يوسفزئ

کوچنۍ پېغمبر

د حضرت هوسيع نبى کِتاب - نهم باب

د حضرت هوسيع د بنى اِسرائيلو د سزا اعلان کول

۱اے بنى اِسرائيلو، د نورو قومونو په شان خوشحالى مۀ کوئ. تاسو د خپل خُدائ پاک نه اوړېدلى يئ او د هغۀ سره مو بې‌وفائى کړې ده. تاسو خپل ځانونه لکه د کنجرو په شان خرڅوئ او په هر درمند کښې د نورو معبودانو عبادت کوئ. ۲خو اوس به ستاسو د خوراک دپاره غله کافى نۀ وى او نۀ به درسره دومره انګور وى چې مے ترېنه وباسئ. ۳بنى اِسرائيليان به د مالِک خُدائ په مُلک کښې نۀ پاتې کيږى، بلکې هغوئ به مِصر ته واپس ځى او د اسور په مُلک کښې به حرام څيزونه خورى. ۴هغوئ به مالِک خُدائ ته نۀ د ميو نذرانې وړاندې کړے شى او نۀ به يې په قربانيانو رضا کړے شى. د هغوئ د نذرانو روټۍ به د ماتم کوونکو د روټۍ په شان وى يعنې څوک هم چې دغه روټۍ خورى نو هغه به ناپاک شى. په دې به هغوئ صرف خپله لوږه ختموى، خو د مالِک خُدائ کور ته به د نذرانې په توګه نۀ شى وړلے. ۵تاسو به د اختر په ورځ څۀ کوئ، د مالِک خُدائ اختر به څنګه کوئ؟ ۶ګورئ کۀ هغوئ د تباهۍ نه وتښتى هم، نو مِصر به هغوئ رايوځائ کړى، او ميمفِس به يې ښخ کړى. د هغوئ د سپينو زرو خزانې به په لوخو کښې ورکې شى، او د هغوئ په کورونو کښې به د ازغو بوټى راوټوکيږى. ۷نو د سزا وخت راغلے دے، د حساب کِتاب وخت رارسېدلے دے. بنى اِسرائيل دې ځان پوهه کړى. تاسو وايئ چې، ”دا پېغمبر کم عقل دے. دا د روح والا بنده پاګل دے.“ نو ځکه څومره چې ستاسو ګناه غټه ده نو دومره ستاسو نفرت هم زيات دے. ۸پېغمبر د خُدائ پاک د طرف نه د بنى اِسرائيل محافظ دے. خو چې چرته هم هغه ځى نو هلته د هغۀ د راګېرولو دپاره دام خور وى، بلکې د خُدائ پاک په کور کښې هم د هغۀ نه نفرت کيږى. ۹هغوئ په خپله بدعملۍ کښې دومره ککړ شوى دى لکه چې هغوئ ډېره موده مخکښې په جبعه کښې په بدعملۍ کښې ککړ شوى وُو. خُدائ پاک ته به د هغوئ ګناهونه ياد وى او سزا به ورته ورکړى.

د بنى اِسرائيلو ګناه او د هغې سزا

۱۰مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې ما اول ځل بنى اِسرائيل وليدل، نو دا داسې وُو لکه چې په صحرا کښې انګور ومومى. ما ستاسو پلار نيکۀ داسې وليدل لکه چې د موسم وړومبى پاخۀ شوى اينځر مې ليدلى وى. خو کله چې هغوئ د فعور غرۀ ته راغلل، نو هلته هغوئ خپل ځانونه شرمناک بعل بُت ته وقف کړل. نو داسې چې هغوئ څۀ سره مينه وکړه نو د هغې په شان پليت شول. ۱۱د بنى اِسرائيل شان او شوکت به د مارغۀ په شان والوځى او د هغوئ به نور بچى نۀ پېدا کيږى او نۀ به يې ښځې اُميدواره کيږى او نۀ به يې اولاد په خېټه کيږى. ۱۲خو کۀ د هغوئ بچى پېدا هم شى، نو زۀ به يې ترې نه واخلم او يو به هم ژوندے پرې نۀ ږدم. په هغوئ افسوس، ځکه چې هغوئ به زۀ پرېږدم.“ ۱۳ما وکتل چې بنى اِسرائيل د صور په شان ښائسته شول. خو اوس به بنى اِسرائيل خپل اولاد حلالولو دپاره رابهر کړى. ۱۴اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا نه د دې خلقو دپاره څۀ سوال وکړم؟ د هغوئ ښځې شنډې کړه. او د هغوئ په سينو کښې پئ اوچ کړه.

د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو عدالت کول

۱۵مالِک خُدائ فرمائى، ”د هغوئ ټول بد عملونه په جِلجال کښې شروع شول. نو هلته مې د هغوئ نه نفرت شروع کړو او د هغوئ د بدعملۍ په وجه به زۀ هغوئ د خپل مُلک نه وشړم. زۀ به د هغوئ سره نوره مينه نۀ کوم، د هغوئ ټول آفسران سرکشه دى. ۱۶بنى اِسرائيل وهلے شوى دى، د هغوئ جرړې اوچې شوې دى او هيڅ مېوه به نۀ نيسى. خو کۀ د هغوئ بچى پېدا هم شى، نو زۀ به د هغوئ ګران اولاد ووژنم.“

د پېغمبر بنى اِسرائيلو له خبردارے ورکول

۱۷زما خُدائ پاک به هغوئ رد کړى، ځکه چې هغوئ ورته غوږ نۀ نيولو او هغوئ به په قومونو کښې در په در ګرځى.