يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يشعياه نبى کِتاب - پينځۀ شپېتم باب

د سرکشۍ دپاره د خُدائ پاک سزا

۱مالِک خُدائ فرمائى، ”ما خپل ځان هغوئ ته څرګند کړو چا چې زما تپوس نۀ کولو، او په هغوئ مې ځان پېدا کړو چا چې زما لټون نۀ کولو. ما وئيل چې، زۀ حاضر يم، زۀ حاضر يم. خو بيا هم دې قوم زما نوم نۀ اخستلو. ۲ما ټوله ورځ سرکشه خلقو ته لاسونه کولاو نيولى وُو. خو هغوئ په خپلو غلطو لارو ځى او ګډو وډو خيالونو پسې ګرځى. ۳هغوئ مسلسل زما په وړاندې زما بې‌ادبى کوى. هغوئ په مقدسو باغونو کښې قربانيانې پېش کوى او د غېرو قومونو په قربان‌ګاه باندې خوشبويۍ سوزوى. ۴هغوئ په قبرستان کښې کښېنى او په پټو ځايونو کښې شپې تېروى. هغوئ د خنزير غوښه خورى، او د حرام خوراک ښوروا د هغوئ په لوښو کښې وى. ۵او بيا دوئ يو بل ته وائى، ”ما ته مۀ رانزدې کېږه ګنې ما به پليت کړې. زۀ ستا نه زيات مقدس يم.“ داسې خلق زما په سپېږمو کښې د بدبوئ په شان دى، د داسې خراب بوئ په شان چې هيڅکله نۀ ختميږى. ۶ګورئ، دا زما په وړاندې ليکلے شوى دى، زۀ به غلے نۀ پاتې کېږم او هغوئ له به پوره پوره سزا ورکوم. آو، بې‌شکه زۀ به هغوئ نه بدله اخلم.“ ۷مالِک خُدائ فرمائى، ”هغوئ ته به نۀ صرف د خپلو ګناهونو بلکې د پلار نيکۀ د ګناهونو سزا به هم ورته ملاويږى. ځکه چې هغوئ په غرونو کښې خوشبويانې سوزولې دى او زما بې‌ادبې يې کړې ده. نو ځکه به هغوئ له پوره پوره سزا ورکړم.“ ۸مالِک خُدائ فرمائى، ”ترڅو پورې چې په انګورو کښې لږ رس پاتې وى نو خلق وائى، چې دا مۀ ضائع کوئ، ځکه چې په دې کښې څۀ نه څۀ شته چې باعثِ برکت دى. زۀ به بنى اِسرائيلو سره هم داسې کوم. د خپلو خادِمانو د خاطره به زۀ ټول نۀ تباه کوم. ۹زۀ به يعقوب او يهوداه له داسې اولاد ورکړم چې زما غرونه به قبضه کړى. زما غوره کړے شوى به د دې وارثان شى او زما خِدمت کوونکى به هلته اوسيږى. ۱۰د شارون په مېدان کښې به ګډې چېلۍ څرى او د مصيبت په وادۍ کښې به څاروى آرام کوى. دا به زما د هغه خلقو دپاره وى چې څوک زما لټون کوى. ۱۱خو تاسو چا چې مالِک خُدائ ته شا کړه او زما مقدس غر مو هېر کړو، چا چې د قِسمت معبود ته دسترخوان ويړ کړو او د بخت معبود ته مو د ميو جامونه ډک کړل، ۱۲اوس به زۀ تُوره ستاسو په قِسمت کړم. تاسو ټول به د حلالونکى په وړاندې ټيټ شئ، ځکه چې کله ما آواز درکړو، نو تاسو جواب رانۀ کړو، او چې کله مې درسره کلام کولو، نو تاسو نۀ اورېدو. او زما د سترګو په وړاندې تاسو قصداً ګناه کوله او هغه څۀ به مو کول د څۀ چې تاسو ته پته ده چې زۀ ترې نفرت کوم.“ ۱۳نو ځکه مالِک خُدائ تعالىٰ فرمائى، ”زما خادِمان به خوراک کوى خو تاسو به اوږى يئ. زما خادِمان به څښل کوى خو تاسو به تږى يئ. زما خادِمان به خوشحالى کوى خو تاسو به غمژن او په شرم پټ يئ. ۱۴زما خادِمان به د خوشحالۍ سندرې وائى، خو تاسو به په مايوسۍ او غمژن زړۀ سره ژړا کوئ. ۱۵زما د غوره کړے شوو خلقو په مينځ کښې به ستاسو نوم لعنتى وى، ځکه چې مالِک خُدائ به تاسو تباه کړى. او خپلو حقيقى خادِمانو له به يو بل نوم ورکړى، ۱۶نو چې په مُلک کښې هر څوک هم د برکت دُعا غواړى نو هغه به د رښتياو خُدائ پاک په نوم برکت غواړى. هر څوک هم چې قسم کوى نو هغه به د رښتياو خُدائ پاک په نوم قسم خورى. ځکه چې د تېرې زمانې تکليفونه به هېر کړے شى. او زما د سترګو نه به پناه شى.“

نوے مخلوق

۱۷”ګورئ، زۀ نوى آسمانونه او نوې زمکه جوړوم. د تېرې زمانې څيزونه به نۀ شى يادولے، او نۀ به په خيال خاطر کښې راځى. ۱۸خوشحاله شئ. او زۀ چې څۀ پېدا کوم نو په هغې همېشه خوشحالى کوئ. ګورئ، زۀ به يروشلم د خوشحالۍ ځائ جوړ کړم، او د هغې خلق به د خوشحالۍ سبب وى. ۱۹زۀ پخپله به په يروشلم خوشحالى کوم، او د هغې په خلقو به خوشحاله يم. په هغې کښې به نور د ژړا شور او د پرېشانۍ چغې نۀ شى اورېدے. ۲۰واړۀ ماشومان به نور په کم عُمر کښې نۀ مرى او ټول خلق به اوږدۀ عُمرونه تېروى. د چا عُمر چې صرف سل کاله وى نو هغه به هم ځوان ګڼلے شى. او څوک چې د سلو کالو نه مخکښې مړ شى نو هغه به لعنتى ګڼلے شى. ۲۱خلق به کورونه جوړوى او په خپله به په کښې اوسيږى، د انګورو باغونه به کَرى او په خپله به يې خورى. ۲۲بيا به داسې نۀ وى چې د کور جوړولو نه پس به بل څوک پکښې اوسيږى، او د باغ لګولو نه پس به بل څوک د دې مېوه خورى. زما د خلقو عُمرونه به د ونو په شان اوږدۀ وى. او زما غوره کړے شوى به د خپل محنت څيزونو نه ښۀ خوند اخلى. ۲۳د هغوئ خوارى به بې‌ځايه نۀ وى او د هغوئ بچى به د افت سره نۀ مخ کيږى. ځکه چې هغوئ به د مالِک خُدائ بختور خلق وى، هغوئ او د هغوئ اولاد به برکتناک وى. ۲۴د دې نه مخکښې چې هغوئ ما له آواز راکړى زۀ به جواب ورکړم. هغوئ به لا د خپلو حاجتونو په حقله خبرې کوى چې ما به د هغوئ دُعاګانې قبولې کړې وى. ۲۵شرمخان او ګډې به يو ځائ خوراک کوى، زمريان به د څاروو په شان بوس خورى او ماران به خاورې خورى. زما په مقدس غر، صيون باندې به نۀ څۀ غلط کار کيږى او نۀ به چا ته څۀ نقصان رسى. ما، مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.“