يوسفزئ
د تورات شريف پينځم کِتاب

د ګردان کِتاب - څوارلسم باب

د وير په حقله قانون

۱تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک خلق يئ. نو کله چې تاسو په مړى باندې غم کوئ، نو خپل ځانونه د نورو خلقو په شان مۀ زخمى کوئ يا د تندى نه بره وېښتۀ مۀ کلوئ. ۲تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک خلق يئ، په زمکه باندې چې څومره خلق اوسيږى په هغوئ ټولو کښې يې تاسو د دې دپاره خوښ کړئ چې د هغۀ خپل خاص خلق اوسئ.

حلال او حرام ځناور

۳هيڅ يو حرام څيز مۀ خورئ. ۴تاسو دا ځناور خوړے شئ، څاروى، ګډې، چېلۍ ۵هوسۍ، ځنګلى ګډې، ځنګلى چېلۍ او غرڅۍ، ۶هغه ټول ځناور چې سومونه يې په مينځ بېل وى او بيا بيا شخوند وهى. ۷خو صِرف هغه ځناور به حلال وى چې سومونه يې په مينځ بېل وى او بيا بيا شخوند هم وهى. تاسو اوښ، سوه، يا ځنګلى سوه نۀ شئ خوړلے. دا به خامخا حرام ګڼلے شى، ځکه چې دا بيا بيا شخوند وهى خو سومونه يې په مينځ بېل نۀ دى. ۸خنزيران مۀ خورئ، دا به خامخا حرام ګڼلے شى، کۀ څۀ هم سومونه يې په مينځ بېل دى خو دا بيا بيا شخوند نۀ وهى. دا ځناور مۀ خورئ يا کۀ مړ وى لاس به هم نۀ وروړئ. ۹تاسو هغه هر قِسم کبان خوړلے شئ کوم چې وزر او په څرمن پترى لرى، ۱۰خو داسې د اوبو بل هر يو څيز چې وزر او په څرمن پترى نۀ لرى هغه به نۀ شئ خوړلے، دا به خامخا حرام ګڼلے شى. ۱۱تاسو حلال مارغان خوړلے شئ. ۱۲‏-۱۸دا د هغه مارغانو فهرست دے چې تاسو يې بېخى مۀ خورئ، شاهين، ګونګا، باز، شهباز، باښه، ټپوس، کارغۀ، شتر‌مرغ، سمندرى مرغابۍ، ډينګ، بګلۍ، ماهى خور مارغۀ، غټ ماهى خور مارغۀ، ملا‌چرچک او ښاپېرک. ۱۹ټول الوتونکى حشرات ناپاک دى، هغه مۀ خورئ. ۲۰خو تاسو حلال حشرات خوړلے شئ. ۲۱هغه يو ځناور هم مۀ خورئ، چې په خپل مرګ مړ وى. تاسو سره چې کوم مسافر اوسيږى هغوئ ته دا ورکولے شئ چې وې خورى، يا دا په نورو مسافرو باندې خرڅولے شئ. خو تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک يئ او تاسو د هغۀ خلق يئ. ګډُورے يا د چېلۍ بچے د خپلې مور په پيو کښې مۀ پخوئ.

د لسمې حِصې قانون

۲۲تاسو خامخا لسمه برخه ورکوئ، د خپل هر فصل لسمه حِصه چې تاسو يې هر کال رېبئ. ۲۳بيا هغه يو ځائ ته ځئ کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د خپل عبادت دپاره خوښ کړے دے او هلته د هغۀ په حضور کښې د خپل فصل، ميو او د زيتُونو تېلو او ستاسو د وړومبى پېدا شوى څاروو او ګډو لسمه برخه خورئ. دا د دې دپاره کوئ چې تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک نه د همېشه دپاره يرېدل زده کړئ. ۲۴کۀ د عبادت ځائ ستاسو د کور نه ډېر لرې وى چې هلته د خپل پېداوار لسمه برخه يوسئ چې مالِک خُدائ د هغې برکت درکړے دے، نو بيا داسې وکړئ، ۲۵خپل پېداوار خرڅ کړئ او د دې پېسې د ځان سره د عبادت هغه يو ځائ ته يوسئ. ۲۶چې ستاسو زړۀ څۀ غواړى لکه غټه غوښه، نرۍ غوښه، مے يا شراب، نو په دې پېسو يې واخلئ. او هلته، د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې يې د خپل خاندان سره خورئ او خوشحالى وکړئ. ۲۷هغه ليويان مۀ هېروئ چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى، ځکه چې د هغوئ خپل هيڅ جائيداد نشته. ۲۸د هر درېم کال په آخر کښې د خپلو ټولو فصلونو لسمه برخه راوړئ او په خپلو ښارونو کښې يې ذخيره کوئ. ۲۹دا خوراک د ليويانو دپاره دے، ځکه چې د هغوئ خپل جائيداد نشته او ورسره د هغه مسافرو دپاره، يتيمانو او کونډو دپاره دے چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى. هغوئ ټول دې راځى او د خپل ضرورت څيزونه دې ترې نه اخلى. هم دغه شان کوئ او مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو له ستاسو په هر څۀ کښې برکت درکوى.