يوسفزئ
د تورات شريف دوېم کِتاب

د هِجرت کِتاب - ديارلسم باب

د اول پېدا شوو نرانو وقف کول

۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۲”ټول وړومبى پېدا شوى نران ما ته وقف کړه. د هرې بنى اِسرائيلۍ ښځې مشر ماشوم او هر يو وړومبے نر څاروے زما دے.“

د پتيرې روټۍ اختر

۳موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”دا ورځ ياده ساتئ، په کومه ورځ چې تاسو د مِصر نه راووتلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ، دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ تاسو د خپل لوئ طاقت سره راوويستلئ، خمبيره روټۍ به نۀ خورئ. ۴د وړومبۍ مياشتې په دې ورځ چې د ابيب مياشت ده تاسو د مِصر نه روان يئ. ۵مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ سره پوخ لوظ کړے دے چې تاسو له به د کنعانيانو، حِتيانو، اموريانو، حِويانو او د يبوسيانو مُلک درکوى. چې کله تاسو هغه زرخېز مُلک ته بوځى، نو د کال په وړومبۍ مياشت کښې دا اختر کوئ. ۶اووۀ ورځې به تاسو پتيره روټۍ خورئ او په اوومه ورځ د مالِک خُدائ د درناوى دپاره اختر وکړئ. ۷اووۀ ورځې به تاسو خمبيره روټۍ نۀ خورئ، چې خمبيره روټۍ هيچرته هم ستاسو په مُلک کښې پېدا نۀ شى. ۸چې کله اختر شروع کيږى، خپلو زامنو ته ووايئ چې دا هر څۀ تاسو ځکه کوئ چې کله تاسو د مِصر نه تلئ نو مالِک خُدائ ستاسو دپاره څۀ کړى وُو. ۹چې کله تاسو دا اختر کوئ نو دا به تاسو ته هغه څۀ داسې دريادوى لکه چې يوه نښه تاسو په خپل لاس يا تندى تړلى وى، نو د دې دپاره چې د مالِک خُدائ کلام ستاسو په ژبه وى، ځکه چې مالِک خُدائ د خپل لوئ طاقت سره تاسو د مِصر نه راوويستلئ. ۱۰نو تاسو هر کال دا اختر په خپل مقرر وخت کوئ.

وړومبى پېدا شوى نران

۱۱مالِک خُدائ به تاسو د کنعانيانو مُلک ته راولى، د کوم چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ له د ورکولو پوخ لوظ کړے دے. چې کله هغه مُلک تاسو له درکړى، ۱۲نو تاسو خامخا هر وړومبے پېدا شوے نر مالِک خُدائ ته پېش کوئ. ستاسو هر يو وړومبے پېدا شوے نر څاروے به د مالِک خُدائ وى، ۱۳خو تاسو به د هغۀ نه هر يو نر خر واپس اخلئ او د هغۀ په بدل کښې به يو ګډُورے پېش کوئ. خو کۀ تاسو هغه خر واپس اخستل نۀ غواړئ، نو څټ يې مات کړئ. تاسو به هر يو خپل وړومبے پېدا شوے نر بچے په بدل کښې خامخا واپس اخلئ. ۱۴په راتلونکى وخت کښې چې کله ستاسو زامن تپوس کوى چې د دې رسمونو څۀ مطلب دے، نو تاسو به ورته وايئ چې مالِک خُدائ په خپل لوئ طاقت سره مونږ د مِصر نه راوويستلو، چې هلته مونږ غلامان وُو. ۱۵چې کله د مِصر فِرعون خپل زړۀ سخت کړو او مونږ يې تلو ته نۀ پرېښودلو، نو مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې هر يو وړومبے پېدا شوے نر انسان او حېوان ووژلو. نو دا ځکه مونږ هر يو نر څاروے مالِک خُدائ ته قربانى کوُو او خپل وړومبى پېدا شوى زامن په بدل کښې واپس اخلو. ۱۶دا اختر به يو يادګار وى، داسې لکه چې مونږ يوه نښه په خپل لاس يا تندى باندې تړلې وى، دا به مونږ ته هغه څۀ رايادوى چې مالِک خُدائ په خپل لوئ طاقت سره مونږ د مِصر نه راوويستلو.“

د وريځې ستن او د اور ستن

۱۷چې کله د مِصر فِرعون خلق تلو ته پرېښودل، نو خُدائ پاک دوئ په هغه لار بونۀ تلل کومه چې د درياب په غاړه د فلستيانو علاقې ته تلې وه، اګر چې دا لار لنډه وه. خُدائ پاک وفرمائيل، ”زۀ دا نۀ غواړم چې دا خلق پښېمانه شى او مِصر ته راواپس شى چې هغوئ ته دا پته ولګى چې په هغوئ جنګ راروان دے.“ ۱۸نو هغۀ دا خلق د صحرا په کږه وږه لار د بحرِقُلزم په طرف بوتلل. بنى اِسرائيلو د جنګ دپاره قطارونه جوړ کړى وُو. ۱۹موسىٰ د يوسف هډُوکى د خپل ځان سره يوړل، لکه څنګه چې يوسف د بنى اِسرائيلو نه د دې د وړلو پوخ لوظ اخستے وو. يوسف فرمائيلى وُو، ”خُدائ پاک به په رښتيا سره ستاسو مدد له راشى، نو بيا تاسو خامخا زما هډُوکى د دې ځائ نه د خپل ځان سره يوسئ.“ ۲۰بنى اِسرائيل د سُکات نه لاړل او د صحرا په غاړه ايتام کښې يې خېمې ولګولې. ۲۱د ورځې به مالِک خُدائ د وريځې په ستن کښې د لار ښودلو دپاره د دوئ نه مخکښې تلو او د شپې د اور په ستن کښې مخکښې تلو چې دوئ ته رڼا وى او چې دوئ د شپې، ورځې مزل کوى. ۲۲د ورځې به هر وخت د وريځې ستن د خلقو نه مخکښې وه او د شپې به د اور ستن د هغوئ نه مخکښې وه.