يوسفزئ
تاریخى

د قاضيانو کِتاب - نهم باب

ابى‌مَلِک

۱د جدعون زوئ ابى‌مَلِک د شِکم ښار ته لاړو، چرته چې د هغۀ د مور ټول خپلوان اوسېدل او هغوئ ته يې ووئيل ۲چې د شِکم د خلقو نه تپوس وکړى، ”ستاسو څنګه خوښه ده چې د جدعون اويا واړه زامن درباندې بادشاهى وکړى او يا کۀ صِرف يو کس؟ ياد ساتئ چې ابى‌مَلِک ستاسو خپله وينه ده.“ ۳د هغۀ د مور خپلوانو د شِکم خلقو سره د دې په حقله د هغۀ دپاره خبره وکړه او د شِکم خلقو دا فېصله وکړه چې د ابى‌مَلِک خبره ومنى ځکه چې هغه يې رشته‌دار وو. ۴هغوئ هغۀ له د بعل‌بريت د لوظ عبادتخانې نه اويا د سپينو زرو سيکې ورکړې او په دې پېسو هغۀ د بې‌کاره بدمعاشانو يوه ډله ځان سره کړه چې ملګرتيا يې وکړى. ۵هغه په عفره کښې د خپل پلار کور ته لاړو او هلته يې د يو کاڼى دپاسه خپل اويا وروڼه ووژل، چې د جدعون زامن وُو. خو د جدعون کشرے زوئ يوتام پټ شو او ونۀ وژلے شو. ۶بيا د شِکم او بيت‌مِلو ټول خلق راغونډ شول او په شِکم کښې د څېړۍ پاکې ونې ته لاړل، چرته چې هغوئ ابى‌مَلِک بادشاه جوړ کړو. ۷کله چې يوتام د دې نه خبر شو، نو هغه لاړو او د ګِرزيم د غرۀ په سر ودرېدو او هغوئ ته يې چغې ووهلې، ”اے د شِکم خلقو، تاسو زما خبره واورئ تاسو زما خبره واورئ تر دې چې خُدائ پاک ستاسو خبره واورى. ۸يو ځل ونې راغونډې شوې چې د ځان دپاره يو بادشاه خوښ کړى. هغوئ د زيتُونو ونې ته ووئيل چې تۀ زمونږ بادشاه شه. ۹د زيتُونو ونې جواب ورکړو، ولې زۀ دې د زيتُونو تېل ورکول بند کړم کوم چې د معبودانو او انسانانو د درناوى دپاره استعماليږى صرف د دې دپاره چې د نورو ونو مشره شم. ۱۰بيا ونو د اينځر ونې ته ووئيل چې، تۀ راشه او زمونږ بادشاه شه. ۱۱خو د اينځر ونې جواب ورکړو، ولې زۀ دې خپله خوَږه مېوه پېدا کول بند کړم، صرف د دې دپاره چې د نورو ونو مشره شم. ۱۲نو بيا ونو د انګورو بوټى ته ووئيل چې، تۀ راشه او زمونږ بادشاه شه. ۱۳خو د انګورو بوټى ورته په جواب کښې ووئيل، ولې زۀ دې خپل مے پېدا کول بند کړم، چې په دې باندې معبودان او انسانان خوشحاليږى، صرف د دې دپاره چې د نورو ونو مشره شم. ۱۴نو بيا ټولو ونو د ازغو غنې ته ووئيل چې، تۀ راشه او زمونږ بادشاه شه. ۱۵د ازغو غنې جواب ورکړو چې، کۀ تاسو په رښتيا سره ما خپل بادشاه جوړول غواړئ، نو زما د سورى لاندې پناه واخلئ. کۀ تاسو داسې ونۀ کړل نو زما د ازغو څانګو نه به اور بل شى او د لبنان د دِيار ونې به وسوزوى.“ ۱۶نو يوتام خپله خبره جارى وساتله چې، ”کله تاسو ابى‌مَلِک بادشاه جوړ کړو نو تاسو په رښتيا مخلِصه او رښتونى وئ څۀ؟ تاسو د جدعون د ياد څۀ درناوى وکړو او د هغۀ د خاندان سره مو ښۀ سلوک وکړو څۀ لکه څنګه چې د هغۀ د کارونو حق جوړيږى؟ ۱۷هغه راپه ياد کړئ چې زما پلار ستاسو دپاره جنګ وکړو. هغۀ خپل ژوند په خطره کښې واچولو چې تاسو د ميديانيانو نه بچ کړى. ۱۸خو نن تاسو زما د پلار د خاندان خِلاف شوئ. تاسو د هغۀ زامن اويا سړى د يو کاڼى دپاسه ووژل او دا ځکه چې د هغۀ د وينځې زوئ ابى‌مَلِک ستاسو رشته‌دار دے او تاسو هغه د شِکم بادشاه جوړ کړے دے. ۱۹کۀ تاسو نن د جدعون او د هغۀ اولاد سره د عزت او ښۀ ايمان سلوک وکړو، نو تاسو دې د ابى‌مَلِک نه خوشحاله شئ او هغه دې ستاسو نه خوشحاله شى. ۲۰خو کۀ داسې نۀ وى نو ابى‌مَلِک ته دې اور بل شى او د شِکم او بيت‌مِلو خلق دې وسوزوى. د شِکم او بيت‌مِلو د خلقو نه دې اور بل شى او ابى‌مَلِک دې وسوزوى.“ ۲۱يوتام د خپل ورور ابى‌مَلِک نه يرېدو نو ځکه هغه وتښتېدو او بير ته د اوسېدو دپاره لاړو. ۲۲ابى‌مَلِک په بنى اِسرائيلو باندې درې کاله بادشاهى وکړه. ۲۳بيا خُدائ پاک د ابى‌مَلِک او د شِکم د خلقو په مينځ کښې دشمنى پېدا کړه او هغوئ د ابى‌مَلِک خِلاف بغاوت وکړو. ۲۴داسې د دې دپاره وشول چې ابى‌مَلِک او د شِکم خلقو ته د خپلو بدو سزا مِلاو شى چا چې د هغۀ مدد کړے وو چې د جدعون اويا زامن ووژنى. ۲۵د شِکم خلقو د ابى‌مَلِک خِلاف د غرونو په سرونو باندې په پټ ځائ کښې سړى کښېنول او هر څوک هم چې په هغه لاره تېرېدل نو هغوئ به يې لوټ کول. نو ابى‌مَلِک د دې نه خبر شو. ۲۶د عبيد زوئ جعل د خپلو وروڼو سره شِکم ته راغلو او د هغه ځائ خلقو په هغۀ باندې اعتبار وکړو. ۲۷هغوئ ټول خپلو د انګورو باغونو ته دننه لاړل او انګور يې راوشوکول او مے يې ترې نه جوړ کړل او يوه مېله يې جوړه کړه. هغوئ د خپل خُدائ د عبادت ځائ ته لاړل، چرته چې هغوئ خوراک څښاک وکړو او ابى‌مَلِک ته يې کنځل وکړل. ۲۸د عبيد زوئ جعل ووئيل، ”دا په شِکم کښې مونږ څۀ قِسم سړى يُو؟ مونږ د ابى‌مَلِک خِدمت ولې کوُو؟ هغۀ دے څوک؟ هغه د جدعون زوئ دے. او زبول ته د هغۀ نه حُکم ملاويږى، خو مونږ ولې د هغۀ خِدمت وکړُو؟ د خپل پلار نيکۀ همور وفادار اوسئ، چا چې ستاسو د قبيلې بنياد اېښے وو. ۲۹زما دا ارمان دے چې زۀ د دې خلقو مشر وے نو ما به د ابى‌مَلِک نه ځان خلاص کړے وے. ما به هغۀ ته وئيلى وے چې خپل لښکر تيار کړه او بهر د جنګ دپاره راووځه.“ ۳۰د هغه ښار حکمران زبول چې کله هغه څۀ واورېدل چې جعل وئيلى وُو نو په غصه شو. ۳۱هغۀ په ارومه کښې ابى‌مَلِک ته پېغام وړُونکى ولېږل چې داسې ورته ووائى، ”د عبيد زوئ جعل او د هغۀ وروڼه شِکم ته راغلى دى او هغوئ د ښار خلق لمسوى چې ستا خِلاف بغاوت وکړى. ۳۲نو اوس، تا او ستا خلقو له په کار دى چې لاړ شئ او په پټو کښې پټ شئ. ۳۳سبا سحر چې څنګه نمر راوخېژى نو تاسو پاڅئ او په ښار باندې ناڅاپه حمله وکړئ. نو چې کله جعل او د هغۀ سړى ستاسو خِلاف راوځى، نو چې څۀ مو خوښه وى هغه ورسره وکړئ.“ ۳۴نو ابى‌مَلِک او د هغۀ ټول سړى د شپې لاړل او د شِکم نه بهر په څلورو ډلو کښې پټ شول. ۳۵نو د عبيد زوئ جعل بهر تلے وو او د ښار د دروازې په خولۀ کښې ولاړ وو او هم په هغه وخت ابى‌مَلِک د خپلو فوجيانو سره د پټو ځايونو نه راووتلو. ۳۶جعل هغوئ وليدل او زبول ته يې ووئيل، ”ګوره، د غرونو د سرونو نه سړى راروان دى.“ زبول جواب ورکړو، ”هغه سړى نۀ دى. هغه صرف د غرونو سورى دى.“ ۳۷جعل ورته بيا ووئيل، ”ګوره، د غرۀ د سر نه سړى راکوزيږى او يوه ډله د قسمت ښودونکى څېړۍ د ونې نه په لار راروانه ده.