يوسفزئ

خط

د کورنتيانو په نوم د پولوس رسول اول خط - اتم باب

بُتانو ته د خوراک نذر پېش کول

۱کوم سوال چې تاسو ته د هغه خوراک په حقله کوم چې بُتانو ته پېش کيږى پېدا شوے دے، جواب يې دا دے چې مونږ ټول خو د دې موضوع په حقله عِلم لرو. خو عِلم مونږ مغروره کوى، او مينه مونږ جوړوى. ۲کۀ څوک دا وائى چې زۀ پوهه يم نو څنګه چې پوهېدل په کار دى هغه شان لا نۀ پوهيږى. ۳خو څوک چې د خُدائ پاک سره مينه کوى خُدائ پاک په خپله هغه پېژنى. ۴نو بُتانو ته د پېش کړے شوى خوراک د خوړلو په حقله مونږ پوهيږو چې په بُت کښې هيڅ رښتينوالے نشته او بغېر د يو خُدائ پاک نه بل نشته. ۵کۀ خلق په زمکه او په آسمان کښې ډېر معبودان او ډېر خُدايان او مالِکان منى، ۶خو زمونږ دپاره يو خُدائ پاک دے، يعنې پلار، او څوک چې د ټولو څيزونو خالق دے او د چا دپاره چې مونږ ژوندى يُو، او يو مالِک دے، يعنې عيسىٰ مسيح څوک چې د ټولو څيزونو خالق دے او د چا په وسيله چې مونږ ژوندى يُو. ۷خو هر چا ته دا عِلم نشته بلکې د ځينو خو اوس هم د بُت پرستۍ عادت دے، هغوئ اوس هم هغه غوښه د بُت قربانى ګڼى او خورى يې او د هغوئ ضمير کمزورے او پليت دے. ۸خوراک مونږ د خُدائ پاک سره نزدې کولے نۀ شى. کۀ وې يې نۀ خورو نو مونږ ته يې څۀ نقصان نشته او کۀ وې يې خورو نو څۀ فائده هم نشته. ۹خو خيال کوئ، چې ستاسو آزادى د کمزورو دپاره د تيندک باعث نۀ شى. ۱۰ځکه کۀ نور خلق ستا په شان د عِلم خاوند په بُت‌خانه کښې په خوراک ووينى نو ولې د هغوئ کمزورے ضمير به زړَور نۀ شى چې د بُتانو د قربانۍ غوښه وخورى؟ ۱۱نو ستا د عِلم په وجه به هغه کمزورى ايمانداران چې د چا دپاره چې مسيح مړ شو، هغه به هلاک شى. ۱۲خو کله چې تاسو د نورو ايماندارانو په خلاف ګناه کوئ او د هغوئ کمزورے ضمير زخمى کوئ نو تاسو د مسيح خلاف ګناه کوئ. ۱۳په دې وجه کۀ زما د خوراک په وجه زما ورور يا خور تيندک خورى نو زۀ به هيڅکله هم غوښه ونۀ خورم نو چې زۀ د هغوئ دپاره د تيندک سبب ونۀ ګرځم.