يوسفزئ
پوهه او شاعرى

د متلونو کِتاب - څوارلسم باب

۱هوښياره ښځه خپل کور آبادوى، خو کم عقله ښځه يې په خپلو لاسونو ورانوى. ۲څوک چې په نېغه لار ځى هغه د مالِک خُدائ نه يريږى، خو چې څوک په غلطه لار ځى هغه يې سپک ګڼى. ۳د کم عقل د خبرو نه يو ډنډا جوړه شى چې هغه وهى، خو د هوښيارانو خبرې هغوئ بچ ساتى. ۴چرته چې غوَيى نۀ وى هلته اخور خالى وى، خو د غوَيى د طاقت په وجه ډېر فصل پېدا کيږى. ۵يو رښتينے ګواه دروغ نۀ وائى، خو يو دروغژن ګواه ډوزې وولى. ۶مسخره کوونکى حِکمت لټوى او هيڅ نۀ مومى، خو حِکمت آسانۍ سره تميز دارو له راځى. ۷د کم عقلو نه لرې اوسه، ځکه چې تۀ به د هغۀ د خولې نه حِکمت حاصل نۀ کړې. ۸د هوښيار حِکمت دا دے چې خپلو لارو ته سوچ وکړى، خو د کم عقل کم عقلتوب هغه بې‌لارې کوى. ۹کم عقل خپلې د ګناه د تاوان د نذرانې پورې خندا کوى، خو صادقان د مالِک خُدائ رضا حاصلوى. ۱۰هر څوک په خپل خفګان ښۀ پوهيږى، او نور هيڅوک د هغۀ په خوشحالۍ نۀ پوهيږى. ۱۱د بدعمله کور به تباه شى، خو د صادقانو خېمه به آباده شى. ۱۲د هر کس په وړاندې يوه لار وى چې هغۀ ته ښۀ ښکارى خو په آخر کښې د دې خاتمه مرګ وى. ۱۳په خندا کښې هم زړۀ خفه کيږى او خوشحالۍ نه وروستو هم خفګان پاتې شى. ۱۴بې‌ايمانان چې د څۀ حقدار وى هغه به ورته مِلاو شى او نېک انسان ته به د دۀ د اعمالو په مطابق اجر مِلاو شى. ۱۵يو ساده سړے په هر څۀ باندې يقين کوى، خو هوښيار په هر قدم اوچتولو سوچ کوى. ۱۶هوښيار احتياط کوى او د غلط کار نه ځان بچ ساتى، خو کم عقل په خپل ځان غاوره وى او د هيڅ پرواه نۀ کوى. ۱۷تاوجن خلق کم عقل کارونه کوى، او د چالاکه انسان نه خلق نفرت کوى. ۱۸ساده ګان په ميراث کښې کم عقلتوب پرېږدى، خو هوښيارانو ته د عِلم تاج ورپه سر وى. ۱۹بدکاره انسانان به د نېکانو په حضور کښې، او شريران به د صادقانو په دروازو کښې په سجده شى. ۲۰غريب د هيچا خوښ نۀ وى، تر دې چې خپل ګاونډيان يې هم نۀ خوښوى، خو مالداره ډېر دوستان لرى. ۲۱هغه څوک چې خپل ګاونډى سپک ګڼى ګناه کوى، خو بختور دے هغه څوک چې په غريب رحم کوى. ۲۲کۀ څوک بدې ارادې لرى، هغه به ګمراه شى، کۀ څوک نېکې ارادې لرى، هغه به مينه او وفا ومومى. ۲۳ټول سخت کارونه فائده ورکوى، خو د تشو خبرو په وجه غربت راځى. ۲۴د هوښيارانو مال دولت د دوئ تاج دے، خو د ناپوهه هار صرف کم عقلتوب دے. ۲۵يو رښتونے ګواه ژوند بچ کوى، خو دروغژن ګواه دوکه مار وى. ۲۶هغه څوک چې د مالِک خُدائ نه يره کوى هغه به د هغۀ محفوظه قلعه وى، او د هغۀ ماشومانو ته به دا پناه ګاه وى. ۲۷د مالِک خُدائ يره د ژوندون سرچينه ده، کوم چې انسان د مرګ د دامونو نه ساتى. ۲۸په ګڼو خلقو د بادشاه عزت جوړ وى، او د خلقو نشتوالے د شهزاده تباهى ده. ۲۹صبرناک سړے لويه پوهه لرى، خو غصه ناک سړے خپل کم عقلتوب په ګوته کوى. ۳۰پُرسکونه زړۀ بدن له ژوندون ورکوى، خو حسد هډُوکى بوسه کوى. ۳۱څوک چې په غريبانانو ظلم کوى نو دا د هغوئ د خالِق بې‌عزتى کوى، خو څوک چې په ضرورتمند رحم کوى د خُدائ پاک احترام کوى. ۳۲بدکاران په خپلو بدو عملونو سره خپل ځان تباه کوى، خو تر دې چې صادقان په مرګ کښې هم پناه ګاه لرى. ۳۳د هوښيارانو په زړۀ کښې حِکمت ځائ نيسى، خو تر دې چې حِکمت په کم عقلو کښې هم خپل ځان ښکاره کوى. ۳۴صداقت سره قوم عظيم شى او ګناه د هر چا دپاره رسوائى ده. ۳۵بادشاه په هوښيار نوکر خوشحاليږى، خو هغه څوک چې شرمېدلى کارونه کوى د هغۀ قهر راوچتوى.