يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت حزقى‌ايل نبى کِتاب - اتۀ دېرشم باب

د جوج په خلاف پېشګوئې کول

۱د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو، ۲”اے بنى آدمه، خپل مخ د ماجوج د مُلک د جوج خلاف کړه، د مسک او توبل د لوئ شهزاده، په خلاف پېشګوئې وکړه. ۳او ورته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى چې، اے جوجه د مسک او توبل لوئ شهزاده زۀ ستاسو خلاف يم. ۴زۀ به تا ته راوګرځوم، او په ژامنو کښې به دې کُنډې واچوم او د خپل ټول فوج او آسونو سره به دې بهر راوکاږم، ستا د آسونو سوارۀ په زغرو سمبال دى، او يو لوئ لښکر د خپلو وړو او غټو ډالونو سره دے، او هغوئ ټولو خپلې تُورى راويستلى دى. ۵د فارس، ايتهوپيا او ليبيا خلق به تا سره شى، او دوئ سره به خپل ډالونه او جنګى ټوپۍ وى. ۶جُمر به هم سره د خپل ټول لښکر تا سره وى، او د شمال د لرې ځائ بيت‌تُجرمه به خپل ټول لښکر سره او نور ډېر قومونه به تا سره وى. ۷تۀ تيار شه، تيار اوسه، ټول لښکر چې تا ته د خوا او شا نه راغونډ شوے دے د هغې مشرى وکړه. ۸ډيرې ورځې وروستو به تا ته حکم وشى چې مسلح شه. په راتلونکى کالونو کښې به تۀ په يو داسې مُلک حمله وکړې کوم چې د جنګ نه په آرام شوے دے، د چا خلق چې د ډېرو مُلکونو نه د بنى اِسرائيلو غرونو ته راغونډ شوى دى، کوم مُلک چې د ډيرې مودې نه وران وو. هغوئ د هغه مُلکونو نه راوستلے شوى دى، او اوس هغوئ ټول په امن کښې اوسيږى. ۹تۀ او ستا ټول لښکر او هغه ډېر قومونه چې تا سره دى به ورمخکښې شى، لکه د طوفان په شان حمله به وکړى، او تاسو به لکه د وريځې په شان په هغه مُلک کښې خوارۀ شئ. ۱۰مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، په هغه ورځ به ستا ذهن کښې بد خيالونه راشى او تۀ به غلطه منصوبه جوړه کړې. ۱۱تۀ به ووائې چې، زۀ به په هغه مُلک حمله وکړم چې دېوالونه يې نۀ وى، زۀ به په هغه خلقو باندې حمله وکړم چې پُراَمنه او په آرام ژوند کوى، هغوئ ټول بغېر د دېوالونو او دروازو او کُنډو اوسيږى. ۱۲زۀ به لوټ مار جوړ کړم او خپل لاس به بيا ودان شوو کنډرو پسې او د هغه خلقو خلاف کړم چې د ډېرو قومونو نه راغونډ شوى دى، هغوئ اوس د څاروو او سامانونو نه مالا مال دى، او د دُنيا په مينځ کښې اوسيږى. ۱۳د شيبا او د ددان او د ترسيس سوداګر او د دې ټول کليوال به تا ته وائى، ولې تۀ لوټ کولو له راغلے يې څۀ؟ ولې تا خپل لښکر د دې دپاره راغونډ کړے دے چې لوټ مار وکړى، سپين زر او سرۀ زر يوسى، چې څاروى او سامانونه يوسى او ډېر مال لوټ کړى؟ ۱۴نو په دې وجه، اے بنى آدمه، پېشګوئې وکړه او جوج ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې په هغه ورځ، کله چې زما خلق بنى اِسرائيل په امن اوسيږى ولې تۀ به دا نۀ ګورې څۀ؟ ۱۵تۀ به د خپل لرې ځائ شمال نه راشې، تۀ او ډېر قومونه به درسره وى، هغوئ ټول به په آسونو سوارۀ وى، يو لوئ لښکر، او تکړه فوج به وى. ۱۶تۀ به زما د قوم بنى اِسرائيلو خلاف لکه د وريځ حمله وکړې کومه چې زمکه پټوى. په راتلونکو ورځو کښې، اے جوجه، زۀ به تا د خپل مُلک په خلاف راپاڅوم، نو چې مُلکونه ما وپېژنى کله چې ستا په وسيله زۀ خپل ځان د هغوئ د سترګو د وړاندې مقدس ښکاره کړم. ۱۷مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ولې تۀ هم هغه نۀ يې د چا چې ما ډېر پخوا د خپلو خِدمتګارانو د بنى اِسرائيلو د پېغمبرانو په وسيله خبرې کړې وې؟ په هغه وخت کښې هغوئ تر ډېرو کالونو پورې پېشګوئې وکړه چې زۀ به تا د هغوئ خلاف راولم.“

جوج له د خُدائ پاک سزا

۱۸”په هغه ورځ به داسې وشى، کله چې جوج د اِسرائيل په مُلک حمله وکړى، زما سخت قهر به راوپاريږى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. ۱۹زۀ په خپل غېرت او سخت قهر کښې دا فرمايم چې په هغه ورځ به د اِسرائيل په مُلک کښې يوه لويه زلزله راشى. ۲۰د سمندر کبان، د هوا مارغان، د صحرا ځناور، هر يو مخلوق کوم چې په زمکه باندې ګرځى، او د زمکې په مخ باندې ټول انسانان به زما په حضور کښې ولړزيږى. غرونه به اولټه شى، د غرونو څوکې به راونړيږى او هر يو دېوال به په زمکه راپرېوځى. ۲۱زۀ به تُوره د جوج خلاف په خپلو ټولو غرونو ورولېږم مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. د هر چا تُوره به د خپل ورور خلاف وى. ۲۲زۀ به په وبا او قتل عام د هغۀ عدالت وکړم، زۀ به سېلابى بارانونه، ږلۍ او سوزونکى ګوګړ په هغۀ او د هغۀ په لښکرو او ورسره په نورو ډېرو قومونو نازل کړم. ۲۳او بيا به زۀ خپله لوئى او پاکوالے ښکاره کړم، او زۀ به خپل ځان د ډېرو قومونو په وړاندې ښکاره کړم. بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“