يوسفزئ
تاریخى

د تواريخ اول کِتاب - اوولسم باب

د حضرت داؤد سره د خُدائ پاک لوظ

۱نو کله چې داؤد بادشاه په خپل محل کښې اوسېدو، يوه ورځ هغۀ ناتن پېغمبر راوغوښتو او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ دلته په يو داسې ښائسته کور کښې اوسېږم چې د دِيار د لرګى نه جوړ دے، خو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په خېمه کښې پروت دے.“ ۲ناتن ورته وفرمائيل، ”ستا په زړۀ کښې چې څۀ وى نو هم هغه شان وکړه، ځکه چې خُدائ پاک ستا مل دے.“ ۳خو په هغه شپه د خُدائ پاک کلام په ناتن نازل شو چې، ۴”لاړ شه او زما خِدمت کوونکى داؤد ته ووايه چې مالِک خُدائ داسې فرمائى چې تۀ هغه څوک نۀ يې چې زما د اوسېدو دپاره يو کور جوړ کړې. ۵د هغه وخت نه واخله چې ما بنى اِسرائيليان د مِصر نه راويستلى دى تر اوسه پورې، زۀ هيڅکله په يو کور کښې نۀ يم اوسېدلے، زۀ همېشه په يوه خېمه کښې اوسېدلے يم چې د يو ځائ نه به بل ځائ ته تلم. ۶ما چې د بنى اِسرائيلو سره څومره سفر هم کړے دے او چې ما څوک د خپلو خلقو د رهنمائى دپاره مقرر کړى دى ما د هغوئ يو کس ته هم نۀ دى وئيلى چې هغوئ زما دپاره د دِيار نه يو کور ولې نۀ دے جوړ کړے. ۷نو زما خِدمت کوونکى داؤد ته ووايه چې زۀ ربُ الافواج هغۀ ته وايم چې ما تۀ په پټو کښې د ګډو د شپونتوب نه اوچت کړې او د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو بادشاه مې جوړ کړې. ۸تۀ چې چرته هم تلے يې نو زۀ ستا مل وم او چې تۀ مخ په وړاندې تلې نو ما ستا ټولو دشمنانو له شکست ورکړے دے. زۀ به تا د دُنيا د لويو مشرانو په شان مشهور کړم. ۹‏-۱۰ما د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره يو ځائ خوښ کړے دے او هلته مې آباد کړى دى، چې هلته به هغوئ بغېر د څۀ تکليف نه ژوند تېروى. د کوم وخت نه چې هغوئ دې مُلک ته ننوتلى دى او ما ورباندې قاضيان مقرر کړى وُو تر نن ورځې پورې په هغوئ باندې ظالمان خلق زياتے کوى، خو داسې به بيا نۀ کيږى. زۀ دا وعده کوم چې زۀ به ستا ټولو دشمنانو له شکست ورکړم او اولاد به درکړم. ۱۱کله چې تۀ مړ شې او د خپل پلار نيکۀ سره ښخ شې، نو زۀ به ستا د زامنو نه يو زوئ بادشاه جوړ کړم او د هغۀ بادشاهى به مضبوطه کړم. ۱۲هغه به هغه څوک وى چې زما دپاره يو کور جوړ کړى او زۀ به دا خبره يقينى کړم چې د هغۀ بادشاهى به د همېشه دپاره قائمه وى. ۱۳زۀ به د هغۀ پلار يم او هغه به زما زوئ وى. زۀ به د هغۀ نه خپله نۀ ختمېدونکې مينه نۀ لرې کوم لکه څنګه چې ما د ساؤل نه لرې کړه، چې هغه ما د دې دپاره لرې کړو چې تۀ بادشاه شې. ۱۴زۀ به هغه زما د کور او زما د بادشاهۍ د همېشه دپاره مشر جوړ کړم. د هغۀ بادشاهى به هيڅکله نۀ ختميږى.“ ۱۵ناتن داؤد ته هغه هر څۀ وفرمائيل چې مالِک خُدائ ورته په رويا کښې ښودلى وُو او کلام يې هم ورسره کړے وو.

د حضرت داؤد دُعا

۱۶بيا داؤد بادشاه د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته وردننه شو، کښېناستو او دُعا يې وکړه، ”مالِکه خُدايه، خُدايه پاکه، زۀ څوک يم او زما خاندان به څۀ وى چې تا مونږ تر دې پورې راورسولو. ۱۷خو تۀ نور هم ډېر څۀ کوې، تا په راتلونکى وخت کښې زما د اولاد په حقله وعدې کړې دى او مالِکه خُدايه، خُدايه پاکه، تۀ ما سره د يو اوچت مقام لرونکى کس په شان سلوک کوې. ۱۸زۀ نور تا ته څۀ ووايم. تۀ ما ښۀ پېژنې او بيا هم د خپل خِدمت کوونکى يعنې زما درناوے کوې. ۱۹اے مالِکه خُدايه، د خپل خِدمت کوونکى د خاطره، او د خپلې مرضۍ په مطابق تا دا ټول لوئ لوئ کارونه کړى او ښودلى دى. ۲۰مالِکه خُدايه، ستا په شان هيڅ څوک هم نشته، مونږ هيڅکله دا نۀ دى اورېدلى چې ستا په شان بل خُدائ پاک شته. ۲۱د زمکې په مخ د بنى اِسرائيلو په شان بل قوم نشته، کوم چې تا په بيعه د غلامۍ نه آزاد کړل چې ستا خپل خلق شى. تا چې کوم لوئ او عجيبه کارونه کړى دى د هغې په وجه ستا نوم مشهور شو. تا خپل خلق د مِصر نه آزاد کړل او چې کله هغوئ مخ په وړاندې تلل نو تا هغه نور قومونه وشړل. ۲۲تا بنى اِسرائيليان د همېشه دپاره خپل خلق جوړ کړى دى او مالِکه خُدايه اوس تۀ د هغوئ خُدائ پاک جوړ شوے يې. ۲۳نو اوس، اے مالِکه خُدايه، تا چې زما او زما د اولاد په حقله کومې وعدې کړې دى هغه د همېشه دپاره پوره کړه او هغه څۀ وکړه چې تا د څۀ په حقله فرمائيلى دى. ۲۴ستا شُهرت به لوئ وى او خلق به د تل دپاره وائى چې، ”ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے.“ او تۀ به د همېشه دپاره زما د اولاد د بادشاهۍ حِفاظت کوې. ۲۵زما خُدايه پاکه، زۀ دا جرأت کوم چې زۀ ستا نه دا سوال وکړم، ځکه چې دا هر څۀ تا خپل خِدمت کوونکى يعنې ما ته څرګند کړى دى او تا ما ته فرمائيلى دى چې تۀ به زما اولاد نه بادشاهان جوړوې. ۲۶مالِکه خُدايه، تۀ خُدائ پاک يې او تا د خپل خِدمت کوونکى سره د دې ښو څيزونو وعده کړې ده. ۲۷نو زۀ تا ته سوال کوم چې زما اولاد له برکت ورکړه. مالِکه خُدايه، هغوئ به د همېشه دپاره ستا په برکت کښې پاتې شى او ستا برکت دې د همېشه دپاره د هغوئ سره وى.“