يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يشعياه نبى کِتاب - نهه پنځوسم باب

د ګناه خلاف خبردارے

۱واورئ، د مالِک خُدائ لاس دومره وړوکے نۀ دے چې هغه تاسو بچ کولے نۀ شى او نۀ يې غوږ کُوڼ دے چې ستاسو آواز نۀ اورى. ۲خو ستاسو ګناه د خُدائ پاک او ستاسو تر مينځه دېوال جوړ شوے دے. ستاسو ګناهونو د هغۀ مخ ستاسو نه پټ کړے دے، نو په دې وجه هغه ستاسو نۀ اورى. ۳ځکه چې ستاسو لاسونه خونى، او ستاسو ګوتې په ګناه ککړې دى. ستا شونډې دروغژنې دى او خولۀ دې د بدعملۍ پس پس کوى. ۴په عدالت کښې څوک هم د اِنصاف مقدمه نۀ چلوى، څوک هم د رښتيا دليلونه نۀ پېش کوى. خلق حقيقت نه خالى خبرو باندې اعتبار کوى او دروغ وائى، هغوئ د بدعملۍ نه اُميدواره شى او بيا ترېنه ګناه پېدا شى. ۵‏-۶هغوئ د زهرژنو مارانو په هګو کښېنى چې بچى ترې راوځى. څوک چې د هغوئ هګۍ وخورى نو مړۀ شى او چې ماتې شى نو زهرژن مار ترېنه راوځى. دا خلق د جولا جال جوړوى او داسې کپړه ترې جوړوى چې هيڅ د کار نۀ وى. هغه کپړه چې هغوئ جوړه کړه خپل ځان پرې پټولے نۀ شى. د هغوئ عملونه هم د ګناه دى، او ظلم زياتے د هغوئ کار دے. ۷بدعملۍ له هغوئ په منډه ځى، او د بې‌ګناه وينې تويولو دپاره تېزى کوى. د هغوئ خيالونه د ګناه دى، او هر چرته چې ځى نو تباهى او بربادى کوى. ۸نه هغوئ د امن لار پېژنى او نه د هغوئ په لارو کښې اِنصاف شته. هغوئ خپلې لارې کږې وږې جوړې کړې دى، نو هر څوک چې په دې لار ځى هغه امن نۀ پېژنى.

د خلقو د ګناه اِقرار کول

۹نو ځکه اِنصاف زمونږ نه لرې دے او صداقت مونږ ته رارسى نه. مونږ د رڼا په انتظار کښې يُو، خو ګوره صرف تيارۀ راته ښکارى. مونږ د سپينې رڼا په اُميد کښې يُو خو په تکه توره تيارۀ کښې ګرځو. ۱۰او مونږ د ړندو په شان لاس په دېوال باندې اېښودلو اېښودلو سره لار معلوموو، د هغه خلقو په شان چې بلکل سترګې نۀ لرى. مونږ د غرمې هم داسې تيندکونه خورو لکه چې شپه وى، مونږ په ژوندو کښې د مړو په شان يُو. ۱۱مونږ ټول لکه د مېلوګانو غوريږُو، لکه د کونترو غور‌غور کوُو، مونږ د اِنصاف په انتظار کښې يُو خو شته دے نه، مونږ د خلاصون په انتظار کښې يُو خو دا زمونږ نه لرې دے. ۱۲زمونږ جرمونه ستا په وړاندې انبار دى، او زمونږ ګناهونه زمونږ خلاف ګواهى کوى. مونږ ته د خپل بغاوت احساس شته او مونږ ته پته ده چې مونږ څومره ګناهګار يُو. ۱۳مونږ د مالِک خُدائ خِلاف بغاوت کړے دے او د هغۀ مو اِنکار کړے دے، مونږ خپل خُدائ پاک ته شا کړې ده. زمونږ خبرې د ظلم او بغاوت نه ډکې دى. مونږ به دروغ جوړول او بيا به مو دغه دروغ په عمل کښې راوستل. ۱۴اِنصاف وروستو شوے دے او صداقت لرې ولاړ دے. رښتيا د ښار په چوک کښې تيندک خوړلو سره راپرېوته، او ديانتدارى ورته ورداخلېدے نۀ شى. ۱۵رښتيا هيڅوک هم نۀ وائى، او څوک چې غلط کار نه لاس اخلى هغه لوټ کيږى. مالِک خُدائ دا وليدل او هغه په دې نارضا وو چې اِنصاف نشته. ۱۶هغۀ وکتل چې هيڅوک هم نۀ وو، هغه حېران شو چې د خلاصى والا څوک هم نۀ وو چې د مظلوم مدد وکړى. خو بيا د هغۀ خپل لاس هغۀ له خلاصون ورکړو، او د هغۀ صداقت د هغۀ مدد کولو. ۱۷هغۀ صداقت د زغرې په شان واغوستو او د خلاصون ټوپۍ يې په سر کړه. د بدل جامې يې واغوستې او د غېرت څادر يې ځان نه تاو کړو. ۱۸هغه به خپلو دشمنانو له د هغوئ د بدو عملونو سزا ورکړى. د هغۀ غضب به د هغۀ په مخالفينو راګزار شى. هغه به د دُنيا تر آخرى سره پورې دوئ له سزا ورکړى. ۱۹نو بيا به د نمرپرېواتۀ په طرف خلق د مالِک خُدائ د نوم نه يريږى او نمرخاتۀ په طرف خلق به د هغۀ د نوم جلال بيانوى. ځکه چې هغه به د يو تېز سېلاب په شان په هغوئ راشى لکه چې د مالِک خُدائ باد راروان کړے وى. ۲۰مالِک خُدائ فرمائى چې، ”يو خلاصونکے به صيون ته راځى، د يعقوب هغه اولاد له چې د خپلو ګناهونو نه اوړى. ۲۱او ترڅو چې زما خبره ده نو زۀ به هغوئ سره يو لوظ وکړم. زما روح چې په تاسو دے او زما کلام چې ما ستاسو په خولۀ کښې اچولے دے، هغه به هيڅکله ستاسو د خولې نه، ستاسو د اولاد د خولې نه او د هغوئ د اولاد د خولې نه لرې نۀ شى. دا د مالِک خُدائ وينا ده او تر همېشه همېشه پورې به هم داسې وى.“