يوسفزئ
د تورات شريف درېم کِتاب

د ليويانو کِتاب - اوويشتم باب

د مالِک خُدائ د تُحفو په حقله قانون

۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ۲”بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايه. کله چې د يو خاص منښتې په پوره کېدو کښې يو کس مالِک خُدائ ته وقف کيږى، نو هغه به د دې قيمت په ورکولو سره آزاد کړے شى، ۳‏-۷کوم چې د منلے شوى معيار په مطابق وى يعنې بالغ نارينه چې عُمر يې د شلو کالو نه تر شپېتو کالو پورې وى، پنځوس د سپينو زرو سيکې. بالغه ښځه، دېرش د سپينو زرو سيکې. نارينه ځوان، چې عُمر يې د پينځو نه واخله تر شلو کالو پورې وى، شل د سپينو زرو سيکې. ځوانه ښځه، لس د سپينو زرو سيکې. ماشوم چې عُمر يې د پينځو کالو نه کم وى، پينځۀ د سپينو زرو سيکې. ماشومه، درې د سپينو زرو سيکې. هغه نارينه چې عُمر يې د شپېتو کالو نه زيات وى، پينځلس د سپينو زرو سيکې. هغه ښځه چې عُمر يې د شپېتو کالو نه زيات وى، لس د سپينو زرو سيکې. ۸کۀ يو کس منښته منلې وى او ډېر غريب وى چې هغه معيارى قيمت نۀ شى ورکولے، نو هغه کس دې اِمام له راولى او اِمام به کم قيمت مقرر کړى، چې د هغه کس د وس په مطابق وى. ۹کۀ هغه منښته د يو ځناور وى چې مالِک خُدائ ته د يوې نذرانې په توګه د قبلېدو قابل وى، نو داسې تُحفه چې مالِک خُدائ ته پېش کيږى هغه مقدسه ده، ۱۰او کۀ يو کس منښته ومنى نو هغه ځناور په بل ځناور نۀ شى بدلېدلے. کۀ چرې هغه بدل کړى، نو داوړه ځناور به د مالِک خُدائ وى. ۱۱خو کۀ هغه ځناور حرام وى، کوم چې مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه د قبلېدو قابل نۀ وى، نو هغه کس به هغه ځناور اِمام له بوځى. ۱۲اِمام به د دې ښۀ‌والى او بد‌والى په مطابق قيمت مقرر کړى او دا به آخرى قيمت وى. ۱۳کۀ هغه کس دا واپس اخستل غواړى، نو هغه به د دې قيمت سره شل فيصده سېوا ورکړى. ۱۴کله چې يو کس خپل کور مالِک خُدائ ته وقف کوى، نو اِمام به د دې د ښۀ‌والى يا بد‌والى په مطابق د دې قيمت مقرر کړى او دا به آخرى قيمت وى. ۱۵کۀ هغه کس چا چې دا کور وقف کړے وى او دا واپس اخستل غواړى، نو هغه به خامخا د دې قيمت سره شل فيصده زيات ورکړى. ۱۶کۀ څوک د خپلې زمکې څۀ حِصه مالِک خُدائ ته وقف کوى، نو د دې قيمت به د هغه تخم په مطابق مقررولے شى چې څومره په کښې کَرل په کار وى، دا قيمت به د سپينو زرو لس سيکې د شلو کلو اوربشو دپاره وى. ۱۷کۀ هغه کس دا زمکه د واپس اخستلو کال باندې وقف کړى، نو د دې زمکې قيمت به پوره ورکولے شى. ۱۸خو کۀ چرې هغه کس خپله زمکه د دې نه وروستو وقف کړى، اِمام به د هغې بيعه د هغه کالونو د شمېر په مطابق حساب کړى چې د واپس اخستلو تر راتلونکى کال پورې پاتې وى او د کالونو د کمى په وجه به کمه بيعه مقرر کړى. ۱۹چا چې دا زمکه وقف کړې وى کۀ هغه کس دا واپس اخستل وغواړى، نو هغه به خامخا د دې قيمت سره شل فيصده زيات ورکوى. ۲۰کۀ هغه کس دا زمکه د مالِک خُدائ نه واپس اخستلو نه مخکښې په بل چا باندې خرڅه کړى، نو د هغۀ حق نۀ جوړيږى چې دا واپس واخلى. ۲۱د واپس اخستلو پسې کال به هغه پټے د همېشه دپاره د مالِک خُدائ شى، دا به د اِمامانو وى. ۲۲کۀ څوک مالِک خُدائ ته يو پټے وقف کوى چې هغۀ اخستے وى، ۲۳اِمام به د واپس اخستلو پسې کال پورې د کالونو د شمېر په مطابق د دې د قيمت اندازه ولګوى او هغه کس به خامخا هم په هغه ورځ د دې قيمت ورکړى، دا پېسې به د مالِک خُدائ شى. ۲۴د واپس اخستلو په کال به دا پټے واپس د دې اصلى مالِک يا د هغۀ اولاد ته ملاويږى. ۲۵ټول قيمتونه به د منلے شوى معيار په مطابق مقررولے شى. ۲۶په ځناورو کښې د ټولو نه وړومبى پېدا شوى بچى د مالِک خُدائ وى، نو هيڅ څوک دا هغۀ ته د يوې رضاکارانه نذرانې په توګه نۀ شى پېش کولے. يو سخے، ګډُورے يا يو د چېلۍ بچے دا د مالِک خُدائ وى، ۲۷خو وړومبے پېدا شوے يو حرام ځناور د معيارى قيمت سره شل فيصده زيات ورکولو باندې واپس اخستلے شى. کۀ دا واپس وانۀ خستلے شى، نو دا دې په چا باندې په معيارى قيمت خرڅ کړے شى. ۲۸کوم څيز چې مالِک خُدائ ته بغېر د څۀ شرط نه وقف شوے وى، نو هيڅ څوک به دا نۀ خرڅولے شى او نۀ به يې واپس اخستلے شى، کۀ هغه بنى آدم، ځناور، يا زمکه وى، دا به د همېشه دپاره د مالِک خُدائ وى. ۲۹کۀ په چا باندې د مرګ فېصله شوې وى نو هغه به خامخا وژلے شى او واپس به نۀ شى اخستلے. ۳۰د زمکې د ټول پېداوار لسمه حِصه د مالِک خُدائ ده، کۀ هغه غله وى يا مېوه وى. ۳۱کۀ يو کس دا واپس اخستل غواړى، نو هغه به خامخا د منلے شوى قيمت سره شل فيصده زيات ورکوى. ۳۲هر يو لسم څاروے د مالِک خُدائ دے. کله چې ځناور شمېرلے شى، نو هر يو لسم به د مالِک خُدائ وى. ۳۳مالِک دې ځناورو له داسې ترتيب نۀ ورکوى چې خراب ځناور ترې خوښ کړے شى او بدلولے رابدلولے يې هم نۀ شى. کۀ هغۀ يو ځناور په بل ځناور بدل کړو، نو بيا به دواړه د مالِک خُدائ وى او واپس به نۀ شى اخستلے.“ ۳۴دا هغه حُکمونه دى چې مالِک خُدائ موسىٰ له د سينا په غرۀ باندې د بنى اِسرائيلو دپاره ورکړل.