يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او شلم زبور

يروشلم ته د ختلو سرود

د صداقت دُعا

۱په سخته کښې مالِک خُدائ ته سوال زارى کوم،

او زما سوال هغه قبلوى،

۲ما د دروغژنو شونډو نه بچ کړه اے مالِکه خُدايه

او د دوکه بازو ژبو نه مې وساته

۳اے دوکه مارو ژبو هغه به تاسو سره څۀ وکړى؟

او د دې سزا سره به نور تاسو سره څۀ وکړى؟

۴هغه به تاسو ته د جنګيالو د تېرو غشو سره سزا درکړى،

او په سرو سکروټو به سزا درکړى.

۵افسوس دې وى په ما چې زۀ په مسک کښې لکه مسافر اوسېږم،

زۀ د قيدار د خېمو په مينځ کښې اوسېږم.

۶زۀ ډېر زيات اوسېدلے يم

د هغو خلقو په مينځ کښې څوک چې امن نه نفرت کوى.

۷زۀ صُلح خوښوونکے او امن پسند يم،

خو چې کله زۀ د صُلحې خبرې کوم هغوئ جنګ غواړى.