يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - څلور څلوېښتم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د قورح د بچو يو زبور

د مدد دپاره دُعا

۱اے پاکه خُدايه، مونږ په خپلو غوږونو اورېدلې دى،

زمونږ پلار نيکۀ هر هغه څۀ مونږ ته بيان کړى دى،

کوم کارونه چې تا د هغوئ په زمانه

يعنې پخوا زمانه کښې د هغوئ دپاره کړى دى.

۲تا په خپل طاقت سره هغه قومونه وويستل،

او زمونږ پلار نيکۀ دې ودان کړل،

هغه خلق دې تباه کړل، زمونږ پلار نيکۀ دې آزاد کړل.

۳خو دا زمکه هغوئ په خپله تُوره نۀ وه ګټلې،

او نۀ د هغوئ لاسونو ورته کاميابى ورکړې،

دا خو ستا د ښى لاس، او ستا د مټ او ستا د مخ رڼا وه،

ځکه چې تا هغوئ سره مينه کړې وه.

۴تۀ يې زما بادشاه او پاک خُدائ زما،

چا چې د يعقوب اولاد له لويه کاميابى ورکړه.

۵ستا په زور مونږ خپل دشمنان په شا کړل،

او ستا په نوم مونږ خپل دشمنان د پښو لاندې کړل.

۶زۀ په خپله لينده باندې يقين نۀ ساتم،

نۀ په خپله تُوره د خلاصون يقين ساتم.

۷تا مونږ ته په خپلو دشمنانو فتح راکړه،

تا زمونږ مخالفين شرمنده کړل.

۸مونږ ټوله ورځ په خُدائ پاک باندې فخر کوُو،

مونږ به تل ستا د نوم حمد و ثناء کوُو.

۹خو اوس تا مونږه رد او رسوا کړُو،

تلل دې زمونږ د لښکرو سره بند کړُو.

۱۰تا مونږ د دشمنانو په وړاندې په شا کړُو،

او زمونږ دشمنانو مونږ لوټ کړُو.

۱۱مونږ تا د ګډو په شان حلالېدو ته پرېښودو،

او د قومونو په مينځ کښې دې تس نس کړُو.

۱۲تا خپل خلق په کم قيمت خرڅ کړل،

او د هغوئ په خرڅولو کښې دې هيڅ ګټه ونۀ کړله.

۱۳تا مونږ د خپلو ګاوڼديانو د خندا کړلو،

تا مونږ د ګېرچاپېره خلقو د ټوقو او مسخرو کړلو.

۱۴تا مونږ نه په قومونو کښې د دوئ د ټوقو ګوډاګى جوړ کړل،

او دوئ مونږ پورې خپل سرونه د نفرت په وجه خوځول.

۱۵زۀ ټوله ورځ بې‌عزته کېږم،

او په مخ مې شرم راخور شوے زۀ شرمېږم.

۱۶ځکه چې خلق راپورې ټوقې مسخرې کوى،

او زما دشمنان رانه د بدل اخستو کوشش کوى.

۱۷دا هر څۀ چې مونږ سره وشول خو بيا هم مونږ تۀ هېر نۀ کړې،

هغه مو نۀ دے مات کړے کوم لوظ چې تا مونږ سره کړے دے.

۱۸زمونږ زړونه ستا نه نۀ دى اوړېدلى،

او زمونږ قدمونه ستا د لارې نه نۀ دى اخوا شوې.

۱۹مونږ دې تباه کړُو او د ګيدړانو ښکار دې کړُو،

او په توره تيارۀ کښې دې پرېښودو.

۲۰کۀ مونږ د خپل خُدائ پاک نوم هېر کړے وو،

او غېر معبودانو ته مو خپل لاسونه پورته کړى وُو.

۲۱کۀ چرې مونږ داسې کړى وُو نو خُدائ به ترې خبر نۀ وو څۀ؟

ځکه چې هغه د زړونو په رازونو باندې خبر نۀ دے څۀ؟

۲۲خو مونږ ستا دپاره ټوله ورځ د مرګ سره مخ کيږُو،

د خلقو په نظر کښې مونږ د حلالونکو ګډو په شان ګڼلے کيږُو.

۲۳اے مالِکه خُدايه، راپاڅه ولې تۀ اودۀ کېږې څۀ؟

راپاڅه، او تر ابده پورې مونږ مۀ رد کوه.

۲۴ولې تۀ زمونږ نه خپل مخ پټوې څۀ؟

او زمونږ غم او مصيبتونه ولې هېروې څۀ

۲۵مونږ لاندې خاورو ته راغورزولے شوې يُو،

او په زمکه پړمخې پراتۀ يُو.

۲۶پاڅه‎ او زمونږ مدد وکړه،

او د خپلې ابدى مينې په وجه دې مونږ ته خلاصون راکړه.