يوسفزئ
د تورات شريف څلورم کِتاب

د شمېر کِتاب - شپږويشتم باب

دوېمه مردم‌شمارى

۱د وبا نه پس مالِک خُدائ موسىٰ او د هارون زوئ اِلى‌عزر ته وفرمائيل چې، ۲”د بنى اِسرائيلو د ټول قوم د کورَنو په مطابق مردم‌شمارى وکړئ، د هغو ټولو سړو چې عُمر يې شل کاله يا د دې نه زيات وى او چې جنګ کولے شى.“ ۳‏-۴موسىٰ او اِلى‌عزر هم هغه شان وکړل او د دې عُمر ټول سړى يې راوغوښتل. هغوئ د اُردن سيند نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې راغونډ شول. دا هغه اِسرائيليان وُو چې د مِصر مُلک نه وتلى وُو، ۵د يعقوب د مشر زوئ روبين په قبيله کښې دا قبيلې وې، حنوک، فلو، ۶حصرون او کرمى. ۷دوئ په شمېر کښې درې څلوېښت زره اووۀ سوه او دېرش سړى وُو. ۸د فلو په اولاد کښې اِلياب ۹او د هغۀ زامن نمواېل، داتن، ابيرام وُو. دا هغه داتن او ابيرام وُو کوم چې قوم خوښ کړى وُو. هغوئ د موسىٰ او هارون مخالفت وکړو او د قورح په قبيله کښې شامل شول، کله چې هغوئ د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت وکړو. ۱۰نو زمکه وچاودله او هغوئ يې تېر کړل او کله چې اور دوه نيم سوه سړى تباه کول نو هغوئ هم د قورح او د هغۀ د ملګرو سره مړۀ شول، دا د خلقو دپاره د خبردارۍ يوه نښه شوه. ۱۱خو د قورح اولاد نۀ وو وژلے شوے. ۱۲د شمعون په قبيله کښې دا قبيلې وې، نمواېل، يمين، يکين، ۱۳زارح او ساؤل. ۱۴دا قبيلې په شمېر کښې دوويشت زره او دوه سوه سړى وُو. ۱۵د جاد په قبيله کښې دا قبيلې وې، صفونى، حجى، سونى، ۱۶ازنى، عيرى، ۱۷ارودى او اريلى. ۱۸دا قبيلې په شمېر کښې څلوېښت زره او پينځۀ سوه سړى وُو. ۱۹‏-۲۱د يهوداه په قبيله کښې دا قبيلې وې، سيله، فارص، زارح، حصرون او حمول. د يهوداه دوه زامن عير او اونان، د کنعان په مُلک کښې مړۀ شوى وُو. ۲۲دا قبيلې په شمېر کښې شپږ اويا زره او پينځۀ سوه سړى وُو. ۲۳د يساکار په قبيله کښې دا قبيلې وې، تولع، فُوه، ۲۴يسوب او سِمرون. ۲۵دا قبيلې په شمېر کښې څلور شپېتۀ زره او درې سوه سړى وُو. ۲۶د زبولون په قبيله کښې دا قبيلې وې، سرد، ايلون او يحلى‌اېل. ۲۷دا قبيلې په شمېر کښې شپېتۀ زره او پينځۀ سوه سړى وُو. ۲۸د يوسف قبيلې، د هغۀ دوه زامن منسى او اِفرائيم وُو. ۲۹دا د منسى د قبيلې اولاد دے، د منسى زوئ مکير د جِلعاد قبيلې پلار نيکۀ جوړ شو، ۳۰دا د جِلعاد قبيلې دى، د يعزر قبيله، د حالق قبيله، ۳۱اسرى‌اېل، شِکم، ۳۲سميدع او حِفر. ۳۳د حِفر د زوئ صِلافحاد زامن نۀ وُو، صِرف لوڼه يې وې، د هغوئ نومونه دا دى، محلاه، نوعاه، حجلاه، مِلکاه او تِرضاه. ۳۴دا قبيلې په شمېر کښې دوه پنځوس زره او اووۀ سوه سړى وُو. ۳۵د