يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت حزقى‌ايل نبى کِتاب - نهم باب

د بُت پرستانو قتلول

۱نو بيا مالِک خُدائ په اوچت آواز سره وفرمائيل، ”هغه کسان راولئ کوم چې د ښار د سزا ورکولو دپاره مقرر شوى دى نو هغوئ ته ووايه چې هر يو د خپلو تباه کوونکو وسلو په لاس راشى.“ ۲نو بيا شپږ کسان د شمال بره طرف دروازې نه راښکاره شُو، د هر يو په لاس کښې وژونکې وسله وه. د هغوئ سره يو کس وو چې د کتان جامې يې وې، چا سره چې د خط و کتابت سامان په څنګ کښې وو. هغوئ ټول د مالِک خُدائ د کور دربار ته لاړل او د زېړو د قربان‌ګاه په خوا کښې ودرېدل. ۳بيا د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک جلال د وزرو والا مخلوق دپاسه راوچت شو، په کوم ځائ کښې چې هغه وو، نو بيا د خُدائ د کور درشل ته لاړو. نو بيا مالِک خُدائ هغه کس ته آواز وکړو چې د کتان جامې يې اچولې وې د چا سره چې د خط و کتابت سامان وو. ۴او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”د يروشلم په ټول ښار کښې وګرځه او د هر هغه چا په تندى باندې نښه ولګوه څوک چې وير او ماتم کوى په هغه ټولو حرامو کارونو باندې چې په دې کښې وشى.“ ۵نو چې ما غوږ ونيولو، هغۀ هغه نورو ته وفرمائيل، ”په ښار کښې هغۀ پسې ځئ او خلق مړۀ کړئ، په چا زړۀ مۀ سوزوئ او مۀ په چا رحم کوئ. ۶بوډاګان، ځوانان، پېغلې، ښځې، او ماشومان، حلال کړئ، خو هغوئ ته لاس مۀ وروړئ د چا په تندى باندې چې نښه لګېدلې وى. زما د مقدس ځائ نه شروع وکړئ.“ نو بيا هغوئ دا کار د هغه مشرانو نه شروع کړو چې د خُدائ د کور په مخکښې ولاړ وُو. ۷نو بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”زما کور پليت او زما دربار د مړو د لاشونو نه ډک کړئ. ځئ لاړ شئ.“ نو هغوئ بهر لاړل او په ټول ښار کښې يې په مرګ شروع وکړه. ۸نو کله چې هغوئ خلق وژل او زۀ يواځې پاتې شوم، نو زۀ پړمخې پرېوتم او چغې مې کړې، ”اے مالِک قادر مطلق خُدايه، په يروشلم باندې د خپل غضب په نازلېدو سره ولې تۀ د بنى اِسرائيلو دا بچ پاتې شوى خلق به هم تباه کوې؟“ ۹نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”د اِسرائيل او د يهوداه د خلقو ګناهونه ډېر بې‌حده غټ دى، مُلک د قتل و غارت نه ډک دے او ښار د بې‌اِنصافۍ نه ډک دے. هغوئ وائى، مالِک خُدائ دا مُلک پرېښے دے، مالِک خُدائ دا نۀ وينى. ۱۰نو زۀ به هغوئ ته د رحم په سترګه نۀ ګورم او نۀ به هغوئ بچ کړم، خو زۀ به هم د دوئ په سرونو هغه څۀ راولم څۀ چې هغوئ کړى دى.“ ۱۱بيا هغه سړى چې د کتان جامې يې اچولې وې او د خط و کتابت سامان ورسره وو هغۀ دا خبر راوړو، او وې وئيل، ”ما هغه څۀ وکړل څنګه چې تا حکم کړے وو.“