يوسفزئ
تاریخى

د تواريخ دوېم کِتاب - نولسم باب

د يو پېغمبر يهوسفط رټل

۱د يهوداه، يهوسفط بادشاه په يروشلم کښې په خېر سره خپل محل ته واپس راغلو. ۲د حنانى زوئ ياهُو پېغمبر د بادشاه سره مِلاوېدو له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”ستا په خيال کښې دا صحيح خبره ده چې د هغه خلقو مدد وکړے شى چې کوم بدعمله دى او د هغه خلقو طرفدارى وکړے شى چې څوک د مالِک خُدائ نه نفرت کوى؟ تا چې څۀ کړى دى د هغې په وجه تا په خپل ځان باندې د مالِک خُدائ غصه راپارولې ده. ۳خو بيا هم، په تا کښې څۀ خوبۍ هم شته دے. تا د اشيرې بُت ټولې نښې ورانې کړې چې خلقو د هغې عبادت کولو او تا د خُدائ پاک د طلب کلکه اراده کړې وه.“

د يهوسفط د لانجو هوارولو دپاره قاضيان مقررول

۴اګر چې يهوسفط په يروشلم کښې اوسېدو، هغۀ به هر وخت په جنوب کښې د بيرسبع نه واخله په شمال کښې د غرونو مُلک اِفرائيم تر غاړې پورې سفر کولو، دا د دې دپاره چې خلق مالِک خُدائ د هغوئ پلار نيکۀ خُدائ پاک ته واپس راوغواړى. ۵هغۀ د يهوداه د پَخو دېوالونو په هر يو ښار کښې قاضيان مقرر کړل ۶او هغوئ ته يې دا اصُول وښودل، ”په فېصلو کولو کښې د احتياط نه کار اخلئ، تاسو به د خلقو د خوښې په مطابق فېصلې نۀ کوئ، بلکې د مالِک خُدائ په مرضۍ به کار کوئ او چې کله تاسو يوه فېصله کوئ نو مالِک خُدائ به ستاسو مل وى. ۷د مالِک خُدائ نه په يره کښې اوسئ او په فېصلو کولو کښې د احتياط نه کار اخلئ، ځکه چې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک سره نۀ بې‌اِنصافى شته، نۀ طرفدارے او نۀ رشوت.“ ۸يهوسفط په يروشلم کښې ليويان، اِمامان او د ښار څۀ مشران اوسېدونکى قاضيان مقرر کړل، چې د مالِک خُدائ دپاره فېصلې کوى، او د يروشلم د اوسېدونکو لانجې هواروى. ۹هغۀ هغوئ ته دا اصُول وښودل، ”تاسو به خپلې ذمه وارۍ خامخا د مالِک خُدائ په يره کښې او په وفادارۍ او د زړۀ د اخلاصه ادا کوئ. ۱۰کله هم چې ستاسو د ښارونو نه د يو ښار اوسېدونکى ستاسو په وړاندې د قتل، يا د بل څۀ قانون يا حُکم ماتولو لانجه راوړى، نو تاسو خامخا په احتياط سره دا اصُول ورته ښايئ چې هغه به په عدالت کښې څنګه سلوک کوى، نو چې داسې هغوئ د مالِک خُدائ ګناهګار نۀ شى. کۀ تاسو داسې ونۀ کړئ، نو تاسو او ستاسو د ښارونو اوسېدونکو ته به د مالِک خُدائ د غصې پته ولګى. خو کۀ تاسو خپله ذمه وارى پوره کوئ نو تاسو به ګناهګار نۀ شئ. ۱۱د ټولو مذهبى لانجو آخرى اختيار به د مشر اِمام امرياه سره وى او د خلقو په مينځ کښې د ټولو لانجو آخرى اختيار به د يهوداه د حکمران د اِسمٰعيل زوئ زبدياه سره وى. د ليويانو ذمه وارى د هغه فېصلو کتل دى کومې چې په عدالتونو کښې کيږى. تکړه شئ او په دې اصُولو عمل کوئ. او مالِک خُدائ دې د اِنصاف کوونکو سره وى.“