يوسفزئ

خط

د کورنتيانو په نوم د پولوس رسول اول خط - يوولسم باب

۱تاسو زما په نقش قدم شئ لکه څنګه چې زۀ د مسيح په نقش قدم روان يم.

په عبادت کښې سر پټول

۲زۀ ستاسو تعريف کوم ځکه چې تاسو په هره خبره کښې ما يادوئ، او څنګه چې ما تاسو ته روايتونه در وسپارل تاسو هغه هم هغه شان برقرار ساتئ. ۳خو زۀ غواړم چې تاسو پوهه شئ چې د هر سړى سر مسيح دے، او خاوند د خپلې ښځې سر دے، او د مسيح سر خُدائ پاک دے. ۴کوم سړے چې په پټ سر دُعا يا نبوت کوى هغه د مسيح بې‌عزتى کوى څوک چې د هغۀ سر دے. ۵خو کومه ښځه چې سر توره دُعا يا نبوت کوى نو هغه د خپل خاوند بې‌عزتى کوى ځکه چې هغه د سر خرئيلې په شان ده. ۶ځکه کۀ يوه ښځه لوپټه نۀ په سره وى نو هغه دې وېښتۀ هم کټ کړى. خو کۀ د ښځې دپاره وېښتۀ کټ کول او سر خرئيل د شرم خبره وى نو لوپټه دې په سره وى. ۷نو د سړى دپاره په کار نۀ دے چې هغه خپل سر پټ کړى ځکه چې سړے د خُدائ پاک د صورت او جلال په شان دے، خو ښځه د سړى جلال ده. ۸ځکه چې سړے د ښځې نه نۀ دے پېدا شوے بلکې ښځه د سړى نه پېدا شوې ده. ۹سړے د ښځې د خاطره نۀ دے پېدا شوے بلکې ښځه د سړى د خاطره پېدا شوې ده. ۱۰نو د فرښتو د ليدو په سبب ښځې له په کار دى چې په خپل سر د اختيار نښه کېږدى. ۱۱خو په مالِک کښې ښځه د سړى نه غېر آزاده نۀ ده او يا سړے د ښځې نه غېر آزاد نۀ دے. ۱۲ځکه څنګه چې ښځه د سړى نه پېدا شوې ده نو سړے هم د ښځې په وسيله پېدا شوے دے، خو ټول څيزونه د خُدائ پاک د طرفه دى. ۱۳تاسو په خپله اِنصاف وکړئ چې ولې ښځې ته مناسب دى چې په سر توره خُدائ پاک ته دُعا وکړى؟ ۱۴ولې فطرت تاسو ته دا نۀ ښائى چې کۀ د سړى اوږدۀ وېښتۀ وى نو دا د هغۀ بې‌عزتى ده؟ ۱۵خو کۀ د ښځې اوږدۀ وېښتۀ وى نو دا د هغې ښُکلا ده، ځکه چې وېښتۀ هغې ته د پردې دپاره ورکړے شوى دى. ۱۶خو کۀ څوک په دې خبره بحث کوى نو نۀ دا زمونږ او نۀ د خُدائ پاک د جماعتونو دستور دے.

په غلطه طريقه عشاء ربانى کول

۱۷خو اوس په دې هداياتو کښې زۀ ستاسو ستائينه نۀ کوم ځکه چې ستاسو رايوځائ کېدل د فائدې نه بلکې د نقصان باعث جوړيږى. ۱۸د ټولو نه اول خو زۀ دا اورم چې کله تاسو په جماعت کښې راغونډېږئ نو تاسو په خپلو کښې بيا په ډلو تقسيمېږئ او زۀ په دې تر څۀ حده پورې يقين هم کوم. ۱۹ځکه چې په تاسو کښې ډله بازى ضرورى ده صرف د دې دپاره چې دا ښکاره شى چې په تاسو کښې څوک رښتينى دى. ۲۰نو کله چې تاسو راجمع کېږئ نو دا په حقيقت کښې تاسو د عشاء ربانۍ خوړلو دپاره نۀ راجمع کېږئ. ۲۱ځکه چې کله د خوراک وخت راشى نو تاسو هر يو خپل خوراک کوئ، او څوک په کښې نهر او څوک نشه پاتې شى. ۲۲نو ولې د خوراک څښاک دپاره ستاسو خپل کورونه نشته څۀ؟ يا ولې تاسو د خُدائ پاک جماعت سپکوئ او هغوئ شرموئ چې چا سره څۀ نشته؟ زۀ تاسو ته څۀ ووايم؟ ولې زۀ ستاسو تعريف وکړم؟ په دې عمل زۀ ستاسو تعريف نۀ کوم. ۲۳ځکه چې کومې خبرې ما تاسو ته حواله کړې نو هغه ما د مالِک نه حاصلې کړې دى، چې په کومه شپه د مالِک عيسىٰ مُخبرى وشوه روټۍ يې راواخسته، ۲۴او کله چې هغۀ پرې شُکر وکړو نو ماته يې کړه او وې فرمائيل چې، ”دا زما بدن دے چې ستاسو دپاره دے. زما په ياد کښې دغه شان کوئ.“ ۲۵هم دغه شان هغۀ د روټۍ نه پس پيالۍ واخسته او وې فرمائيل چې، ”دا پيالۍ زما په وينه کښې د خُدائ پاک او انسانانو په مينځ کښې نوے لوظ دے. هر کله چې دا څښئ نو زما په ياد کښې يې څښئ.“ ۲۶نو هر کله چې تاسو دا روټۍ خورئ او دا پياله څښئ نو تاسو د مالِک د مرګ اعلان کوئ ترڅو چې هغه رانۀ شى. ۲۷نو په دې وجه چې څوک په نامناسبه طريقې سره د مالِک روټۍ خورى يا د هغۀ د پيالۍ نه څښى، نو هغه به د مالِک د بدن او د وينې قصوروار وى. ۲۸د عشائى ربانى روټۍ خوړلو او پيالۍ څښلو نه اول خپل ځان وآزمائى. ۲۹نو ځکه چې څوک په خوراک څښاک کښې د مالِک د بدن خيال ونۀ ساتى، نو هغه به په هغه خوړلو څښلو سزا بيا مومى. ۳۰نو په دې وجه په تاسو کښې ډېر کمزورى او بيماران دى او ځينې مړۀ شوى دى. ۳۱خو کۀ چرې مونږ خپله خپل ځان وآزمايو نو مونږ به د هغۀ د عدالت نه بچ شُو. ۳۲خو کله چې مالِک زمونږ عدالت وکړى نو دا زمونږ د اصلاح دپاره کوى د دې دپاره چې مونږ د نورې دُنيا سره مجرمان نۀ شو. ۳۳نو زما وروڼو او خوېندو، کله چې تاسو د عشاء ربانۍ دپاره راجمع شئ نو د يو بل اِنتظار کوئ. ۳۴کۀ تاسو اوږى يئ نو اول بيا په کور کښې روټۍ خورئ، نو چې ستاسو رايوځائ کېدل تاسو مجرم نۀ کړى. د نورو خبرو په حقله به زۀ هدايات درکړم کله چې زۀ بيا درشم.