يوسفزئ
انجیل

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت يوحنا زيرے - يوويشتم باب

د حضرت عيسىٰ اووۀ مريدانو ته څرګندېدل

۱څۀ موده پس عيسىٰ بيا د ګليل د درياب په غاړه مريدانو ته خپل ځان څرګند کړو. هغه په دې طريقه څرګند شو. ۲شمعون پطروس او توما چې غبرګونے هم بللے کيږى او نتنى‌ايل چې د ګليل د قانا وو او د زبدى زامن، او دوه نور مريدان هم هلته موجود وو. ۳شمعون پطروس هغوئ ته ووئيل، ”زۀ د کبانو ښکار له ځم.“ نو هغوئ ورته ووئيل چې، ”مونږ به هم درسره ځو.“ هغوئ روان شول او کشتۍ ته وختل خو په هغه شپه هغوئ هيڅ ونۀ نيول. ۴چې سحر شو نو عيسىٰ د درياب په غاړه ولاړ وو خو مريدانو ته دا پته نۀ وه چې دا عيسىٰ دے. ۵عيسىٰ هغوئ ته نعرې کړې، ”اے دوستانو، تاسو څۀ کبان ونيول کۀ نه؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”نه.“ ۶هغوئ ته يې وفرمائيل، ”د کِشتۍ ښى طرف ته جال وولئ نو تاسو به څۀ کبان ونيسئ.“ کله چې هغوئ جال وغورزولو نو هغوئ جال کِشتۍ ته نۀ شو راخېژولے ځکه چې په هغې کښې ډېر زيات کبان راګېر شوى وُو. ۷بيا هغه مريد چې عيسىٰ ورسره مينه کوله پطروس ته ووئيل، ”دا خو مالِک دے.“ کله چې شمعون پطروس دا واورېدل چې دا مالِک دے نو هغۀ زر خپل قميص واچولو ځکه چې هغۀ خپل قميص کوز کړے وو او درياب ته يې ودانګل. ۸خو نور مريدان په کِشتۍ کښې راغلل او د کبانو ډک جال يې راښکو ځکه چې هغوئ د وچې زمکې نه لرې نۀ وُو خو تقريباً يو سل ګزه به وراخوا وُو. ۹کله چې هغوئ غاړې ته راوختل نو هغوئ د سکرو اور وليدو چې دپاسه پرې کبان او لږه روټۍ پرته وه. ۱۰عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”د خپلو هغه کبانو نه چې اوس مو ونيول څۀ راوړئ.“ ۱۱نو شمعون پطروس کِشتۍ ته ورغلو او جال يې زمکې ته راښکلو چې د غټو کبانو نه ډک وو، او دا يو سل درې پنځوس وُو، او سره د دې چې دومره زيات وُو خو بيا هم جال ونۀ شلېدلو. ۱۲عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”راشئ او ناشته وکړئ.“ په مريدانو کښې يو کس هم دا همت ونۀ کړو چې تپوس ترې وکړى چې، ”تۀ څوک يې؟“ ځکه چې هغوئ ته دا پته وه چې دا مالِک دے. ۱۳عيسىٰ راغلو، او روټۍ يې واخسته او هغوئ له يې ورکړه او هم دغه شان يې کبان هم تقسيم کړل. ۱۴اوس دا درېم ځل وو چې عيسىٰ د مړو نه د ژوندى کېدو نه وروستو مريدانو ته ځان څرګند کړو.

حضرت عيسىٰ او پطروس

۱۵د ناشتې نه پس عيسىٰ شمعون پطروس ته وفرمائيل، ”شمعونه د يوحنا زويه، تۀ د نورو ټولو نه ما سره زياته مينه کوې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”آو مالِکه، تا ته پته ده چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”نو بيا زما ګډورى وڅروه.“ ۱۶په دوېم ځل هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”شمعون د يوحنا زويه، تۀ ما سره مينه کوې؟“ پطروس ورته ووئيل، ”آو، مالِکه، تا ته ښۀ پته ده چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”نو بيا زما ګډې سمبالې کړه.“ ۱۷په درېم ځل عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”شمعون د يوحنا زويه، تۀ ما سره مينه کوې؟“ پطروس په دې خبره غمژن شو ځکه چې هغۀ ترې په درېم ځل دا تپوس وکړو چې، ”تۀ ما سره مينه کوې؟“ هغۀ ووئيل، ”مالِکه، تا ته د هر څۀ ښۀ پته ده. تۀ په دې پوهېږې چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ وفرمائيل، ”زما ګډې وڅروه. ۱۸زۀ تا ته رښتيا وايم چې کله چې تۀ ځوان وې نو تا به خپله ملا په خپله تړله او چرته چې به دې خوښه وه هلته به تللې، خو کله چې تۀ زوړ شې نو تۀ به خپل لاسونه خوارۀ کړې او بل څوک به دې ملا وتړى او هغه خوا ته به دې بوځى چرته چې تۀ تلل نۀ غواړې.“ ۱۹عيسىٰ دا خبره د دې راز څرګندولو دپاره وکړه چې پطروس به په دغه شان شهيد کړے شى چې د خُدائ پاک جلال به په کښې څرګند شى. بيا عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“

حضرت عيسىٰ او د هغۀ خوږ مريد

۲۰پطروس راوګرځېدو او هغه مريد يې په ځان پسې راروان وليدلو د چا سره چې عيسىٰ مينه کوله، هغه چې د ماښام د روټۍ په وخت کښې عيسىٰ سره نزدې ناست وو او دا تپوس يې ترېنه کړے وو چې، ”مالِکه، هغه څوک دے چې په تا به مُخبرى کوى؟“ ۲۱کله چې پطروس هغه وليدو نو د عيسىٰ نه يې تپوس وکړو، ”مالِکه، د هغۀ اَنجام به څۀ وى؟“ ۲۲عيسىٰ جواب ورکړو، ”کۀ زۀ وغواړم چې هغه دې تر هغې ژوندے پاتې شى ترڅو چې زۀ بيا راشم نو ستا په دې کښې څۀ؟ تۀ ما پسې راځه.“ ۲۳په دې وجه د ايماندارانو په مينځ کښې دا خبره خوره شوه چې دا مريد به نۀ مرى. خو عيسىٰ دا نۀ وُو فرمائيلى چې هغه به نۀ مرى، هغۀ صرف وفرمائيل، ”کۀ زۀ وغواړم چې هغه دې تر هغې ژوندے پاتې شى ترڅو چې زۀ بيا راشم، نو ستا په دې کښې څۀ؟“ ۲۴دا هغه مريد دے چې د دې هر څۀ ګواهى کوى او دا يې وليکل. مونږ ته پته ده چې د هغۀ ګواهى رښتيا ده. ۲۵خو نور هم ډېر کارونه دى چې عيسىٰ کړى وُو، کۀ چرې دا ټول ليکلے شوے وے نو زما دا خيال دے چې په ټوله دُنيا کښې به د هغه ليکلے شوو کتابونو ځائ نۀ وے.