يوسفزئ
تاریخى

د سموئيل اول کِتاب - يوويشتم باب

د حضرت داؤد ساؤل نه تښتېدل

۱داؤد په نوب کښې اخيمُلک اِمام له لاړو. اخيمُلک ورله مِلاوېدو دپاره د يرې نه په ريږدېدو راووتلو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ يواځې ولې يې او چې يو کس هم درسره نشته؟“ ۲داؤد جواب ورکړو، ”زۀ د بادشاه د يو کار دپاره دلته راغلے يم، هغۀ ما ته وئيلى دى چې هيچا ته پته ونۀ لګى چې زۀ هغۀ د څۀ دپاره رالېږلے يم. ما خپلو فوجيانو ته وئيلى دى چې په يو بل ځائ کښې زما سره مِلاو شى. ۳تا سره د خوراک څۀ شته؟ ما له پينځۀ روټۍ راکړه يا کۀ نور څۀ درسره وى نو رايې کړه.“ ۴اِمام ورته ووئيل، ”زما سره صِرف مقدسه روټۍ ده، عامه روټۍ راسره نشته، کۀ ستا سړو په دې نزدې وخت کښې ځان د ښځو نه ساتلے وى نو تاسو دا خوړے شئ.“ ۵داؤد جواب ورکړو، ”بې‌شکه، دوئ ځان ساتلے دے، زما سړى همېشه خپل ځانونه پاک ساتى تر دې پورې کۀ هغوئ په يو عام کار پسې هم ځى، او نن مونږ څومره په خاص کار پسې راوتلى يُو.“ ۶نو اِمام داؤد له مقدسه روټۍ ورکړه، ځکه چې د هغۀ سره صِرف هم هغه روټۍ وه چې کومه مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې وه، کومه چې د مقدس مېز نه لرې کړے شوې وه او د هغې په ځائ تازه روټۍ اېښے شوې وه. ۷نو د ساؤل مشر شپون دوئيګ ادومے په هغه ورځ د مالِک خُدائ په حضور کښې د عبادت دپاره ايسار وو. ۸داؤد اخيمُلک ته وفرمائيل، ”تا سره نېزه يا تُوره شته؟ د بادشاه د حُکم په وجه زۀ دومره په تېزۍ لاړم چې ما ته دومره وخت هم مِلاو نۀ شو چې زۀ خپله تُوره يا بل څۀ راواخلم.“ ۹اخيمُلک ورته ووئيل، ”زما سره د فلستى جوليت تُوره ده، کوم چې تا د ايله په مېدان کښې وژلے وو، د دې پېش بند نه وروستو په کپړه کښې تاو ده. کۀ تۀ غواړې نو راوايخله، صِرف هم دغه يوه وسله شته.“ داؤد ورته وفرمائيل، ”رايې کړه. د دې نه ښۀ وسله نشته.“ ۱۰نو داؤد هلته نه لاړو او د ساؤل نه وتښتېدو او د جات بادشاه اکيس له لاړو. ۱۱د بادشاه آفسرانو اکيس ته ووئيل، ”دا هغه داؤد نۀ دے څۀ، کوم چې د خپل مُلک بادشاه دے؟ دا هغه سړے دے چې کله ښځې ګډېدې نو په سندرو کښې يې وئيل چې ساؤل زرګونه وژلى دى، خو داؤد يو په لس د هغې نه زيات وژلى دى.“ ۱۲د هغوئ خبرو په داؤد باندې ډېر زيات اثر وکړو او هغه د جات اکيس بادشاه نه ډېر زيات ويرېدو. ۱۳نو چې کله هغوئ هلته وُو، داؤد به خپل چال چلن بدلولو او چې کله به هغوئ ورته کتل نو د ځان نه به يې ليونے جوړولو، هغۀ به د ښار په دروازو کرښې وهلې او په ږيره به يې لاړې بهېدلې. ۱۴نو اکيس خپلو آفسرانو ته ووئيل، ”ګورئ، هغه سړے ليونے دے. دا مو ما له ولې راوستلو؟ ۱۵مونږ سره د ليونو کمے نشته نو بيا زۀ ولې دے په خپل کور کښې پرېږدم؟“