يوسفزئ
خط

د عبرانيانو په نوم خط - اوؤم باب

د مَلِک‌صِدق د اِمامت طريقه

۱مَلِک‌صِدق، د شاليم بادشاه او د خُدائ تعالىٰ يو اِمام وو. اِبراهيم چې بادشاهانو له د ماتې ورکولو نه واپس راتلو نو مَلِک‌صِدق سره مِلاو شو نو هغۀ اِبراهيم له برکت ورکړو. ۲او بيا هغۀ ته اِبراهيم د غنيمت لسمه حِصه ورکړه. مَلِک‌صِدق د نوم معنىٰ ”د صداقت بادشاه ده“ او د شاليم بادشاه معنىٰ ”د صُلح بادشاه ده.“ ۳هغه بې‌پلاره، بې‌موره، او بې‌نسب‌نامې دے. او نۀ د هغۀ د ژوند شروع او نۀ آخر شته، خو د خُدائ پاک د زوئ په شان هغه تل تر تله اِمام دے. ۴وګورئ هغه څومره عظيم انسان وو تر دې چې د قوم نيکۀ اِبراهيم ورته د غنيمت د مال لسمه حِصه ورکړه. ۵او هر څوک چې د ليوى اولاد وى هغوئ ته به اِمامت ملاويږى او په شريعت کښې هغوئ ته دا حکم دے چې د هغه خلقو نه چې د هغوئ د خپل قوم نه دى هم لسمه حِصه راغونډه کړى، کۀ څۀ هم چې هغوئ د اِبراهيم اولاد هم وى. ۶خو مَلِک‌صِدق د هغوئ د نسب نه جدا وو، هغۀ د اِبراهيم نه هم لسمه حِصه راغونډه کړه او مَلِک‌صِدق اِبراهيم له برکت ورکړو چا سره چې خُدائ پاک د مخکښې نه وعده کړې وه. ۷په دې کښې د بحث خبره نشته چې ورکوټے د لوئ نه برکت مومى. ۸او هغه اِمامان څوک چې لسمه حِصه راټولوى انسانان دى څوک چې مړ کېدونکى دى، خو مَلِک‌صِدق د هغوئ نه لوئ دے، ځکه چې مونږ ته وئيلے شوى دى چې هغه ژوندے دے. ۹نو مونږ دا وئيلے شُو چې ليوى څوک چې لسمه حِصه راټولوى هغۀ په خپله د اِبراهيم په وسيله لسمه حِصه ورکړه. ۱۰ځکه کله چې مَلِک‌صِدق د اِبراهيم سره مِلاو شو نو ليوى لا د خپل نيکۀ اِبراهيم په وجود کښې وو. ۱۱نو بيا کۀ د ليوى اِمامانو په طريقه خلقو ته شريعت ورکړے شو او د هغوئ د طريقې په مطابق خلق کامِل کېدے شول نو بيا د دې خبرې څۀ حاجت وو چې بل اِمام يعنې مَلِک‌صِدق دې د هارون په ځائ مقرر کړے شى. ۱۲ځکه کله چې په اِمامت کښې بدلون راشى نو بيا دا هم ضرورى وى چې شريعت هم بدل کړے شى. ۱۳نو چې د چا په حقله چې دا خبرې کيږى، هغه د بلې قبيلې دے د کومې نه چې کله هم چا د قربان‌ګاه خِدمت نۀ دے کړے. ۱۴ځکه چې دا ښکاره خبره ده چې زمونږ مالِک د يهوداه د قبيلې نه پېدا شو او د دې قبيلې په حقله موسىٰ د اِمامت هيڅ ذکر نۀ دے کړے. ۱۵دا خبره نوره هم صفا شوه د کله نه چې يو بل اِمام، لکه د مَلِک‌صِدق په شان راښکاره شى، ۱۶څوک چې د نسبى اصُولو په مطابق نه، بلکې د غېر فانى ژوندون د قوت په مطابق اِمام مقرر شو. ۱۷ځکه چې د هغۀ په حق کښې دا تصديق شوے دے چې، ”تۀ به د مَلِک‌صِدق په شان تل تر تله اِمام يې.“ ۱۸غرض دا چې اولنى احکام يو طرف ته کړے شول ځکه چې دا کمزورى او بې‌کاره وو، ۱۹ځکه چې شريعت هيڅ څيز کامِل کړے نۀ دے، او د هغې په ځائ يو قوى اُميد جوړ کړے شو چې د هغۀ په وسيله مونږ خُدائ پاک ته نزدې ورتلے شُو. ۲۰د هغۀ تصديق د قسم سره وشو. نور اِمامان بغېر د قَسم نه مقرر شوى وُو، ۲۱خو عيسىٰ په قَسم سره اِمام مقرر کړے شو ځکه چې خُدائ پاک په خپله هغۀ ته وفرمائيل چې، ”مالِک قَسم وخوړو او هغه به د دې نه وروستو نۀ شى چې تۀ به د تل دپاره اِمام يې.“ ۲۲هم د دې قسم په وجه عيسىٰ د يوې قوى وعدې ضامن شو. ۲۳پخوا د رِواج په مطابق د اِمامانو شمېر زيات وو ځکه چې مرګ هغوئ د خدمت کولو په عُهده قائم پرې نۀ ښودل. ۲۴خو د عيسىٰ اِمامت ابدى دے ځکه چې هغه تل تر تله ژوندے دے. ۲۵نو په دې وجه هغه اوس او همېشه کولے شى چې څوک هم د هغۀ په وسيله خُدائ پاک ته راځى هغه هغوئ ته خلاصون ورکولے شى ځکه چې هغه د هغوئ د شفاعت دپاره همېشه ژوندے دے. ۲۶ځکه چې مونږ ته هم د داسې مشر اِمام ضرورت دے چې هغه پاک او معصوم او بې‌داغه وى، او د ګناهګارانو نه جدا او د آسمانونو نه اوچت وى. ۲۷او هغه دې د نورو مشرانو اِمامانو په شان د دې محتاج نۀ وى چې هره ورځ اول د خپلو ګناهونو دپاره او بيا د اُمت د ګناهونو دپاره قربانۍ ورکوى ځکه چې دا کار هغۀ په يو ځل د ټولو دپاره وکړو کله چې يې خپل ځان قربان کړو. ۲۸نو شريعت داسې خلق مشران اِمامان مقرروى چې کمزورى وى، خو د شريعت نه وروستو خُدائ پاک خپل زوئ په قَسم خوړلو سره اِمام مقرر کړو، څوک چې د تل دپاره کامِل کړے شوے دے.