يوسفزئ
انجیل

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت يوحنا زيرے - نولسم باب

۱بيا پيلاطوس عيسىٰ بوتلو او په کوړو يې ووهلو. ۲او سپاهيانو د ازغو تاج جوړ کړو او هغۀ ته يې په سر کړو او هغۀ ته يې کاسنى چُوغه ورواغوسته. ۳هغوئ هغۀ له راتلل، او ورته يې وئيل، ”اے د يهوديانو بادشاه سلامت.“ او په مخ به يې څپېړه ورکوله. ۴يو ځل بيا پيلاطوس بهر راوتو او يهوديانو ته يې ووئيل چې، ”وګورئ زۀ هغه تاسو له بهر راولم چې تاسو خبر شئ چې ما د هغۀ خلاف هيڅ جرم ونۀ موندلو.“ ۵نو عيسىٰ بهر راغلو د ازغو تاج يې په سر وو او کاسنى چُوغه يې اغوستې وه. پيلاطوس هغوئ ته ووئيل، ”وګورئ، دا هغه سړے دے.“ ۶کله چې مشرانو اِمامانو او د خُدائ د کور محافظانو هغه وليدو هغوئ چغې کړې، ”دے په سولۍ راځوړند کړئ. دے په سولۍ راځوړند کړئ.“ پيلاطوس هغوئ ته ووئيل چې، ”دے بوځئ او په خپله يې په سولۍ کړئ ځکه چې ما د دۀ خلاف هيڅ جرم ونۀ موندلو.“ ۷يهوديانو هغۀ ته جواب ورکړو چې، ”مونږ سره شريعت شته، او د هغه شريعت په مطابق دے د مرګ لائق دے ځکه چې دۀ د خُدائ پاک د زوئ کېدو دعوىٰ کړې ده.“ ۸کله چې پيلاطوس دا واورېدل نو هغه نور زيات يرې واخستلو. ۹هغه خپلې قلعې ته بيا دننه شو او د عيسىٰ نه يې تپوس وکړو چې، ”تۀ د کوم ځائ نه راغلے يې؟“ خو عيسىٰ ورته هيڅ جواب ورنۀ کړو. ۱۰نو پيلاطوس هغۀ ته ووئيل، ”تۀ ما سره خبرې نۀ کوې څۀ؟ تا ته دا معلومه نۀ ده چې ما سره دا اختيار شته چې تا آزاد کړم او دا اختيار هم راسره شته چې تا په سولۍ کړم؟“ ۱۱عيسىٰ هغۀ ته جواب ورکړو چې، ”ستا به په ما باندې هيڅ اختيار نۀ وے کۀ چرې دا د بره نه تا ته نۀ وے درکړے شوے. په دې وجه چا چې زۀ تا ته په حواله کړے يم، هغه د لوئ ګناه مجرم دے.“ ۱۲د هغه ساعت نه پس پيلاطوس ډېر کوشش کولو چې هغه آزاد کړى خو يهوديانو چغې وهلې، ”کۀ تا دا سړے آزاد کړو نو تۀ د رومى قيصر خير خواه نۀ يې. هر څوک چې د بادشاه کېدو دعوىٰ کوى هغه د رومى قيصر مخالفت کوى.“ ۱۳کله چې پيلاطوس دا خبرې واورېدلې نو هغۀ عيسىٰ بهر راوويستو او د عدالت په کُرسۍ هغه ځائ کښېناستو چې دونکاچه ورته وائى يا په آرامى ژبه کښې ورته ګبتا وائى. ۱۴د غرمې په وخت کښې چې د فسح اختر د تيارولو ورځ وه، پيلاطوس يهوديانو ته ووئيل، ”وګورئ، دا دے ستاسو بادشاه.“ ۱۵هغوئ چغې سورې جوړې کړې، ”بو يې ځئ، بو يې ځئ. په سولۍ يې کړه.“ پيلاطوس هغوئ نه تپوس وکړو، ”ستاسو بادشاه په سولۍ کړم څۀ؟“ مشرانو اِمامانو جواب ورکړو چې، ”زمونږ خو د قيصر نه بغېر بل بادشاه نشته.“ ۱۶بيا پيلاطوس عيسىٰ هغوئ ته د سولۍ کولو دپاره په حواله کړو. نو هغوئ عيسىٰ بوتلو.

