يوسفزئ
خط

د عبرانيانو په نوم خط - دولسم باب

د خُدائ پاک تربيت ورکول

۱نو په دې وجه بيا چې د ګواهانو دومره لويه ګڼه زمونږ نه چاپېره ده نو راځئ چې مونږ هم هر يو پيټے او هغه ګناه چې مونږ په آسانۍ سره انښلوى د ځان نه لرې کړُو، او راځئ چې په هغه منډه کښې په صبر سره وزغلو چې مونږ له مقرر ده. ۲او عيسىٰ چې د ايمان بانى او کاملونکے دے هغۀ ته وګورو چا چې د خوشحالۍ حاصلولو دپاره د سولۍ مرګ وزغملو او د دې په بې‌عزتۍ ونۀ شرمېدلو او د خُدائ پاک د تخت په ښى لاس کښېناستو. ۳په هغه چا غور وکړئ چا چې د ګناهګارانو خلقو دومره مخالفت وزغملو، نو چې تاسو ستړى او بې‌همته نۀ شئ. ۴ستاسو د ګناه خلاف جنګ کښې تاسو لا تر اوسه دې حد پورې نۀ يئ رسېدلى چې په کښې ستاسو وينه تويه شوى وى. ۵او تاسو هغه نصيحت هېر کړے دے چې تاسو له د زامنو په شان په دې ټکو درکړے شو چې، ”زما زويه، د مالِک تنبيه سپکه مۀ ګڼه، چې هر کله چې هغه تا ملامتوى، نو بې‌زړۀ کېږه مه. ۶ځکه چا سره چې مالِک خُدائ مينه کوى نو د هغۀ تنبيه هم کوى. او هغه هر هغه چا له سزا هم ورکوى چې هغه يې د خپل زوئ په توګه قبول کړى.“ ۷تاسو تنبيه وزغمئ، خُدائ پاک تاسو سره د زامنو په شان سلوک کوى. پلار د هر يو زوئ تنبيه کوى. ۸او کۀ تاسو له هغه تنبيه درنۀ کړے شى په کومه کښې چې ټول بچى شريک دى نو تاسو حراميان شوئ، نه چې زامن. ۹د دې نه علاوه زمونږ انسانى پلاران څوک چې مونږ تنبيه کوى نو په دې وجه مونږ د هغوئ عزت کوُو. نو مونږ به د دې نه څومره زياته د هغه چا تابعدارى کوُو څوک چې زمونږ روحانى پلار دے او مونږ له ژوند راکوى؟ ۱۰هغوئ خو د لږ وخت دپاره د خپلې پوهې په مطابق زمونږ تنبيه کوى، خو د خُدائ پاک تنبيه کول زمونږ د فائدې دپاره دى ترڅو چې مونږ د هغۀ په پاکوالى کښې شامل شُو. ۱۱همېشه په تنبيه کولو کښې مزه نۀ وى بلکې هغه دردناک وى. خو وروستو دا د هغوئ دپاره د صداقت او امن مېوه ونيسى د چا چې تنبيه شوى وى. ۱۲نو په دې وجه خپل کمزورى لاسونه او پښې مضبوطې کړئ. ۱۳د خپلو پښو دپاره نېغې لارې خوښې کړئ ځکه څوک چې شل ګوډ دى چې هغوئ درز ونۀ خورى بلکې مضبوط شى.

د خُدائ پاک د فضل رد کولو په خِلاف خبردارے

۱۴ټولو سره د صُلح کوشش کوئ او د هغې پاکيزګۍ طلبګار اوسئ د کومې نه بغېر چې به هيڅوک مالِک ونۀ وينى. ۱۵خو دې ته ګورئ چې څوک د خُدائ پاک د فضل نه پاتې نۀ شى، او هسې نه چې چرته زهريله جرړه راونۀ ټوکيږى او ستاسو دپاره د عذاب سبب شى او د هغې په سبب ډېر خلق پليت شى. ۱۶او د دې خبرې خيال ساتئ چې په تاسو کښې څوک د عِيسو په شان زناکار او بې‌دينه نۀ شى چا چې د يو وخت د روټۍ په بدل کښې د خپلې مشرۍ حق خرڅ کړو. ۱۷نو تاسو ته پته ده چې کله بيا هغۀ وروستو د برکت وارث کېدل غوښتل نو هغه نامنظور شو. او هغۀ ته د توبې ويستلو موقع مِلاو نۀ شوه سره د دې چې هغۀ په وير ژړا په هغه برکت پسې ډېر لټون وکړو. ۱۸نو تاسو هغه غر ته نۀ يئ راغلى چې به د اور شغلو، تيارې، تورتم او طوفان راګېرولو، لکه څنګه چې بنى اِسرائيل د سينا غرۀ ته راغلى وُو. ۱۹او کله چې د بيګل آواز او کلام خلقو واورېدو نو هغوئ مِنت وکړو چې مونږ سره دې نور کلام ونۀ کړے شى. ۲۰نو هغوئ دا حُکم برداشت نۀ کړے شو چې، ”کۀ يو ځناور هم د دې غر سره ولګى نو هغه دې په کاڼو مړ کړے شى.“ ۲۱هغه منظر په رښتيا سره داسې هيبتناک وو چې موسىٰ وفرمائيل چې، ”زۀ د يرې نه ډېر رپېږم.“ ۲۲خو تاسو د صيون غر د ژوندى خُدائ پاک ښار آسمانى يروشلم او د بې‌شمېره او د زرګونو فرښتو محفل ته راغلى يئ. ۲۳او تاسو د خُدائ پاک اول پېدا شوو مجلس ته راغلى يئ د چا نومونه چې په آسمان کښې ليکلے شوى دى. تاسو خُدائ پاک له راغلى يئ چې د ټولو خلقو منصف دے، او تاسو د صادقانو روحونو ملاقات له راغلى يئ چې کامِل شوى دى، ۲۴او تاسو د نوې لوظ مينځګړى عيسىٰ او د هغۀ نوستلے شوې د شهادت وينې له راغلى يئ، او د هغۀ قربانى د هابيل د قربانۍ نه ډېر بهتره وه. ۲۵نو پس خبردار شئ چې د هغۀ نه اِنکار ونۀ کړئ څوک چې تاسو ته کلام کوى. نو بيا هغه خلقو ته چې د خُدائ پاک کلام په زمکه اورولے شو، چې هغوئ رد کړو نو بچ نۀ شول، نو هغه پېغام چې د آسمان نه اورولے کيږى کۀ د هغۀ نه مخ اړوُو نو څنګه به بچ شُو؟ ۲۶د خُدائ پاک آواز هغه وخت زمکه ولړزوله خو اوس هغۀ دا لوظ کړے دے چې، ”اوس يو ځل بيا به زۀ يواځې زمکه نه، بلکې آسمان هم ولړزوم.“ ۲۷د هغۀ د ”يو ځل بيا“ الفاظ دې ته اِشاره کوى چې خوځېدونکى څيزونه به ختم شى، او نۀ خوځېدونکى څيزونه به پاتې شى. ۲۸نو چې مونږ ته داسې بادشاهى ملاوېدونکې ده چې هغه نۀ خوځېدونکې ده، نو راځئ چې شُکر ګزارى او په احترام او يرې سره خُدائ پاک ته خوښ عبادت وکړو. ۲۹نو ځکه چې زمونږ خُدائ پاک سوزونکے اور هم دے.