يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - درې اويايم زبور

د حضرت آسف يو زبور

۱خُدائ پاک بې‌شکه د بنى اِسرائيلو سره ښۀ دے،

او د چا زړونه چې صفا وى د هغوئ سره ښۀ دے.

۲خو څومره چې زما په متعلق خبره وه تقريباً پښې مې ښوئېدو ته نزدې شوې وې،

نزدې وه چې زمکه مې د پښو نه تښتېدلے وے.

۳نو ما د کبرژنو سره کينه وکړه،

هرکله چې ما د بدکارانو ترقى وليده.

۴هغوئ هيڅ قسمه تکليف نۀ لرى،

او د هغوئ وجود صحتمند او قوى وى.

۵او د نورو خلقو غوندې هغوئ په تکليف کښې نۀ دى،

او د نورو خلقو غوندې په سختو او کړاونو کښې نۀ دى.

۶ځکه د دوئ غاړه د فخر اميل دے،

او دوئ د شرارت جامې اغوستې دى.

۷د مال دولت په وجه هغوئ غټ سترګى دى،

د دوئ د ذهنونو د ګنده خيالاتو څۀ حد نشته.

۸د خلقو بې‌عزتى کوى او د نفرت او حسد نه ډکې خبرې کوى،

په کبرژنه لهجه په خپله ژبه سره د ظلم او زياتې خبرې کوى.

۹د هغوئ خبرې د آسمان نه هم اوچتې دى،

او په خپله ژبه يې ټوله دُنيا وخوړله.

۱۰نو په دې وجه د خُدائ پاک د غوره شوو خلقو هم دوئ ته پام شو،

او د هغوئ خبرو منلو ته ليواله شو.

۱۱دوئ وائى چې، ”خُدائ پاک ته به پته لګى څۀ؟

خُدائ تعالىٰ سره داسې عِلم شته دے څۀ؟“

۱۲دا بدکاران وګورئ دغه شان وى،

چې ژوند يې په آرام وى مال دولت يې زياتيږى.

۱۳نو بيا ما هسې خپل زړۀ پاک ساتلے دے،

او ځان مې هسې د ګناه نه بچ ساتلے دے.

۱۴زۀ به ټوله ورځ کړېدلم،

هر سحر به وهلے کېدلم.

۱۵کۀ چرې ما داسې وئيلے،

نو ما به ستا د بچو هم شېطانت کړے وو.

۱۶کله چې ما پرې د پوهېدو کوشش وکړو،

نو دا کار ما ته سخت ښکاره شو.

۱۷ترڅو چې زۀ د خُدائ پاک مقدس ځائ ته ورننوتم،

نو بيا زۀ د بدکارانو د اَنجام نه خبر شوم.

۱۸تا بې‌شکه چې هغوئ په ښوئېدونکې زمکه ودرولى دى،

هغوئ تا د بربادۍ کندې ته ښکته غورزولى دى.

۱۹ناګهانه به هغوئ برباد شى،

دوئ به په يره او وحشت کښې راګېر شى او په پوره طور سره به فنا شى،

۲۰لکه څنګه چې څوک د خوب نه راپاڅى او خوب ليدل يې ختم شى.

نو هغوئ به هم ختم شى کله چې تۀ مالِکه خُدايه راپاڅې.

۲۱نو کله چې زما زړۀ خفه وو،

او روح زما په ما کښې زخمى شوے وو.

۲۲زۀ څومره بې‌احساسه او جټ جاهله وم،

زۀ به تا ته د بې‌عقله ځناور په شان ښکاره کېدم.

۲۳خو د هر څۀ باوجود به بيا هم زۀ د تل دپاره تا سره يم،

په خپله مې د ښى لاس نه راونيسه.

۲۴د خپلې مشورې په ذريعه زما رهنمائى کوې،

نو آخر به هم ما خپل جلال ته راوغواړې.

۲۵په آسمان کښې زما څوک دى بې له تا نه؟

د بل چا خواهش نۀ لرم په زمکه غېر ستا نه.

۲۶کۀ هر څومره زما زړۀ او بدن کمزورى وى،

خو د تل دپاره به خُدائ زما د زړۀ زور او اُميد وى.

۲۷څوک چې تا نه لرې دى هغوئ به تباه شى،

او هغوئ چې تا سره وفادار نۀ وى نو تباه به شى.

۲۸خو زما دپاره به دا ښۀ وى چې زۀ خُدائ ته نزدې شم.

ما تۀ خپله پناه ګاه جوړه کړې قادر مطلق مالِکه خُدايه،

زۀ به ستا ټول کارونه بيانوم.