يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت حزقى‌ايل نبى کِتاب - اووۀ دېرشم باب

د اوچو هډُوکو دره

۱د مالِک خُدائ لاس په ما وو، او هغۀ زۀ د مالِک خُدائ د روح په وسيله رابهر کړم او د يوې درې مينځ کښې يې ودرولم، او دا د هډوکو نه ډکه وه. ۲هغۀ زۀ د هغوئ په مينځ کښې مخکښې وروستو وګرځولم، او ما هلته ډېر زيات هډُوکى د هغې درې په زمکه وليدل. او هغه هډُوکى ډېر اوچ وُو. ۳هغۀ ما نه تپوس وکړو، ”اے بنى آدمه، ولې دا هډُوکى ژوندى کېدے شى؟“ نو ما ورته په جواب کښې ووئيل، ”اے مالِک قادر مطلق خُدايه، صرف تۀ په دې پوهېږې.“ ۴بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دې هډوکو ته پېشګوئې وکړه او ورته ووايه، اوچو هډوکو، د مالِک خُدائ کلام واورئ. ۵مالِک قادر مطلق خُدائ دې هډوکو ته دا فرمائى چې، ګوره زۀ به په تاسو کښې ساه واچوم، او تاسو به راژوندى شئ. ۶زۀ به په تاسو باندې پلې، غوښه راولم او په څرمن کښې به مو پټ کړم، زۀ به په تاسو کښې ساه واچوم، او تاسو به راژوندى شئ. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ ‎يم.“ ۷نو ما هم هغه شان پېشګوئې وکړه څنګه چې ما ته حکم شوے وو. او کله چې ما پېشګوئې کوله، نو ناګهانه بيا ما د هډوکو کړسار او شور واورېدو، او هډُوکى خپلو کښې يو بل سره يوځائ شول او ډانچې ورنه جوړې شوې. ۸نو بيا ما وليدل چې، پلې او غوښې په هغوئ باندې راغلې او بيا په څرمن کښې پټ شول، خو په هغوئ کښې ساه نۀ وه. ۹بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”ساه ته پېشګوئې وکړه، پېشګوئې وکړه، اے بنى آدمه، او ورته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى، اے ساه، د څلورو طرفونو هواګانو نه راشه، او په دې قتل شوو کښې ننوځه چې هغوئ راژوندى شى.“ ۱۰نو ما هم هغه شان پېشګوئې وکړه څنګه چې هغۀ ما ته حکم وکړو، او ساه په هغوئ کښې راغله، هغوئ راژوندى شول او په خپلو پښو ودرېدل، يو ډېر لوئ لښکر ترې جوړ شو. ۱۱بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، دا هډوکى د ټول بنى اِسرائيلى قوم دى. هغوئ وائى چې، زمونږ هډوکى اوچ شوى دى او زمونږ اُميد ختم شوے دے، او مونږ ختم شوى يُو. ۱۲نو په دې وجه پېشګوئې وکړه او هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ګورئ، اے زما خلقو، زۀ به ستاسو قبرونه پرانيزم او د هغوئ نه به مو بهر راوکاږم او زۀ به تاسو واپس د اِسرائيل زمکې ته راولم. ۱۳نو بيا به تاسو زما خلق په دې خبره پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم، کله چې زۀ ستاسو قبرونه پرانيزم او تاسو د دې نه راوکاږم. ۱۴زۀ به خپل روح په تاسو کښې واچوم او تاسو به ژوندى شئ، او زۀ به تاسو په خپله زمکه آباد کړم. بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې ما مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى وُو، هغه ما وکړل. مالِک خُدائ داسې فرمائى.“

د يهوداه او د اِسرائيل يو ځائ کېدل

۱۵د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، ۱۶”اے بنى آدمه، يو امسا راواخله او په هغې وليکه چې دا د يهوداه او هغۀ سره ولاړې قبيلې دى. بيا يو بله امسا راواخله او په هغې دا وليکه چې، د اِفرائيم امسا، دا د يوسف او د ټولو بنى اِسرائيلو د شمالى قبيلو ده چې ورسره ولاړې دى. ۱۷بيا هغوئ په يوه امسا کښې داسې يو ځائ کړه چې ستا په لاس کښې هغوئ يو بل سره ونښلى. ۱۸کله چې ستا د مُلک خلق ستا نه تپوس وکړى چې، ولې تۀ به مونږ ته دا نۀ وائې چې د دې څۀ مطلب دے؟ ۱۹هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به د يوسف امسا راواخلم کومه چې د اِفرائيم په لاس کښې ده او د بنى اِسرائيلى قبيلو سره ده چې دۀ سره يې اِتحاد دے او دا د يهوداه امسا سره يو ځائ کوم، او د هغوئ نه يوه امسا جوړوم. او هغه دواړه به زما په لاس کښې يو شى. ۲۰نو په کومو امساګانو دې چې ليکل وکړل د هغه خلقو د سترګو د وړاندې يې ونيسه ۲۱او هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به بنى اِسرائيل د هغه قومونو د مينځ نه راوکاږم چرته چې هغوئ تللى دى. زۀ به هغوئ د هرې خوا نه رايوځائ کړم او هغوئ به خپل مُلک ته واپس راولم. ۲۲زۀ به د بنى اِسرائيلو په مُلک او د بنى اِسرائيلو په غرونو کښې د هغوئ نه يو قوم جوړ کړم. په هغوئ ټولو به يو بادشاه حکومت کوى او هغوئ به بيا هيڅکله نۀ دوه قومونه شى او نۀ به په دوو بادشاهتونو تقسيم شى. ۲۳هغوئ به نور خپل ځانونه نۀ پليتوى په خپلو بُتانو او نۀ په بدو شکلونو او نۀ په خپلو نورو ګناهونو باندې، ځکه چې زۀ به هغوئ د خپلو ناروا واپس کېدو نۀ وساتم، او زۀ به هغوئ پاک کړم. هغوئ به زما خلق وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم. ۲۴زما خِدمتګار داؤد به د هغوئ بادشاه او د هغوئ ټولو به يو شپونکے وى. هغوئ به زما په اصُولو عمل کوى او زما د قانون د منلو به ډېر خيال ساتى. ۲۵هغوئ به په هغه مُلک کښې اوسيږى کوم چې ما خپل خِدمتګار يعقوب له ورکړے دے، هغه مُلک چې په کښې ستاسو پلار نيکۀ اوسېدل. هغوئ او د هغوئ ماشومان به نسل در نسل په دې کښې د تل دپاره اوسيږى، او داؤد زما خِدمتګار به د تل دپاره د هغوئ شهزاده وى. ۲۶زۀ به د هغوئ سره د امن يو لوظ وکړم، او دا به ابدى لوظ وى. زۀ به هغوئ په خپل مُلک کښې آباد کړم او د هغوئ شمېر به زيات کړم، او زۀ به د هغوئ په مينځ کښې خپله مقدسه عبادتګاه د تل دپاره جوړه کړم. ۲۷زما د اوسېدو ځائ به د هغوئ سره وى، زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم، او هغوئ به زما خلق وى. ۲۸نو بيا قومونه به په دې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ بنى اِسرائيل مقدس کړل، کله چې زما مقدسه عبادتګاه د تل دپاره د هغوئ په مينځ کښې ده.“