يوسفزئ

خط

د کورنتيانو په نوم د پولوس رسول اول خط - شپږم باب

د ايماندارانو په مينځ کښې مقدمه

۱ولې تاسو دا جرأت کوئ چې کله ستاسو د خپل ايماندار ورور سره مقدمه وى نو تاسو د فېصلې دپاره دا د بې‌دينه خلقو عدالت ته پېش کوئ او مقدسينو ته يې نۀ پېش کوئ؟ ۲ولې تاسو ته دا پته نشته چې مقدسين به د دُنيا عدالت کوى؟ نو چې تاسو به د دُنيا عدالت کوئ نو ولې تاسو د دې جوګه نۀ يئ چې د معمولى نه معمولى مقدمو فېصلې وکړئ؟ ۳ولې تاسو ته پته نشته چې مونږ به د فرښتو عدالت کوُو؟ نو بيا به تاسو عامې مقدمې نۀ شئ فېصله کولے څۀ؟ ۴نو کۀ ستاسو په مينځ کښې عامې مقدمې وى نو ولې تاسو هغه خلق منصفان مقرروئ چې په جماعت کښې د هغوئ څۀ حيثيت نۀ وى؟ ۵تاسو ته زۀ دا د شرمولو دپاره وايم چې ولې په تاسو کښې څوک هم دومره هوښيار نشته چې هغه د دوو ايماندارانو په مينځ کښې فېصله وکړى؟ ۶ځکه چې يو ايماندار د بل ايماندار خلاف عدالت ته ځى او هغه هم بې‌دينو خلقو له. ۷په حقيقت کښې په يو بل مقدمه کول ستاسو غلطى ده. آيا دا به ښۀ نۀ وه چې هغه نا اِنصافى مو برداشت کړے وے؟ او يا کۀ چا تاسو له دوکه درکړى وه او په هغې مو صبر کړے وے؟ ۸خو تاسو په خپله ايماندارانو سره بد کوئ او ورله دوکه ورکوئ. ۹ولې تاسو په دې خبر نۀ يئ چې بدکاران به د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارثان نۀ شى؟ ځان مۀ دوکه کوئ، نۀ به حرام کار، نۀ بُت پرست، نۀ زناکار، نۀ بچه بازان، ۱۰نۀ غلۀ، نۀ حرصناک، نۀ شرابيان، نۀ کنځل مار او نۀ به دوکه مار د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارثان شى. ۱۱او په تاسو کښې ځينې هم دغه شان وُو خو تاسو د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم او زمونږ د خُدائ پاک په روح ووينځلے شوئ. بلکې پاک شوئ، صادق هم شوئ.

په بدن او روح سره خُدائ ته جلال ورکړئ

۱۲ستاسو په خيال چې ټول څيزونه تاسو ته روا دى خو زۀ وايم چې ټول څيزونه فائده مند نۀ دى. کۀ تاسو ټول څيزونه ځان دپاره روا ګڼئ خو بيا هم خپل ځان د هغوئ غلام مۀ جوړَوئ. ۱۳ستاسو په خيال چې خوراک د خېټې دپاره دے او خېټه د خوراک دپاره ده خو زۀ وايم چې خُدائ پاک به هغه دواړه ختم کړى. بدن د حرامکارۍ دپاره نۀ دے جوړ شوے بلکې د مالِک د خِدمت دپاره جوړ شوے دے او مالِک د بدن ساتونکے دے. ۱۴خُدائ پاک مالِک هم بيا ژوندے کړو او مونږ به هم په خپل قُدرت سره بيا ژوندى کړى. ۱۵ولې تاسو خبر نۀ يئ چې ستاسو بدنونه د مسيح اندامونه دى؟ نو ولې زۀ دې د مسيح اندامونو نه د يوې کنجرې اندامونه جوړ کړم؟ نه، هيڅکله نه. ۱۶ولې تاسو نۀ يئ خبر چې هر څوک چې کنجرې له لاړ شى نو هغه د هغې سره يو بدن شى؟ ځکه چې صحيفې وائى چې، ”دا دواړه به يو بدن شى.“ ۱۷خو هر څوک چې د مالِک سره پيوند شى، هغه به د مالِک سره يو روح شى. ۱۸د حرام کارۍ نه تښتئ. د انسان نه چې کومه ګناه کيږى هغه د بدن نه بهر وى د زنا نه بغېر، ځکه چې حرام کار خپل بدن هم تباه کوى. ۱۹ولې تاسو ته پته نشته چې ستاسو بدن د روحُ القُدس کور دے؟ څوک چې په تاسو کښې اوسيږى او هغه د خُدائ پاک د طرف نه تاسو ته درکړے شوے دے. نو اوس تاسو د خپل ځان مالِک نۀ يئ. ۲۰ځکه چې خُدائ پاک تاسو په بيعه اخستى يئ، نو په دې وجه خپل بدن کښې خُدائ پاک ته جلال ورکړئ.