

۲۴مالِک خُدائ پاک ربُ الافواج فرمائى، ”اے په صيون کښې زما خلقو، د اسوريانو نه مۀ يرېږئ، اګر چې هغوئ په تاسو پسې چُوکه او ډنډه راخلى لکه څنګه به چې مخکښې مِصريانو درسره کول. ۲۵ډېر لږ وخت پس به زۀ تاسو له سزا درکول بند کړم او بيا به زۀ هغوئ ته غصه شم او تباه به يې کړم. ۲۶زۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج به زما په خپله کوړه هغوئ داسې ووهم لکه څنګه مې چې د ميديان خلق د عوريب ګټ سره وهلى وُو. زۀ به اسوريانو له هغه شان سزا ورکړم لکه څنګه مې چې د مِصريانو لښکر په سمندر کښې ډوب کړے وو. ۲۷کله چې هغه وخت راشى، نو زۀ به تاسو د اسوريانو د زور نه خلاص کړم او د هغوئ جغ به ستاسو د غاړو نه لرې کړم.“

د حمله کوونکو حمله

۲۸د دشمن لښکر د عيات ښار قبضه کړے دے. هغوئ د مجرون نه تېر شوى دى. او هغوئ خپل سامانونه په مِکماس کښې پرېښى دى. ۲۹هغوئ د درې نه اوړېدلى دى او شپه به په جبعه کښې تېروى. د راما په ښار کښې خلق يرېدلى دى او د ساؤل بادشاه د ښار جبعې خلق تښتېدلى دى. ۳۰د جليم خلقو چغې ووهئ. د ليس خلقو غوږ ونيسئ. او د عنتوت خلقو جواب راکړئ. ۳۱د مدمينه خلق وتښتېدل او جيبيم خلق د پناه دپاره منډې وهى. ۳۲دشمن نن د نوب په ښار کښې دے او هغه د يروشلم په ښار کښې د صيون لور غر ته د دهمکۍ دپاره خپل لاس خوځوى. ۳۳خو ګورئ، مالِک خُدائ ربُ الافواج به هغوئ داسې لاندې راوغورزوى لکه چې د ونو نه څانګې څوک ماتوى. د هغوئ لوئ لوئ او مغروره خلق به راغورزولى وى. ۳۴هغه به تبر سره د ځنګل ونې راوغورزوى، داسې لکه څنګه چې د لبنان غټې ونې راغورزولے شوې وى.