اِفرائيم په قبيله کښې دا قبيلې وې، سوتلح، بکر او تحن. ۳۶د عيران قوم د سوتلح اولاد وو. ۳۷د اِفرائيم د قبيلې د قبيلو په شمېر کښې دوه دېرش زره او پينځۀ سوه سړى وُو. دا قبيلې د يوسف اولاد دے. ۳۸دا د بنيامين قبيلې، قبيلې دى، بالع، اشبيل، اخيرام، ۳۹سفوفام او حُوفام. ۴۰د ارد او نعمان قبيلې د بالع اولاد دے. ۴۱دا قبيلې په شمېر کښې پينځۀ څلوېښت زره او شپږ سوه سړى وُو. ۴۲‏-۴۳د سوحام قبيله کوم چې په شمېر کښې څلور شپېتۀ زره او څلور سوه سړى وُو دا دان د نسل نه وُو. ۴۴د آشر په قبيله کښې دا قبيلې وې، يمنه، اِسوى او بريعاه. ۴۵د حِبر او مُلکى‌اېل قبيلې د بريعاه اولاد وو. ۴۶د آشر يوه لور وه چې نوم يې سِره وو. ۴۷په دې قبيلو کښې د سړو شمېر درې پنځوس زره او څلور سوه وو. ۴۸د نفتالى په قبيله کښې دا قبيلې وې، يحزى‌ايل، جونى، ۴۹يصر او سليم. ۵۰په دې قبيلو کښې د سړو شمېر پينځۀ څلوېښت زره او څلور سوه وو. ۵۱ټول اِسرائيليان په شمېر کښې شپږ لاکه يو زر اووۀ سوه او دېرش سړى وُو. ۵۲مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۵۳”د ميراث په توګه هغه زمکه په قبيلو باندې د سړو د شمېر په مطابق تقسيم کړئ. ۵۴‏-۵۶پچه ورباندې واچوئ او هغه زمکه تقسيم کړئ، غټې قبيلې ته زيات ميراث ورکړئ او وړې قبيلې ته لږه زمکه ورکړئ.“ ۵۷د ليوى اصلى قبيلې دا دى، د جيرسون قبيله، قُهات او مرارى. ۵۸د هغوئ په اولاد کښې دا وړې قبيلې هم شاملى دى، لِبنى، حبرون، محلى، موشى او قورح. قُهات د عُمرام پلار وو، ۵۹هغۀ د ليوى لور يوکبد وادۀ کړې وه، چې هغه په مِصر کښې پېدا شوې وه. د هغې نه د عُمرام دوه زامن، هارون او موسىٰ او يوه لور مريم پېدا شوه. ۶۰د هارون دا څلور زامن وُو، ندب، ابيهُو، اِلى‌عزر او اِتمر. ۶۱ندب او ابيهُو په هغه وخت ووژلے شول کله چې هغوئ مالِک خُدائ ته هغه اور پېش کولو کوم چې خُدائ پاک ته قبول نۀ وو. ۶۲د نرانو ليويانو شمېر درويشت زره وو چې د هغوئ عُمر يوه مياشت يا د دې نه زيات وو. هغوئ د نورو بنى اِسرائيلو نه جدا وشمېرلے شول، ځکه چې هغوئ ته د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې جائيداد نۀ مِلاوېدو. ۶۳دا ټولې قبيلې موسىٰ او اِلى‌عزر په هغه وخت وشمېرلې چې د اُردن سيند نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې يې د بنى اِسرائيلو مردم‌شمارى وکړه. ۶۴په دې سړو کښې يو کس هم نۀ وُو چې د سينا په بيابان کښې موسىٰ او هارون په وړومبۍ مردم‌شمارۍ کښې شمېرلى وُو. ۶۵مالِک خُدائ فرمائيلى وُو چې هغوئ ټول به په صحرا کښې مړۀ شى، نو د يفُنه د زوئ کالب او د نون زوئ يشوَع نه بغېر ټول مړۀ شول.