“ ۳۸بيا زبول هغۀ ته ووئيل، ”اوس ستا لافې چرته دى؟ تۀ هم هغه کس وې چې تا وئيل چې مونږ د دې سړى ابى‌مَلِک خِدمت ولې وکړُو. دا هغه سړى دى چې تا ورسره د نفرت سلوک کولو. اوس لاړ شه او جنګ ورسره وکړه.“ ۳۹جعل د شِکم خلق بوتلل او د ابى‌مَلِک سره يې جنګ وکړو. ۴۰جعل وتښتېدو او ابى‌مَلِک ورپسې وو. د ښار د دروازې نه د ننوتلو نه مخکښې ډېر کسان زخميان شول. ۴۱ابى‌مَلِک په ارومه کښې اوسېدو او زبول د شِکم نه جعل او د هغۀ وروڼه وشړل، نور هلته نۀ شول اوسېدلے. ۴۲په ورپسې ورځ ابى‌مَلِک ته پته ولګېده چې د شِکم خلق پټو ته راووتل، ۴۳نو هغۀ خپل سړى بوتلل، په درېو ډلو کښې يې تقسيم کړل، په پټو کښې پټ شول او اِنتظار يې کولو. کله چې هغۀ وليدل چې خلق د ښار نه بهر روان دى، نو هغه د پټ ځائ نه د هغوئ د وژلو دپاره راووتلو. ۴۴کله چې ابى‌مَلِک او د هغۀ قبيله په تېزۍ سره د ښار د دروازې د حِفاظت دپاره مخکښې شوه، نو هغه دوو نورو ډلو په پټو کښې په خلقو باندې حمله وکړه او ټول يې ووژل. ۴۵ټوله ورځ جنګ جارى وو. ابى‌مَلِک ښار قبضه کړو، د هغې خلق يې ووژل، ښار يې وران کړو او زمکه يې په مالګه پټه کړه. ۴۶کله چې د شِکم په قلعه کښې ټول مشران سړى د دې نه خبر شول، نو هغوئ د بعل‌بريت د لوظ عبادتخانې په مضبوط ځائ کښې پناه ولټوله. ۴۷ابى‌مَلِک خبر شو چې هغوئ هلته راغونډ شوى دى، ۴۸نو هغه د خپلو سړو سره د ضلمون غر ته وختلو. هلته هغۀ يو تبر واخستلو، د ونې څانګه يې ماته کړه او په خپله اوږه يې کېښوده. هغۀ خپلو سړو ته ووئيل چې، ”زر شئ او هم دغه شان وکړئ.“ ۴۹نو هر يو سړى د ونې څۀ څانګې ماتې کړې، بيا هغوئ ابى‌مَلِک پسې لاړل او لرګى يې د قلعې دېوالونو سره ډېرے کړل. هغوئ په دې باندې اور بَل کړو، هغه دننه خلق د نورو ټولو خلقو سره مړۀ شول چې په قلعه کښې وُو. دا تقريباً زر سړى او ښځې وې. ۵۰ابى‌مَلِک تيبض ته لاړو، د ښار نه يې ګېره واچوله او قبضه يې کړو. ۵۱هلته يو مضبوط برج وو او په ښار کښې هر يو سړى او ښځې، سره د مشرانو هغې ته ورمنډه کړه. خپل ځانونه يې په کښې بند کړل او پاس چت ته وختل. ۵۲کله چې ابى‌مَلِک په برج باندې حمله کولو له راغلو، نو هغه دروازې ته ورَغلو چې په برج باندې اور بَل کړى. ۵۳خو يوې ښځې د هغۀ په سر باندې د بره نه د ژرندې پل وروغورزولو او د هغۀ کوپړۍ يې ماته کړه. ۵۴نو هغۀ زر هغه زلمے راوغوښتلو کوم چې د هغۀ وسله وړله او حُکم يې ورکړو، ”خپله تُوره راوباسه او ما ووژنه. زۀ دا نۀ غواړم چې څوک ووائى چې زۀ يوې ښځې وژلے يم.“ نو هغه زلمى ترې نه تُوره په بل طرف وويستله او هغه مړ شو. ۵۵کله چې بنى اِسرائيلو وليدل چې ابى‌مَلِک مړ شو، نو هغوئ ټول کور ته لاړل. ۵۶نو داسې خُدائ پاک ابى‌مَلِک له د هغو بدو بدله ورکړه کوم بد چې هغۀ د خپل پلار خِلاف کړى وُو چې اويا وروڼه يې وژلى وُو. ۵۷خُدائ پاک د شِکم خلقو له هم د هغوئ د بدمعاشۍ په وجه سخته سزا ورکړه، څنګه چې د جدعون زوئ يوتام وئيلى وُو چې په هغوئ به داسې کيږى چې کله هغۀ پرې لعنت وئيلو.