يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او درې څلوېښتم زبور

د حضرت داؤد يو زبور

۱اے مالِکه خُدايه، زما دُعا واوره،

زما ژړا ته د رحم دپاره غوږ ونيسه،

په خپله وفادارۍ او صداقت سره دې زما مدد دپاره راشه.

۲او خپل خِدمتګار دې د عدالت دپاره مۀ راوله،

ځکه چې ستا په وړاندې څوک هم بې‌ګناه نۀ دى.

۳دشمن راپسې لګېدلے دے ما په زمکه ښکته غورزوى،

هغۀ زۀ په زور په تورو تيارو کښې اوسولم لکه د هغه خلقو چې ډېر مخکښې مړۀ شوى دى.

۴نو ځکه روح مې په بدن کښې کمزورے کيږى،

نو دغه شان د يرې نه زما زړۀ په ما کښې ودريږى.

۵کله چې زۀ پخوانى وختونه رايادوم،

نو زۀ ستا په کارونو سوچ کوم،

کوم کارونه چې ستا لاسونو کړى دى په هغوئ فکر کوم.

۶زۀ تا ته د دُعا دپاره لاسونه پورته کوم،

زما ځان لکه د للمې زمکې ستا تږے دے.

۷اے مالِکه خُدايه، ما ته زر جواب راکړه،

زۀ نااُميده شوے يم.

ما نه خپل مخ مۀ اړوه،

نو ګنې زۀ به د هغوئ په شان شم

څوک چې ښکته قبر ته روان وى.

۸سحر دې ستا د تل عُمرى مينې کلام راوړى،

ځکه چې زۀ په تا باندې يقين لرم.

ما ته هغه لار راوښايه چې زۀ پرې لاړ شم،

ځکه چې تا ته ما خپل ځان په دُعا کښې پورته کړے دے.

۹ما د خپلو دشمنانو نه خلاص کړه، اے مالِکه خُدايه،

ځکه چې زۀ د پناه دپاره تا ته را زغلم.

۱۰ستا د رضا پوره کولو ما ته تعليم راکړه،

ځکه چې تۀ زما خُدائ پاک يې.

ستا نېک روح دې په هوار مېدان کښې زما رهنمائى وکړى.

۱۱د خپل نوم په خاطر دې، مالِک خُدايه، زما ژوند بچ کړه.

په خپل صداقت دې ما تکليفونو نه راوباسه.

۱۲تۀ ما سره د خپلې نۀ ختمېدونکې مينې په وجه زما دشمنان خاموشه کړه،

زما ټول دشمنان تباه کړه، ځکه چې زۀ ستا خِدمتګار يم.