يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - څلور شپېتم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور

د دشمنانو د شر نه د حفاظت دُعا

۱اے پاکه خُدايه، زما آواز تۀ واوره،

زما ژوند د دشمنانو د يرې نه وساته.

۲ما د بدعمله د پټو منصوبو نه په امان کړه،

ما د بدکردارو د قبيلې نه په امان کړه.

۳خپلې ژبې يې لکه د تُورو په شان تېرې کړې دى،

او د هغوئ بدې او ترخې خبرې لکه وژونکو غشو په شان دى،

۴هغوئ د پټ ځائ نه په بې‌ګناه کس ګزارونه کوى.

دوئ د چا نه نۀ يريږى ناڅاپه پرې ګزارونه کوى.

۵په بدو منصوبو کښې دوئ د يو بل ډاډګيرنه کوى.

او په خپلو کښې په مشورې سره پټ دامونه ږدى،

په خپلو کښې دا خيال کوى چې څوک به مونږ وګورى؟

۶دوئ په بې‌اِنصافۍ سره منصوبې جوړوى،

او دوئ وائى چې، ”مونږ ډېره ښۀ منصوبه جوړه کړُو.“

د انسان عقل او زړۀ دواړه څومره چالاکه دى.

۷خو خُدائ پاک به دوئ په غشو باندې ولى،

او ناګهانه به دوئ زخمى کړى.

۸د دوئ خپلې ژبې به هم دوئ تباه کوى.

هر هغه څوک چې دوئ ته ګورى نو په سپکه به خپل سرونه هغوئ پورې خوځوى،

۹او ټول انسانان به وۀ يريږى.

دوئ به د خُدائ پاک د شان کارونه بيان کړى،

او د هغۀ په کارونو به فکر کوى.

۱۰ټول صادقان دې د مالِک خُدائ خوشحالى وکړى

او په هغۀ کښې دې پناه واخلى.

او ټول نېکان دې د خُدائ پاک ثناء صِفت ادا کړى.