يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - اتۀ څلوېښتم زبور

يو سرود، د قورح د زامنو يو زبور

صيون د خُدائ ښار

۱مالِک خُدائ لوئ دے، او د ثناء صِفت لائق دے،

زمونږ د خُدائ په ښار، يعنې مقدس غر کښې.

۲د هغۀ ښار په خپل اوچتوالى کښې ښکلے دے، او ټولې دُنيا ته خوشحالى ورکوى.

د صيون غر او مقدس غر چې د لوئ بادشاه ښار دے،

۳خُدائ په خپله د دې ښار په برجونو کښې موجود دے،

او خپل ځان يې د ښار محافظ ښودلے دے.

۴وګوره چې د دُنيا بادشاهانو لښکرې رايوځائ کړې او متحد شول،

او د ښار په خلاف د جنګ په خيال راوړاندې شول.

۵هغوئ چې هغه ښار وليدو نو حق حېران شول،

ټول د يرې نه په تېښته وتښتېدل.

۶هغوئ هلته د يرې نه شول په لړزان،

څنګه چې په تکليف پېدا کيږى ماشومان.

۷لکه د ترسيس د بحرى بيړو په شان تا هغوئ تباه کړل،

د زورَور مشرقى بادونو په زور دې تس نس کړل.

۸لکه څنګه چې مونږ اورېدلى نو اوس مو په خپلو سترګو وليدل،

زمونږ د خُدائ په ښار يعنې د ربُ الافواج په ښار کښې،

خُدائ به تل دا ښار آبادولو او د هغې حفاظت به يې کولو.

۹اے پاکه خُدايه، مونږ ستا په عبادتګاه کښې يُو،

او ستا په نۀ ختمېدونکې مينې باندې فکر کوُو.

۱۰اے خُدايه، لکه څنګه چې دې نوم په ټوله دُنيا خور ‎دے،

دغه شان ستا ثناء صِفت په ټوله دُنيا خور دے،

ستا ښے لاس د صداقت نه ډک دے.

۱۱د صيون د غرۀ خلق دې خوشحالى وکړى،

او د يهوداه ټول ښارونه دې خوشحالى وکړى

دا ټول دې ستا د عدالت په وجه خوشحالى وکړى.

۱۲صيون ته لاړ شئ او ګېرچاپېره ترې نه وګرځئ،

او برجونه يې وشمېرئ،

۱۳دېوالونو ته يې وګورئ او په محلونو يې نظر واچوئ،

ترڅو تاسو د هغې نه خپل آئنده نسلونه خبر کړئ.

۱۴ځکه چې هم دا خُدائ د تل دپاره زمونږ خُدائ پاک دے،

هغه تر آخر وخته زمونږ رهنما دے.