يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت حزقى‌ايل نبى کِتاب - شلم باب

سرکشه بنى اِسرائيل

۱د اوؤم کال، د پينځمې مياشتې په لسمه ورځ، د اِسرائيل يو څو مشران راغلل او زما په وړاندې کښېناستل او د خپل ځان په حقله يې زما نه د مالِک خُدائ د پېغام تپوس وکړو. ۲نو د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، ۳”اے بنى آدمه، د اِسرائيل د مشرانو سره خبرې وکړه او ورته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، آيا تاسو راغلى يئ چې زما نه معلومات حاصل کړئ؟ زما دې په خپل ذات قسم وى، زۀ به تاسو ته معلومات درنۀ کړم. قادر مطلق مالِک خُدائ فرمائى. ۴اے بنى آدمه، ولې تۀ غواړې چې د هغوئ عدالت وکړې؟ نو کۀ تۀ داسې کوې نو بيا هغوئ ته د هغوئ د پلار نيکۀ حرام کارونه وروښايه. ۵او هغوئ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، په کومه ورځ چې ما بنى اِسرائيل غوره کړل، ما د يعقوب د اولاد سره قسم وکړو او خپل ځان مې هغوئ ته په مِصر کښې ښکاره کړو. په قسم سره ما هغوئ ته وفرمائيل، زۀ ستاسو مالِک خُدائ پاک يم. ۶په هغه ورځ ما هغوئ سره قسم وکړو چې زۀ به هغوئ د مِصر نه هغې زمکې ته راولم کومه چې ما هغوئ دپاره خوښه کړې ده، هغه زرخيزه مُلک ته کوم چې د ټولو مُلکونو نه ډېر ښکلے دے. ۷او ما هغوئ ته ووئيل چې، تاسو ټول هغه پليت بُتان د خپلې مخې نه اخوا کړئ کوم چې تاسو د خپلو سترګو د وړاندې اېښى دى، او خپل ځانونه د مِصر په بُتانو مۀ پليتوئ. زۀ ستاسو مالِک خُدائ يم. ۸خو هغوئ زما خلاف سرکشى وکړه او ما ته يې غوږ ونۀ نيولو، او يو هم د خپلو بُتانو نه لاس وانۀ خستو په کومو چې د هغوئ توجو وه، او نۀ هغوئ د مِصر بُتان پرېښودل. بيا ما ووئيل، زۀ به خپل غضب په هغوئ نازل کړم او زۀ به خپله غصه د هغوئ خلاف په مِصر کښې سړه کړم. ۹خو بيا، د دې په وجه ما د خپل نوم د خاطره هغه څۀ وکړل څۀ چې به هغوئ د هغه قومونو د وړاندې د سپکوالى نه وساتى د چا په مينځ کښې چې دوئ اوسېدل او د چا په وړاندې چې ما خپل ځان بنى اِسرائيلو ته د مِصر نه په راويستلو ښکاره کړو. ۱۰نو په دې وجه هغوئ ما د مِصر نه راوويستل او بيابان ته مې راوستل. ۱۱ما هغوئ له خپل حُکمونه ورکړل او خپل قانون مې هغوئ ته وښودلو، هر څوک چې په دې عمل کوى نو هغوئ به ژوندى پاتې شى. ۱۲ما ورته د سبت ورځ هم ورکړه چې دا زمونږ دواړو په مينځ کښې د لوظ نښه وى، نو چې هغوئ په دې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ دوئ مقدس کړى دى. ۱۳خو د بنى اِسرائيلو خلقو په صحرا کښې هم زما خلاف سرکشى وکړه. هغوئ زما په حکمونو عمل ونۀ کړو او زما شريعت يې رد کړو، او دا چې چا هم په دې عمل وکړو هغه به په دې ژوندى پاتې شى. خو هغوئ په ښکاره توګه زما د سبت بې‌عزتى وکړه. نو ما وفرمائيل چې زۀ به خپل قهر او غضب په دوئ نازل کړم او هغوئ به په صحرا کښې تباه کړم. ۱۴بلکې د خپل نوم دپاره ما هغه څۀ وکړل څۀ چې به هغه د هغه قومونو د سترګو د وړاندې د سپکوالى نه وساتى چا چې زۀ وليدلم چې ما هغوئ بهر راوويستل. ۱۵خو بيا په صحرا کښې ما دوئ سره قسم وکړو چې زۀ به هغوئ هغه مُلک ته رانۀ ولم کوم چې ما دوئ له ورکړے دے هغه مُلک چې زرخيزه دے، چې د ټولو مُلکونو نه ډېر ښکلے دے، ۱۶په دې وجه چې هغوئ زما شريعت رد کړو او زما د حکمونو پيروى يې ونۀ کړه او زما د سبت سپکاوے يې وکړو. ځکه چې د هغوئ زړونه خپلو بُتانو ته وقف شوى وُو. ۱۷خو بيا هم ما دوئ ته د رحم په سترګه وکتل او تباه مې نۀ کړل او نۀ مې هلته په صحرا کښې ختم کړل. ۱۸ما د هغوئ بچو ته په صحرا کښې وفرمائيل چې، د خپل پلار نيکۀ د رِواج پيروى مۀ کوئ او مۀ د هغوئ په قانون عمل کوئ او مۀ د هغوئ په بُتانو خپل ځان پليتوئ. ۱۹زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. زما د حکمونو پيروى وکړئ او په غور سره زما په قانون عمل وکړئ. ۲۰زما د سبت ورځ مقدسه وساتئ، ځکه چې دا به زمونږ دواړو په مينځ کښې د لوظ نښه وى. نو تاسو به په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک ستاسو خُدائ پاک يم. ۲۱خو د هغوئ اولاد زما خلاف سرکشى وکړه، او هغوئ زما د سبت سپکاوے وکړو. هغوئ زما د حکمونو پيروى ونۀ کړه، او زما د قانون په ساتلو يې غور ونۀ کړو. چا چې د دې تابعدارى وکړه نو په دې به ژوندى پاتې شى. بيا ما وفرمائيل چې، زۀ به په هغوئ خپل قهر نازل کړم او خپله غصه به په هغوئ په صحرا کښې سړه کړم. ۲۲خو ما خپل لاس ترې ونيولو، بلکې د خپل نوم د خاطره ما هغه څۀ وکړل څۀ چې به هغه د هغه قومونو د سترګو د وړاندې د سپکوالى نه وساتى چا چې زۀ وليدلم چې ما هغوئ بهر راوويستل. ۲۳خو ما هم په صحرا کښې دوئ سره قسم وخوړلو چې زۀ به هغوئ په نورو قومونو او مُلکونو کښې خوارۀ کړم، ۲۴ځکه چې هغوئ زما قانون ونۀ منلو بلکې د منلو په ځائ يې رد کړو او زما د سبت بې‌حرمتى يې وکړه، او د هغوئ سترګې د هغوئ د پلار نيکۀ بُتانو ته وې. ۲۵ما هغوئ فضول قانون او اصُولو ته حواله کړل کوم چې د ژوند طرف ته نۀ وُو روان. ۲۶ما هغوئ پرېښودل چې خپل ځانونه بُتانو ته په نذرانې پېش کولو سره پليت کړى تر دې چې خپل مشران زامن هم ورته قربان کړى، نو په دې کار سره به زۀ هغوئ حق حېران کړم تر دې چې هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم. ۲۷نو په دې وجه اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو سره خبرې وکړه او هغوئ ته ووايه چې مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، هم داسې ستاسو پلار نيکۀ هم کُفر وکړو او ما سره يې غدارى وکړه. ۲۸کله چې هغوئ ما هغه مُلک ته راوستل کوم چې ما د هغوئ سره د ورکولو وعده کړې وه نو هرکله چې به هغوئ اوچتې غونډۍ يا شنې ونې وليدلې، نو بيا به هلته هغوئ خپلې قربانۍ پېش کولې، هغوئ داسې قربانۍ بُتانو ته کولې چې زۀ يې په قهر کړم، او هغوئ هلته خپلې د خوشبويانو قربانۍ، او د څښلو نذرانې پېش کړې. ۲۹ما بيا هغوئ ته وفرمائيل، نو دا کوم اوچت ځائ دے چرته چې تاسو ځئ؟ تر نن ورځې پورې ورته بامه يعنې اوچت ځائ وائى. ۳۰په دې وجه د بنى اِسرائيلو قوم ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې ولې تاسو خپل ځانونه پليتوئ لکه څنګه چې ستاسو پلار نيکۀ کړى وُو او د هغه ناپاکه بُتانو سره په زنا کولو خپل ځانونه ګمراه کوئ؟ ۳۱کله چې تاسو خپلې نذرانې پېش کړئ او خپل زامن په اور قربانى کړئ او تاسو خپل ځانونه تر نن ورځې پورې په خپلو ټولو بُتانو پليتوئ، نو ولې زۀ تاسو، اے د بنى اِسرائيلو قومه، پرېږدم چې زما په حقله معلومات وکړئ؟ زما دې په خپل ذات قسم وى، قادر مطلق خُدائ فرمائى، زۀ به تاسو پرې نۀ ږدم چې زما معلومات وکړئ. ۳۲تاسو وايئ چې مونږ غواړو چې د دُنيا د هغه نورو قومونو په شان ژوند تېر کړُو، څوک چې د لرګو او د کاڼو د بُتانو عبادت کوى. خو ستاسو په ذهن کښې چې څۀ دى هغه به کله هم پوره نۀ شى.“

