يوسفزئ
د تورات شريف درېم کِتاب

د ليويانو کِتاب - ديارلسم باب

د څرمنې د بيمارۍ په حقله قانون

۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته دا اصُول وښودل. ۲کۀ د چا په څرمن زخم وى يا پړسوب يا دانه وى چې د دې دا يره وى چې د دې نه به لکه د جذام بيمارى جوړه شى، نو هغه به د هارون د خاندان اِمام ته راوستلے شى. ۳اِمام به زخم وګورى او کۀ په دې کښې وېښتۀ سپين شوى وى او زخم د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب ښکارېدو، نو دا د جذام بيمارى ده او اِمام به اِعلان وکړى چې دا کس ناپاکه دے. ۴خو کۀ زخم سپين وى او د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب نۀ ښکارى او وېښتۀ هم سپين شوى نۀ وى، نو اِمام به هغه د اووۀ ورځو دپاره د نورو نه جدا وساتى. ۵اِمام به په اوومه ورځ هغه بيا وګورى او کۀ د هغۀ په خيال کښې زخم هم هغه شان ښکارى او خور شوے نۀ وى، نو هغه به يې د نورو اووۀ ورځو دپاره جدا وساتى. ۶اِمام به په اوومه ورځ هغه بيا وګورى او کۀ زخم اوچ شوے وى او خور شوے نۀ وى، نو هغه به اِعلان وکړى چې دا کس پاک دے، دا بس صِرف زخم دے. نو هغه کس دې خپلې جامې ووينځى او هغه به پاک شى. ۷خو کۀ د اِمام د کتلو نه پس زخم خوريږى او اِمام اِعلان کړے وى چې دا پاک دے نو هغه به خامخا د اِمام په مخکښې بيا حاضريږى. ۸اِمام به هغه بيا وګورى او کۀ دا خور شوے وى، نو اِمام به اِعلان وکړى چې هغه ناپاک دے، دا د جذام بيمارى ده. ۹کۀ د چا د جذام بيمارى وى، نو اِمام له به راوستلے شى، ۱۰اِمام به دے وګورى. کۀ د هغۀ په څرمن زخم سپين وى کوم چې وېښتۀ سپينوى او د پيپ نه ډک وى، ۱۱دا د جذام يوه بيمارى ده چې د ډېر وخت نه ده. اِمام به اِعلان وکړى چې دا ناپاک دے، د هغۀ د نورو نه د جدا کولو ضرورت نشته، ځکه چې هغه په ښکاره ناپاکه دے. ۱۲کۀ د جذام بيمارى خوريږى او هغه کس يې د سر نه تر پښو پورې پټ کړے وى، کوم ځايونه چې اِمام ته ښکارى، ۱۳نو اِمام به هغه بيا وګورى. کۀ هغۀ ته پته ولګى چې دا بيمارى د هغۀ د ټول وجود نه ختمه شوې ده، نو هغه به اِعلان وکړى چې دا پاک دے. کۀ دې بيمارۍ سره د هغۀ ټول وجود سپين شوے وى، نو هغه پاک دے. ۱۴خو چې د کوم وخت نه کولاو زخم ښکاره شى، نو هغه به ناپاک وى. ۱۵کله چې اِمام دا کولاو زخم وګورى، نو هغه به اِعلان وکړى چې دا ناپاک دے. د کولاو زخم مطلب دا دے چې دا د جذام بيمارى ده او هغه کس ناپاک دے. ۱۶خو چې کله زخم روغ شى او بيا سپين شى، نو هغه کس به اِمام له لاړ شى، ۱۷هغه به يې بيا وګورى. کۀ زخم سپين شوے وى، نو هغه پاک دے او اِمام به اِعلان وکړى چې دا پاک دے. ۱۸کۀ په يو کس دانه وى چې روغه شوى وى ۱۹او کۀ د دې نه پس پړسوب يا سور بخن يا سپين بخن داغ راښکاره شى چرته چې دانه وه، نو هغه به دا اِمام ته وښائى. ۲۰اِمام به هغه وګورى او کۀ دانه د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوبه ښکارى او وېښتۀ په کښې سپين شوى وى، نو هغه به اِعلان وکړى چې دا ناپاکه دے. دا د جذام بيمارى ده چې په دانه کښې شروع شوې ده. ۲۱خو کۀ اِمام دا وګورى او پته ورته ولګى چې په دې کښې وېښتۀ سپين شوى نۀ دى او دا د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوبه نۀ وى، خو چې دا اوچه شوې وى، نو اِمام به هغه اووۀ ورځې د نورو نه جدا کړى. ۲۲کۀ داغ خور شى، نو اِمام به اِعلان وکړى چې هغه ناپاکه دے، دا د بيمارۍ يوه نښه