يوسفزئ
د تورات شريف اول کِتاب

د پېدايښت کِتاب - شپږم باب

د بنى آدم بد عملونه

۱کله چې بنى آدم په ټوله دُنيا کښې خوارۀ شول، نو د دوئ لوڼه پېدا کېدې، ۲نو څۀ آسمانى مخلوق دا ښائسته پېغلې ولېدې، د خوښې پېغلې يې ترې بوتلې او وادۀ يې کړې. ۳بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ به بنى آدم نۀ پرېږدم چې هغوئ دې همېشه دپاره ژوندى وى، دا فانى مخلوق دے. د نن نه پس به دوئ د شپږ شلو کالو نه زيات ژوندى نۀ وى.“ ۴په هغه ورځو کښې او هم داسې وروستو، په زمکه دېوان وُو چې هغوئ د بنيادمو د ښځو او د آسمانى مخلوق بچى وُو. هغوئ د هغه وخت تکړه او مشهور خلق وُو. ۵چې کله مالِک خُدائ وکتل چې هر يو کس په دُنيا کښې بدعمله وو او هر وخت د دوئ خيالونه بد وُو، ۶نو هغه په خپلو کړو پښېمانه شو چې دوئ يې پېدا کړل او په زمکه يې آباد کړل. د هغۀ زړۀ مات شو ۷نو هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به دا خلق چې ما پېدا کړى دى د زمکې د مخ نه لرې کړم او ورسره ځناور او مارغان هم، ځکه چې زۀ ډېر پښېمانه يم چې ما دوئ پېدا کړل.“ ۸خو مالِک خُدائ د نوح نه رضا وو.

حضرت نوح

۹‏-۱۰دا د نوح قيصه ده. د هغۀ درې زامن وُو، شيم، حام او يافت. نوح هيڅ غلطى نۀ وه کړې او د خُدائ پاک په ټول مخلوق کښې هغه اېک يو نېک او صادق سړے وو. هغۀ د خُدائ پاک سره ملګرتيا وه، ۱۱خو نور ټول خلق د خُدائ پاک د سيدها لارې نه لرى وُو او هر طرف ته زور او ظلم وو. ۱۲خُدائ پاک چې دُنيا وکتله نو د خلقو د بدعملۍ نه ډکه وه، ځکه چې خلق د سيدها لارې نه لرې وُو. ۱۳خُدائ پاک نوح ته وفرمائيل، ”ما د ټولو بنيادمو د ختمولو فېصله کړې ده. زۀ به دوئ ټول تباه کړم، ځکه چې دُنيا د دوئ د بدعملۍ نه ډکه ده. ۱۴د ځان دپاره د ښۀ لرګى نه يوه لويه کشتۍ جوړه کړه، کوټې په کښې جوړې کړه او دننه او بهر يې په تارکولو لېوه کړه. ۱۵دا کشتۍ يو سل پينځۀ څلوېښت ګزه اوږده، څليريشت ګزه پلنه او څوارلس ګزه اوچته جوړه کړه. ۱۶کشتۍ له چت هم جوړ کړه او چت يې د سر نه اوولس اِنچې په ترڅ جوړ کړه. دا درې چتيزه جوړه کړه او يو طرف ته دروازه هم په کښې پرېږده. ۱۷ګوره، زۀ به يو سېلاب راولم چې په زمکه ټول مخلوق تباه شى. هر ساه لرونکے څيز به مړ شى، ۱۸خو زۀ تا سره لوظ کوم، د خپلې ښځې سره کشتۍ ته وخېژه، خپل زامن او د هغوئ ښځې هم وخېژوه. ۱۹‏-۲۰د هر قِسم ځناورو او مارغانو نه يو نر او يوه ښځه هم کشتۍ ته وخېژوه، چې د دوئ نسل باقى پاتې شى. ۲۱د ځان او دوئ دپاره هر قِسم خوراک راجمع کړه.“ ۲۲نو نوح هم هغه شان وکړل چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو.