يوسفزئ
تاریخى

اعمال د رسولانو - اوولسم باب

په تِسالونيکيه کښې اله ګوله

۱بيا پولوس او سيلاس په امفيپوليس او په اپولونيه تير شول او تِسالونيکيه ته راغلل چرته چې د يهوديانو عبادتخانه وه. ۲او پولوس د خپل عادت په مطابق د هغوئ عبادتخانې ته تلو او درې هفتې د هر سبت په ورځ د هغوئ سره د صحيفو نه بحث مباحثه کوله. ۳او دا يې ورته تشريح او ثابت کړل چې مسيح به خامخا تکليفونه زغمى او د مړو نه به بيا ژوندے راپاڅى. او هغۀ ووئيل چې، ”کوم عيسىٰ چې زۀ تاسو ته بيانوم، هم هغه مسيح دے.“ ۴په هغوئ کښې ځينې راضى شول او د پولوس او سيلاس سره ملګرى شول او دغه شان د دې ديندارو يونانيانو يو څو عزتمندې ښځې هم راضى شوې. ۵خو يهوديانو د حسد له کبله د څۀ بازارى بدمعاشانو په مدد، جلوس راوويستو او په ښار کښې يې اله ګوله جوړه کړه. هغوئ د ياسون کور راګېر کړو چې پولوس او سيلاس ولټوى او د خلقو ګڼې ته يې راوباسى. ۶خو چې هغوئ يې ونۀ موندل نو ياسون او ځينې نور ايمانداران يې د ښار منصفانو ته په زور راوستل او دا چغې يې وهلې چې، ”هم دې کسانو ټوله دُنيا په عذاب اخته کړې ده او اوس زمونږ ښار هم په عذابوى، ۷او ياسون هغوئ د ځان سره دېره کړى دى. هغوئ د قيصر ټول قانون د پښو لاندې کړے دے او دا وائى چې دلته يو بل بادشاه دے چې نوم يې عيسىٰ دے.“ ۸کله چې خلقو او د ښار منصفانو دا واورېدل نو وارخطا شول. ۹نو هغوئ د ياسون او نورو نه ضمانت واخستلو او پرې يې ښودل.

پولوس رسول او سيلاس په بيريه کښې

۱۰په هم هغه شپه ايماندارانو وروڼو پولوس او سيلاس بيريه ته ولېږل. کله چې هغوئ راورسېدل نو د يهوديانو عبادتخانې ته لاړل. ۱۱دا يهوديان د تِسالونيکيه د يهوديانو په نسبت آزاد خياله وو، ځکه چې هغوئ کلام ډېر په اخلاص قبول کړے وو او هره ورځ به يې د صحيفو په لوستلو غور کولو ترڅو په دې پوهه شى چې د هغوئ تعليم صحيح دے او کۀ نه. ۱۲نو په دې وجه په هغوئ کښې ډېرو ايمان راوړو او ورسره څۀ يونانيانې عزتمندې ښځې او سړى هم ملګرى شُو. ۱۳خو چې د تِسالونيکيه يهوديانو ته دا پته ولګېده چې پولوس په بيريه کښې هم د خُدائ پاک کلام بيانوى نو هغوئ هلته هم راغلل چې ګڼه د هغوئ خلاف ولمسوى او را وې پاروى. ۱۴نو ايماندارانو وروڼو پولوس سمدستى ښکته ساحل ته ولېږلو. خو سيلاس او تيموتيوس دواړه وروستو پاتې شول. ۱۵هغه کسان چې د پولوس د لارې ملګرى وُو نو هغه يې اتينيه ته راوستو او په واپسۍ کښې يې سيلاس او تيموتيوس ته دا پېغام ورکړو، څومره زر چې کېدے شى ما ته خپل ځان راورسوئ.

