يوسفزئ
پوهه او شاعرى

د متلونو کِتاب - شلم باب

۱مے انسان نه مسخره کوونکے جوړوى او د شراب څښل د شر او فساد جرړه ده، هر هغه څوک چې په دې راواوړى نو هغه هوښيار نۀ دے. ۲د بادشاه غصه لکه د زمرى د غړمبېدو په شان وى، هر هغه څوک چې دے غصه کړى نو خپل ژوند په خطره کښې اچوى. ۳د جنګ نه لرې کېدل انسان ته عزت ورکوى، خو هر کم عقل زر جنګ کوى. ۴ناراسته په صحيح موسم کښې قُلبه نۀ کوى نو د لو په وخت کښې هغۀ سره هيڅ نۀ وى. ۵د انسان د زړۀ منصوبه د ډوبو اوبو په شان ده، خو هوښيار سړے ترې نه دا بهر راوباسى. ۶ډېر خلق د وفادارۍ دعوې کوى، خو وفادار يو هم نۀ پېدا کيږى. ۷صادقه انسان نېک ژوند تېروى او د هغۀ راروان نسل بختور وى. ۸کله چې يو بادشاه د عدالت دپاره په تخت کښېنى، خو هغه په خپله د ټولو بدو تول کوى. ۹څوک دا وئيلے شى چې، زما زړۀ صفا دے او زۀ پاک او بې‌ګناه يم؟ ۱۰د غلط تول او غلط ناپ دواړو نه مالِک خُدائ نفرت کوى. ۱۱ماشومان هم په خپل کردار پېژندلے شى، دا چې ولې د دوئ کردار پاک او ښۀ دے او کۀ نه. ۱۲غوږونه چې اورېدل او سترګې چې ليدل کوى مالِک خُدائ دا دواړه جوړ کړى دى. ۱۳خوب سره مينه مۀ کوه ځکه چې غريب به شې، بېدار اوسه نو تا سره به د خوراک دپاره هر څۀ ډېر تير وى. ۱۴اخستونکى تل دا شکايت کوى چې، ”دا ښۀ نۀ دے، دا ښۀ نۀ دے،“ نو بيا هغه لاړ شى او وائى چې، ”دا سودا مې ډېره ښۀ واخسته.“ ۱۵سرۀ زر او لعلونه زيات پېدا کيږى، خو هغه شونډې چې د عقلمندۍ خبرې کوى نايابه زيورات دى. ۱۶هر څوک چې د پردى کس د قرض ذمه وارى اخلى نو ضمانت ترې نه واخله، ضمانت ترې نه واخله کۀ چرې دۀ دا کار د پردى کس دپاره کړے وى. ۱۷د غلا روټۍ خوږه وى، خو دا په خولۀ کښې په باجرۍ بدليږى. ۱۸د نصيحت په رڼا کښې منصوبې جوړوه، د جنګ نه وړاندې ښۀ مشوره کوه. ۱۹غېبت راز څرګندوى، نو د هغه کس نه ځان ساته څوک چې مشروټى کوى. ۲۰کۀ يو انسان چرې په خپل مور پلار لعنت کوى، د هغۀ د ژوند چراغ به په توره تيارۀ کښې ختم شى. ۲۱کوم ميراث چې انسان ته زر حاصل شى، نو په آخره کښې به هغه دۀ ته د برکت ذريعه نۀ وى. ۲۲داسې مۀ وايه چې، ”د دې بدو انتقام به زۀ په خپله اخلم.“ مالِک خُدائ ته صبر وکړه هغه به ستا بدله واخلى. ۲۳مالِک خُدائ د غلط تول نه نفرت کوى، او د غلطى تلې استعمال بد کار دے. ۲۴د انسان قدمونه اخستل مالِک خُدائ په خپله مقرر کړى دى، نو بيا به څنګه يو کس په خپله لار پوهه شى؟ ۲۵خپل ځان په بې‌سوچه نذر منلو سره خُدائ ته مۀ راګېروه، نو بيا کله چې وروستو په هغې باندې فکر کوى. ۲۶هوښيار بادشاه بدکاران په غاښۍ ولى، او په هغوئ باندې غوبل کوى. ۲۷د مالِک خُدائ رڼا د انسان د روح لټون کوى، او هغه د هغوئ په ځان کښې دننه لټون کوى. ۲۸مينه او وفادارى يو بادشاه محفوظ ساتى، د مينې په وجه د هغۀ تخت به مدام قائم وى. ۲۹د ځوانانو عزت او جلال د دوئ طاقت دے، سپين وېښتۀ د بوډاوالى شان و شوکت دے. ۳۰زخمونه او دردونه بدکارى لرې کوى، وهل انسان دننه نه صفا کوى.