يوسفزی

د متلونو کِتاب

پوهه او شاعرى

YZ icon - Wisdom & Poetry
واورئ
Pause
Sorry, no results.
Please try another keyword
  • دا متلونه ساده خلق هوښياروى او ځوانانو له عقل او تميز ورکوى.  دا متلونه د هوښيارانو پوهه نوره هم زياتوى او د عالِم رهنمائى کوى،

  • زما زويه، زما لارښودنه مۀ هېروه، خو زما حُکمونه په خپل زړۀ کښې وساته. زما تعليم به ستا عمر سېوا کړى او خوشحالى به درکړى...

  • زما زامنو د خپل پلار هدايت ته غوږ ونيسئ. او هغې ته توجو ورکړئ او پوهه حاصله کړئ.  ځکه چې زۀ تاسو ته ښۀ تعليم درښايم، نو زما تعليمات مۀ هېروئ...

  • زما زويه، زما پوهې ته توجو ورکړه، او زما د حِکمت خبرو ته ښۀ غوږ ونيسه. نو بيا به تۀ تميز حاصل کړې، او ستا شونډې به عِلم او حِکمت محفوظوى...

  • زما زويه، کۀ چرې تا د خپل ګاونډى دپاره په ضمانت کښې څۀ اېښى وى، او يا تا د بل چا د قرض د ورکولو وعده کړې وى، کۀ تۀ چرې د خپلو خبرو په وجه په لټ کښې راګېر شوے يې، او په دام کښې د خپلې خولې د لاسه راګېر شوے يې، نو بيا زما زويه، په دې کولو سره تۀ د خپل ګاونډى په لاسونو کښې پرېوتې، نو د هغۀ د دام نه د خلاصېدو دپاره، هغۀ له ورشه او خپل ځان کمزورے کړه او هغۀ ته مِنت زارى وکړه چې هغه تا د دې ذمه وارۍ نه آزاد کړى...

  • پوهې خپل کور جوړ کړے دے، او خپل ځان دپاره يې اووۀ ستنې تراشلې دى...

  • يو هوښيار زوئ خپل پلار له خوشحالى ورکوى، خو کم عقل زوئ خپلې مور له غم ورکوى...

  • مالِک خُدائ د تلې د غلط استعمال نه نفرت کوى، خو هغه په صحيح ناپ تول خوشحاليږى...

  • څوک چې اصلاح سره مينه لرى هغه د پوهې سره مينه لرى، خو چې څوک اصلاح نه نفرت کوى هغه کم عقل دے...

  • هوښيار زوئ د خپل پلار تربيت قبلوى، خو يو جاهله انسان ملامتيا ته غوږ نۀ نيسى...

  • هوښياره ښځه خپل کور آبادوى، خو کم عقله ښځه يې په خپلو لاسونو ورانوى...

  • نرم جواب غصه سړوى، خو سخته خبره غصه لمبه کوى...

  • انسان په خپل زړۀ کښې منصوبې جوړوى، خو د هغوئ فېصلې مالِک خُدائ کوى...

  • د سکون سره سپوره روټۍ بهتره ده د هغې کور نه چې په کښې ښۀ خوراکونه د لانجو سره وى...

  • بې‌خونده کس هر څۀ د خپلې خوښې په مطابق کوى، او د هرې صحيح فېصلې مخالفت کوى...

  • دا بهتره ده چې يو سړے غريب وى او په ايماندارۍ سره ژوند تېروى، د هغه چا نه چې دروغژن او کم عقل وى...

  • مے انسان نه مسخره کوونکے جوړوى او د شراب څښل د شر او فساد جرړه ده، هر هغه څوک چې په دې راواوړى نو هغه هوښيار نۀ دے...

  • د بادشاه زړۀ د مالِک خُدائ په لاس کښې دے، کوم ځائ چې د دۀ خوښه وى هلته يې لکه د نِهرونو د اوبو غوندې بوځى...

  • نېک نامى د ډېر مال دولت نه غوره ده، عزت د سرو او سپينو زرو نه بهتر دے...

  • کله چې تۀ يو حاکِم سره روټۍ خوړلو ته کښېنې، نو دا په ذهن کښې راوله چې ستا وړاندې څۀ دى. په خپله مرۍ چاړۀ کېږده کۀ تۀ زيات خوړونکے يې. د هغۀ د مزېدار خوراک ډېر خواهش مۀ کوه، ځکه چې دا دوکه ورکوونکے خوراک دے...

  • د بدکارانو سره حسد مۀ کوه او د هغوئ د دوستانې آرزو مۀ کوه ځکه چې هغوئ په زړۀ کښې د شر او فساد منصوبې جوړوى، او د هغوئ خبرې تل مصيبت...

  • د حضرت سليمان نور متلونه

    دا د خُدائ پاک شان دے چې يوه معامله په راز کښې ساتى، خو د يوې مسئلې ښکاره کول د بادشاه عزت څرګندوى...

  • لکه څنګه چې په اوړى کښې واوره يا د لو په موسم کښې باران نامناسب وى، دغه شان د کم عقل انسان عزت کول هم دومره نامناسبه وى...

  • د سبا په حقله لافې مۀ کوئ، ځکه چې چا ته هم پته نشته چې سبا به څۀ کيږى...

  • بدکاران هيڅ بې‌هيڅه تښتى کۀ څۀ هم څوک ورپسې نۀ وى، خو صادقان لکه د زمرو په شان ډاډه وى...

  • څوک چې د ډيرې رټنې باوجود بيا هم په خپل ضد قائم وى، نو هغه به ناګهانه تباه شى او هيڅ علاج به يې نۀ وى...

  • د اجور نصيحتونه

  • د بادشاه دپاره نصيحت

    يوه عزتمنده ښځه