پولوس رسول په اتينيه کښې

۱۶بيا چې پولوس په اتينيه کښې د هغوئ په اِنتظار وو نو زړۀ يې ډېر غمژن شو چې ښار يې له بُتانو نه ډک وليدلو. ۱۷نو هغۀ به په عبادتخانه کښې د يهوديانو او دينداره يونانيانو سره بحثونه کول او دغسې به يې په بازارونو کښې هره ورځ هغوئ سره کول څوک چې به هلته وُو. ۱۸ځينې اِپيکورى او ستُوئيکى فلسفيانو هم ورسره بحث وکړو او ځينو ووئيل چې، ”دا بکواس کولو والا څۀ وئيل غواړى؟“ او نورو ووئيل چې، ”داسې لګى چې دے د غېرو معبودانو بيان کوى.“ او دا يې ځکه ووئيل چې هغۀ د عيسىٰ او د قيامت په حقله زيرے اورولو. ۱۹نو هغوئ هغه ونيولو او اريوپاګوس دربار ته يې راوستو او ورته يې ووئيل چې، ”دا نوے تعليم کوم چې تۀ ورکوې، مونږ په دې پوهولے شې څۀ؟ ۲۰مونږ ته تۀ څۀ عجيبه بيانونه رارسوې، خو مونږ په دې ځان پوهول غواړو چې د دې مطلب څۀ دے.“ ۲۱نو په هغه وخت کښې اتينيانو او د هغه ځائ بهرنى خلقو سره په نوې سوچونو باندې د تاويلو ماويلو نه بغېر بله مشغولا نۀ وه. ۲۲نو بيا پولوس د اريوپاګوس د دربار په وړاندې ودرېدو او وې وئيل چې، ”اے اتينيانو، زۀ وينم چې تاسو په هر لحاظ ډېر سرګرم ايمانداران يئ. ۲۳ځکه هر کله چې زۀ په ښار کښې وګرځېدم او ما ستاسو د عبادت د څيزونو ننداره په غور سره وکړه نو ما د نورو څيزونو سره يوه قربان‌ګاه وليدله چې دا پرې ليکلے شوى وُو چې، د نامعلومه خُدائ پاک دپاره. تاسو چې د کوم څيز د نامعلوم په طور عبادت کوئ، هم دغه څيز زۀ درته بيانوم. ۲۴هغه خُدائ پاک چې دُنيا يې پېدا کړه او په کښې يې هر څيز هم پېدا کړل، څوک چې د آسمان او د زمکې مالِک دے هغه د بنى آدمو د لاس جوړو شوو زيارتونو کښې نۀ اوسيږى. ۲۵نۀ د بنى آدم لاس د هغۀ خِدمت کولے شى او نۀ هغه د بنى آدم د څۀ څيز محتاج دے، بلکې هغه په خپله ټولو بنى آدمو له ژوند، ساه او هر څۀ ورکوى. ۲۶هغۀ د دُنيا ټول قومونه چې د دُنيا په مخ اوسيږى د يو انسان نه پېدا کړى دى. هغۀ د هغوئ ميعادونه او د اوسېدو حدونه مقرر کړل. ۲۷نو د هغۀ غرض دا وو چې دوئ د خُدائ پاک لټون وکړى او کېدے شى چې په لټولو يې بيامومئ. بې‌شکه چې هغه زمونږ د چا نه هم لرې نۀ دے. ۲۸ځکه چې په هغۀ کښې زمونږ ژوندون، حرکت او وجود دے. لکه څنګه چې ستاسو خپلو ځينو شاعرانو وئيلى دى، مونږ هم د هغۀ د نسل نه يُو. ۲۹نو چې مونږ د خُدائ پاک اولاد يُو نو بيا مونږ ته دا سوچ کول مناسب نۀ دى چې د خُدائ ذات لکه د سرو زرو، د سپينو زرو يا د کاڼى د بُت په شان وګڼو چې بنى آدم په خپله پوهه او هُنر سره جوړ کړى وى. ۳۰په تير وختونو کښې خُدائ پاک دا جهالت نظر انداز کړے وو خو اوس هغه هر چرته ټولو بنى آدمو له حُکم ورکوى چې توبه ګار شى. ۳۱ځکه چې هغۀ يوه ورځ مقرره کړې ده په کومه چې به هغه د دُنيا عدالت په صداقت سره د يو سړى په وسيله وکړى کوم چې هغۀ غوره کړے دے، او ټولو ته د دې ثبوت ورکولو دپاره چې هغه څوک دے چې د مړو نه يې بيا راژوندے کړو.“ ۳۲کله چې هغوئ د مړو نه د بيا راژوندى کولو خبرې واورېدلې نو ځينو ورپورې ټوقې شروع کړې خو نورو ورته ووئيل چې، ”په دې حقله به مونږ تا نه بيا خبرې واورو.“ ۳۳نو دغه شان پولوس د خلقو د مينځ نه ووتو. ۳۴خو يو څو کسان ورسره شول او ايمان يې راوړو چې په هغوئ کښې يو ديونيسيوس د اريوپاګوس د دربار کس وو او ورسره دمريس نومې يوه ښځه او ځينې نور کسان هم وُو.