ده. ۲۳خو کۀ دا په خپل ځائ کښې ايسار شى او خور نۀ شى، نو دا د دانې نه پاتې شوې نښه ده او اِمام به اِعلان وکړى چې دا کس پاک دے. ۲۴کۀ يو کس سوزېدلے وى، کۀ دا کچه غوښه سپينه يا سره بخنه سپينه شى، ۲۵اِمام به هغه وګورى. کۀ په دانه کښې وېښتۀ سپين شوى وى او دا د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوبه ښکارى، دا د جذام بيمارى ده چې د سوزېدو په وجه شروع شوې ده او اِمام به اِعلان وکړى چې دا ناپاک دے. ۲۶خو کۀ په دې کښې وېښتۀ سپين شوى نۀ وى او د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوبه نۀ وى، خو چې اوچه شوې وى، نو اِمام به هغه تر اووۀ ورځو پورې د نورو نه جدا کړى. ۲۷اِمام به هغه په اوومه ورځ بيا وګورى او کۀ دا خوريږى، نو دا د جذام بيمارى ده او اِمام به اِعلان وکړى چې دا ناپاک دے. ۲۸خو کۀ داغ په خپل ځائ ايسار شى او خور نۀ شى او اوچ شى، نو دا د جذام بيمارى نۀ ده. اِمام به اِعلان وکړى چې دا پاک دے، ځکه چې داسې تش د سوزېدلى ځائ نښه وى. ۲۹کله چې د يو سړى يا ښځې په سر يا زنه باندې زخم وى، ۳۰اِمام به دا وګورى. کۀ چرې د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب ښکارى او وېښتۀ په کښې زېړ بخن او نرى ښکارى، نو دا د جذام بيمارى ده او هغه به اِعلان وکړى چې دا کس ناپاک دے. ۳۱کۀ چرې اِمام هغه وګورى، کۀ زخم د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب نۀ ښکارى، خو تر اوسه پورې په کښې تور وېښتۀ نۀ وى نو هغه به دا د اووۀ ورځو دپاره د نورو نه جدا کړى. ۳۲اِمام به په اوومه ورځ هغه زخم بيا وګورى او کۀ دا خور شوے نۀ وى او په دې کښې زېړ بخن وېښتۀ نۀ وى او د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب نۀ ښکارى، ۳۳نو هغه کس به د زخم د ځائ نه بغېر نور سر کل کړى. اِمام به يې بيا د نورو اووۀ ورځو دپاره جدا کړى. ۳۴په اوومه ورځ به بيا اِمام هغه زخم وګورى او کۀ دا خور شوے نۀ وى او د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب نۀ ښکارى، نو هغه به اِعلان وکړى چې دا پاک دے. هغه کس به خپلې جامې ووينځى او هغه به پاک شى. ۳۵خو چې کله هغه اِعلان وکړى چې دا پاک دے او د هغې نه پس زخم خور شى، ۳۶اِمام به هغه بيا وګورى. کۀ زخم خور شوے وى، نو هغۀ ته ضرورت نشته چې زېړ بخن وېښتۀ وګورى، هغه کس ښکاره ناپاک دے. ۳۷خو کۀ د اِمام په خيال کښې زخم خور شوے نۀ وى او تور وېښتۀ په کښې شوى وى، نو زخم روغ شوے دے او اِمام به اِعلان وکړى چې هغه پاک دے. ۳۸چې کله د يو سړى يا ښځې په څرمن سپينې دانې وى، ۳۹اِمام به هغه کس وګورى. کۀ داغونه اوچ او سپين وى، نو دا بس صِرف يوه ګرمکه ده چې په څرمن باندې راختلې ده، هغه کس پاک دے. ۴۰‏-۴۱کۀ د يو سړى مخکښېنى يا وروستنى د سر وېښتۀ غورزېدلى وى، نو د دې په وجه هغه نۀ ناپاکه کيږى. ۴۲خو چې کوم ځائ ګنجے وى کۀ په هغې باندې سپين يا سور بخن سپين زخم ښکاره شى، نو دا د جذام بيمارى ده. ۴۳اِمام به هغه وګورى او کۀ زخم سور بخن سپين وى، ۴۴نو اِمام به اِعلان وکړى چې هغه ناپاک دے، ځکه چې د هغۀ په سر باندې د جذام بيمارى ده. ۴۵د کوم کس چې د جذام بيمارى وى نو هغه به خامخا شلېدلې جامې اغوندى، خپل وېښتۀ به ببر پرېږدى، خولۀ او پوزه دې پټه کړى او چغې دې وهى، ”زۀ ناپاک يم، زۀ ناپاک يم.“ ۴۶چې تر کومې پورې د هغۀ دا بيمارى وى نو هغه به ناپاک وى او هغه به د خېمو نه بهر، د نورو نه لرې اوسيږى.

په جامو او څرمن کښې د ناپاکۍ قانون

۴۷‏-۴۸چې کله په کپړو د وروستوالى پشم ولګى، کۀ هغه د وړۍ يا د کتان وى يا کۀ په څرمن باندې وى يا په داسې څۀ څيز باندې هم وى چې د څرمنې نه جوړ وى، ۴۹کۀ دا پشم شين بخن يا سور بخن وى، دا يو خورېدونکے پشم دے او دا به خامخا اِمام ته ښودلے شى. ۵۰اِمام به يې وګورى او هغه څيز به تر اووۀ ورځو پورې جدا کېږدى. ۵۱هغه به دا په اوومه ورځ بيا وګورى او کۀ پشم پرې خور شوے وى، نو هغه څيز ناپاک دے. ۵۲اِمام به دا وسوزوى، ځکه چې دا يو خورېدونکے پشم دے کوم چې به خامخا په اور ختمولے شى. ۵۳خو، کۀ هغه دا وګورى او اِمام ته پته ولګى چې پشم په هغه څيز باندې خور شوے نۀ دے، ۵۴هغه به حُکم وکړى چې دا دې ووينځلے شى او د نورو اووۀ ورځو دپاره دې جدا وساتى. ۵۵بيا به هغه دا وګورى او کۀ پشم خپل رنګ نۀ وى بدل کړے او خور شوے هم نۀ وى، دا بيا هم ناپاک دے، خرابتيا کۀ د دې مخې ته وى يا شا ته وى تاسو هغه څيز وسوزوئ. ۵۶خو چې بيا يې وګورى، چې پشم اوچ شوے وى، نو هغه دې د هغه کپړې يا څرمنې نه خرابه شوې حِصه وشلوى. ۵۷کۀ پشم بيا راڅرګند شى او خوريږى، نو د دې مالِک به دا څيز وسوزوى. ۵۸کۀ هغه دا څيز ووينځى او داغونه ورک شى، هغه به دا بيا ووينځى او دا به پاک شى. ۵۹نو دا قانون په کپړه د پشم په حقله دے، کۀ هغه پشم په وړۍ يا په لټه وى، يا د لټې يا د وړۍ په کپړه وى، يا د څرمنې جوړ شوى څيز باندې وى، نو د دې په بنياد به فېصله کولے شى چې دا پاک دى او کۀ ناپاک دى.