يوسفزئ
د تورات شريف اول کِتاب

د پېدايښت کِتاب - اووۀ دېرشم باب

حضرت يوسف او د هغۀ وروڼه

۱يعقوب د کنعان په مُلک کښې اوسېدو، چرته چې د هغۀ پلار د مسافر په توګه اوسېدلے وو، ۲او دا د يعقوب د خاندان قيصه ده. د اوولسو کالو ځوان زلمى، يوسف، د وروڼو سره ګډې او چېلۍ څرولې، چې هغوئ د هغۀ د پلار د نورو ښځو، زِلفه او بِلهاه زامن وُو. هغۀ خپل پلار د هغه غلطو کارونو نه خبر کړو کوم چې د هغۀ وروڼو کول. ۳يعقوب د يوسف سره د نورو ټولو زامنو نه زياته مينه کوله، ځکه چې هغه د هغۀ د سپين سر زوئ وو. يعقوب د هغۀ دپاره د اوږدو لستُوڼو والا يوه ښُکلې چُوغه جوړه کړه. ۴چې کله د هغۀ وروڼو دا وليدل چې د هغوئ پلار د يوسف سره د هغوئ نه زياته مينه کوى، نو په هغوئ باندې هغه دومره بد لګېدو چې هغوئ به د هغۀ سره په سمه خولۀ خبرې هم نۀ کولې. ۵يو ځل يوسف خوب وليدو نو چې هغۀ خپل وروڼه د دې نه خبر کړل، نو د هغوئ کينه د يوسف سره نوره هم زياته شوه. ۶هغۀ ووئيل، ”ما چې کوم خوب ليدلے دے هغه واورئ. ۷مونږ ټولو په پټى کښې د غنمو ګېډۍ تړلې، ناڅاپه زما ګېډۍ پاڅېدله او نېغه ودرېدله. ستاسو ګېډۍ زما د ګېډۍ نه ګېرچاپېره تاو شوې او هغې ته ټيټې شوې.“ ۸د هغۀ وروڼو ترې تپوس وکړو، ”ستا څۀ خيال دے تۀ به بادشاه جوړېږې او په مونږ به بادشاهى کوې څۀ؟“ نو د يوسف د خوبونو او چې هغۀ د وروڼو په حقله څۀ فرمائيلى وُو په دې وجه، د هغوئ ورسره کينه نوره هم زياته شوه. ۹بيا يوسف يو بل خوب وليدو او خپلو وروڼو ته يې ووئيل، ”ما يو بل خوب ليدلے دے، چې په هغې کښې ما نمر او سپوږمۍ وليدل او يوولس ستورى هم چې ما ته ټيټېدل.“ ۱۰هغۀ دا خوب خپل پلار ته هم ووئيلو او پلار هغه ورټلو، ”دا څنګه خوب دے چې تا ليدلے دے؟ ستا خيال دا دے چې ستا مور، ستا وروڼه او زۀ، مونږ به راځو او تا ته به په زمکه پرېوځُو؟“ ۱۱يوسف په وروڼو بد لګېدو، خو د هغۀ پلار د هغۀ دا ټولې خبرې په خپل زړۀ کښې يادې ساتلې.