د حضرت عيسىٰ په سولۍ کول

۱۷او هغۀ خپله سولۍ په خپله پورته کړې وه، او هغه بهر هغه ځائ ته لاړو چې ورته د کوپړو ځائ وائى، او په آرامى ژبه کښې ورته ګولګتا وائى. ۱۸هلته هغوئ هغه په سولۍ کړو او ورسره يې دوه نور هم، يو ښى لاس ته او بل ګس لاس ته، او عيسىٰ د هغوئ په مينځ کښې وو. ۱۹پيلاطوس په سولۍ د يوې تختې لګولو حکم ورکړو چې پرې دا ليک وو، ”عيسىٰ ناصرى د يهوديانو بادشاه.“ ۲۰ډېرو يهوديانو دا تختۍ ولوستله ځکه چې هغه ځائ چې چرته عيسىٰ په سولۍ کړے شو هغه ښار ته نزدې وو، او هغه تختۍ په آرامى، لاطينى او يونانى ژبه کښې ليکلے شوې وه. ۲۱بيا د يهوديانو مشرانو اِمامانو پيلاطوس ته ووئيل، ”دا مۀ ليکئ چې د يهوديانو بادشاه، بلکې داسې وليکئ چې، دۀ وئيلى وُو چې زۀ په خپله د يهوديانو بادشاه يم.“ ۲۲پيلاطوس جواب ورکړو، ”نه، د کومو ليکلو چې ما حکم ورکړے دے هغه ټيک دے.“ ۲۳کله چې سپاهيانو عيسىٰ په سولۍ کړو، هغوئ د هغۀ جامې راواخستې او په څلورو برخو يې تقسيم کړې، د هر يو سپاهى دپاره يوه برخه، او چُوغه يې روغه پرېښوده. ځکه چُوغه لا ګنډلے شوې نۀ وه او د سر نه تر ښکته پورې ټوله د يوې ټوټې وه. ۲۴نو هغوئ يو بل ته ووئيل، ”مونږ ته دا څيرى کول نۀ دى په کار، راځئ چې پرې پچه واچوو، وبه ګورو چې د چا رسيږى.“ دغه شان د صحيفې ليک پوره شو چې، ”هغوئ زما جامې په خپلو کښې تقسيم کړې او زما په چُوغه يې پچه واچوله.“ هم دغه شان سپاهيانو وکړل. ۲۵خو د عيسىٰ د سولۍ سره نزدې د هغۀ مور او ترور او د کلوپاس ښځه مريم او مريم مګدلينى ولاړې وې. ۲۶کله چې عيسىٰ خپله مور د خپل خوږ مريد سره په خوا کښې ولاړه وليده عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”مورې، دا ستا زوئ دے.“ ۲۷هغۀ بيا مريد ته وفرمائيل، ”دغه ستا مور ده.“ د هغه وخت نه پس هغه مريد هغه خپل کور ته بوتله.

د حضرت عيسىٰ مرګ

۲۸د دې نه پس عيسىٰ چې پوهه شو چې هر څۀ پوره شوى دى نو هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تږے يم.“ او دې سره د صحيفې يوه پېشګوئې پوره شوه. ۲۹هلته يو لوښے د تروې سرکې نه ډک پروت وو. نو هغوئ يو اسفنج په کښې لوند کړو او د ويلنې په څانګه يې کېښودو او دا يې د عيسىٰ شونډو ته ورورسولو. ۳۰کله چې سرکه عيسىٰ ته ورکړے شوه نو هغۀ وفرمائيل چې، ”دا کار پوره شو.“ بيا يې سر ټيټ کړو او ساه يې ورکړه.

د حضرت عيسىٰ پوښتۍ په نېزه وهل

۳۱اوس دا د فسح دپاره د تيارۍ کولو د جمعې ورځ وه او راتلونکې ورځ د خاص سبت وه. په دې وجه يهوديانو نۀ غوښتل چې د سبت په ورځ دې مړى په سولۍ پاتې شى، نو هغوئ پيلاطوس ته خواست وکړو چې د دوئ پښې دې ماتې کړے شى او مړى دې راکوز کړے شى. ۳۲نو سپاهيان راغلل او د اولنى سړى پښې يې ماتې کړې او بيا يې د هغه بل سړى پښې ماتې کړې چې عيسىٰ سره په سولۍ شوى وُو. ۳۳خو کله چې هغوئ عيسىٰ له راغلل او وې ليدو چې هغه د اول نه مړ دے، نو هغوئ د هغۀ پښې ماتې نۀ کړې. ۳۴خو د دې باوجود يو سپاهى د هغۀ پوښتۍ په نېزه ووهله او سمدستى ترې د وينو او اوبو دارې روانې شوې. ۳۵هغه سړى چې دا وکتل هغۀ ګواهى ورکړه او د هغۀ ګواهى رښتيا ده. هغه رښتيا خبرې کوى د دې دپاره چې تاسو هم ايمان راوړئ. ۳۶دا کارونه وشول نو چې د صحيفې وينا پوره شى چې، ”د هغۀ يو هډوکے به هم مات نۀ کړے شى.“ ۳۷او بيا په يو بل آيت کښې راغلى دى چې، ”هغوئ به هغه سړى ته ګورى چې په نېزه يې سورے کړو.“

د حضرت عيسىٰ ښخېدل

۳۸د هغې نه پس يوسف چې د ارمتيه وو د پيلاطوس نه د عيسىٰ د مړى وړلو خواست وکړو. يوسف د عيسىٰ مريد وو خو په پټه ځکه چې هغه د يهوديانو نه يرېدو. د پيلاطوس په اجازت سره هغه راغلو او د هغۀ مړے يې يوړو. ۳۹د هغۀ سره نيکوديموس نومې سړے هم ملګرے شو څوک چې عيسىٰ له د شپې ورغلے وو، او نيکوديموس تقريباً د پنځوس سېره د مُر چيړ سره د عُودو ګډ کړى راوړل. ۴۰هغوئ دواړو د عيسىٰ لاش واخستو او د يهوديانو د ښخولو د رِواج په مطابق يې خوشبودار د کتان کفن کښې ونغښتو. ۴۱په کوم ځائ کښې چې عيسىٰ په سولۍ کړے شوے وو هلته کښې يو باغ وو او په باغ کښې دننه يو نوے قبر وو چې د دې نه وړاندې په کښې لا څوک ښخ شوى نۀ وُو. ۴۲ځکه چې دا د يهوديانو د فسح د تيارۍ ورځ وه او دا قبر د هغه ځائ سره نزدې وو نو هغوئ عيسىٰ په دې کښې کېښودو.