يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - نوييم زبور

د حضرت موسىٰ دُعا

۱اے مالِکه او پاکه خُدايه، تۀ همېشه زمونږ د اوسېدو ځائ يې،

نسل در نسله پورې يې.

۲د دې نه مخکښې چې لا دې غرونه ‎پېدا کړى نۀ وُو او نۀ دې لا زمکه او دُنيا پېدا کړې وه،

تۀ خُدائ پاک يې د ازل نه تر ابده.

۳تۀ بيا بنى آدم د خاورو سره خاورې کړې،

ورته ووائې چې، ”اے فانى انسانه واپس خاورې شه.“

۴ځکه ستا په نظر کښې زر کاله داسې دى

لکه يوه ورځ چې تېره شوې وى، او يا د شپې يو پار چې تير شوے وى.

۵تۀ انسان د مرګ په خوب اودۀ کوې.

او دوئ لکه د تازه ګياه په شان په سحر کښې راټوکيږى،

۶په سحر کښې راټوکيږى او تازه وى،

په ماښام کښې مړاوى شى او اوچ شى.

۷ستا غصې مونږ ختم کړى يُو،

او مونږ ستا قهر وارخطا کړى يُو.

۸زمونږ ګناهونه دې په خپل مخکښې اېښى دى،

زمونږ پټې خطاګانې تا ته ښکاره دى.

۹زمونږ ژوند ستا په قهر کښې تېر شو،

زمونږ ژوند په اهونو کښې ختم شو.

۱۰زمونږ د ژوند موده اويا کاله وى،

او کۀ مونږ طاقت ولرُو نو اتيا کاله به وى.

خو دا ټول په خفګان او تکليفونو تېروو.

او دا زر تېريږى او مونږ ترې نه فنا کيږُو.

۱۱ستا د غصې زور چا ته معلوم دے؟

ځکه چې ستا غصه دومره لويه ده څومره چې ستا نه يره پکار ده.

۱۲تۀ مونږ د خپل ژوند د لنډوالى نه خبر کړه،

ترڅو چې مونږ په عقلمندۍ سره ژوند وکړُو.

۱۳اے مالِکه خُدايه، راشه، دا به ترڅو پورې وى؟

په خپل خِدمتګارانو باندې رحم وکړه.

۱۴مونږ دې په خپله ابدى مينه باندې په سحر کښې ماړۀ کړه،

ترڅو چې مونږ د خوشحالۍ سندرې ووايو او ټول عمر خوشحاله شُو.

۱۵څومره چې په مونږ سخته وه مونږ ته دومره خوشحالى راکړه،

چې څومره عمر زمونږ په غم وو دومره خوشحالى راکړه.

۱۶ستا ټول کارونه دې ستا خِدمتګارانو ته ښکاره شى،

ستا جلال دې پاکه خُدايه د دوئ بچو ته ښکاره شى.

۱۷اے مالِکه خُدايه، پاکه خُدايه، ستا جلال دې په مونږ رانازل شى،

زمونږ د لاسونو کارونه مونږ ته مضبوط کړه او زمونږ د لاسونو کارونو له کاميابى ورکړه.