د حضرت يوسف خرڅېدل او مِصر ته بوتلل

۱۲يوه ورځ چې کله د يوسف وروڼه د خپل پلار رَمې څرولو له شِکم ته تلى وُو، ۱۳يعقوب يوسف ته ووئيل، ”زۀ غواړم چې تۀ شِکم ته لاړ شې، چرته چې ستا وروڼه رمه څروى.“ يوسف ورته ووئيل، ”زۀ تيار يم.“ ۱۴د هغۀ پلار ووئيل، ”لاړ شه او وګوره کۀ رمه او ستا وروڼه په خېر وى، بيا واپس راشه او ما خبر کړه.“ نو د هغۀ پلار هغه د حبرون مېدان نه ولېږلو او يوسف شِکم ته ورسېدو ۱۵او هلته د څرن په ځائ کښې اخوا دېخوا ګرځېدو چې کله يو سړى هغه وليدو نو تپوس يې ترې وکړو، ”تۀ څۀ پسې ګرځې؟“ ۱۶هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ خپلو وروڼو پسې ګرځم، ما ته ووايه چې هغوئ خپله رمه چرته څروى.“ ۱۷هغه سړى ورته ووئيل، ”هغوئ خو تلى دى. د هغوئ نه ما واورېدل چې دوئ دوتين ته ځى.“ نو يوسف په خپلو وروڼو پسې لاړو او هغوئ يې په دوتين کښې وموندل. ۱۸هغوئ هغه د لرې نه وليدو او د هغۀ د رسېدو نه مخکښې يې د هغۀ خِلاف منصوبه جوړه کړه او د هغۀ د وژلو فېصله يې وکړه. ۱۹هغوئ يو بل ته ووئيل، ”ګورئ، د خوبونو اُستاذ راروان دے. ۲۰نو اوس راځئ، چې وې وژنو او په يو اوچ کوهى کښې يې وغورزوو. مونږ به وايو چې هغه يو ځنګلى ځناور خوړلے دے. بيا به مونږ وګورو چې د هغۀ د خوبونو څۀ نتيجه راوځى.“ ۲۱روبين د هغوئ خبرې واورېدې او د هغۀ د بچ کولو کوشش يې وکړو. هغۀ ووئيل، ”يوسف به نۀ مړ کوُو.“ ۲۲هغۀ ووئيل، ”هغه په دې صحرا کښې دې کوهى ته وغورزوئ، خو د هغۀ وينه مۀ تويَوئ.“ هغۀ دا خبره د دې دپاره وکړه، چې د دوئ نه يې بچ کړى او هغه واپس خپل پلار له ولېږى. ۲۳کله چې يوسف خپلو وروڼو له راغلو، هغوئ د هغۀ نه د اوږدو لستُوڼو والا ښُکلې چُوغه وويستله. ۲۴بيا هغوئ هغه اوچت کړو او هغه اوچ کوهى ته يې وغورزولو. ۲۵چې کله دوئ روټۍ ته ناست وُو، نو هغوئ د اِسمٰعيليانو يو کاروان وليدو چې هغوئ د جِلعاد نه مِصر ته په سفر روان وُو. د هغوئ په اوښانو خوشبودارې مصالحې او عطر بار وُو. ۲۶يهوداه خپلو وروڼو ته ووئيل، ”زمونږ د ورور وژل او د هغۀ مرګ پټول به مونږ له څۀ فائده راکړى؟ ۲۷راځئ چې هغه په دې اِسمٰعيليانو خرڅ کړُو. مونږ به هغۀ ته څۀ ضرر نۀ رسوُو، آخر بيا هم، هغه زمونږ ورور دے او زمونږ خپله وينه ده.“ د هغۀ وروڼه په دې راضى شول، ۲۸او چې کله څۀ سوداګر هلته تېرېدل، د هغۀ وروڼو يوسف د کوهى نه بهر راوويستلو او هغه يې د سپينو زرو په شلو سيکو په اِسمٰعيليانو باندې خرڅ کړو، نو هغوئ مِصر ته بوتلو. ۲۹چې کله روبين واپس کوهى ته راغلو او وې ليدل چې يوسف هلته نۀ وو، نو هغۀ د خفګان په وجه خپلې جامې وشلولې. ۳۰هغه واپس وروڼو ته راغلو او ورته يې ووئيل، ”هلک خو هلته نشته. زۀ څۀ وکړم؟“ ۳۱بيا هغوئ يو چېلے حلال کړو او د يوسف چُوغه يې په وينه کښې ډُوبه کړه. ۳۲هغوئ هغه چُوغه خپل پلار له يوړه او وې وئيل، ”مونږ دا وموندله. دا وګوره چې دا ستا د زوئ ده او کۀ نۀ ده؟“ ۳۳هغۀ دا وپېژندله او وې فرمائيل، ”آو، دا چُوغه هم زما د زوئ ده. څۀ ځنګلى ځناورو هغه خوړلے دے. زما زوئ يوسف به په رښتيا سره ټوټې ټوټې شوے وى.“ ۳۴يعقوب د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او د ټاټ جامې يې واغوستلې. د زوئ په غم کښې هغه ډېرې ورځې غمژن وو. ۳۵ټول زامن او لوڼه تسلۍ ورکولو له ورله راغلل، خو په هغۀ دې تسلۍ اثر ونۀ کړو او وې فرمائيل، ”زۀ به د خپل زوئ په غم کښې تر مرګه پورې ژاړم.“ نو هغه د خپل زوئ يوسف په غم کښې غمژن وو. ۳۶په دې دوران کښې، سوداګرو يوسف په مِصر کښې، د فِرعون په يو آفسر، فوطيفار باندې خرڅ کړو، چې هغه د محل د فوجيانو مشر وو.