يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او اوويشتم زبور

د حضرت سليمان يروشلم ته د ختلو يو سرود

۱ترڅو چې مالِک خُدائ يو کور جوړ نۀ کړى،

د هغې د جوړونکى محنت بې‌کاره دے.

ترڅو چې د خُدائ نظر په ښار نۀ وى،

د هغې چوکيداران بې‌کاره ولاړ وى.

۲خوراک پسې وختى پاڅېدل

او تر ناوخته ويښ پاتې کېدل بې‌فائدې دى،

خُدائ پاک چې چا سره مينه کوى

کۀ هغه اودۀ وى نو ورته خوراک ورکوى.

۳د مالِک خُدائ د طرف نه زامن ميراث دے،

ماشومان د هغۀ د خوا نه اجر دے.

۴لکه څنګه چې د جنګيالى په لاس کښې غشى وى،

داسې وى لکه د چا چې په ځوانۍ کښې زامن وى.

۵هغه څوک به بختور وى،

چې د چا چې تيلۍ د دغه شان غشو نه ډکه وى،

نو دوئ به ونۀ شرمولے شى،

کله چې دوئ د ښار په دروازو کښې د دشمن سره په مقابله شى.