د مالِک خُدائ سزا او معافى

۳۳”زما دې په خپل ذات قسم وى مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، زۀ به په مضبوطو لاسونو سره په تاسو حکومت وکړم او خپل لاس به دراوږد کړم او خپل غضب به په تاسو نازل کړم. ۳۴زۀ به په خپل زورَور او غزېدلى لاس او راپارېدلى غضب سره تاسو د هغه مُلکونو نه واپس راولم کومو ته چې تاسو خوارۀ وارۀ شوى وئ. ۳۵زۀ به تاسو د قومونو بيابان ته راولم او هلته به زۀ تاسو سره مخامخ شم او ستاسو عدالت به وکړم. ۳۶لکه څنګه چې ما ستاسو د پلار نيکۀ د مِصر په بيابان کښې عدالت کړے وو، نو هم هغه شان به زۀ ستاسو عدالت وکړم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. ۳۷چې زۀ به ستاسو سره حساب کوم چې تاسو خپل لوظ پوره کړے دے کۀ نه. ۳۸زۀ به تاسو د هغه خلقو نه راچاڼ کړم څوک چې زما خلاف ګناه او سرکشى کوى. اګر کۀ زۀ به هغوئ د هغه مُلک نه راوباسم چرته چې هغوئ اوسيږى خو هغوئ به د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې داخل نۀ شى. بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم. ۳۹تر څو پورې چې ستاسو خبره ده اے د بنى اِسرائيلو قومه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، تاسو ټول لاړ شئ او د خپلو بُتانو عبادت وکړئ، خو د دې نه وروستو به تاسو په يقين سره ما ته غوږ ونيسئ او په خپلو نذرانو او د بُتانو په وجه به نور زما د مقدس نوم سپکاوے نۀ کوئ. ۴۰زما په مقدس غر، د بنى اِسرائيلو په اوچت غر، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، هلته په هغه مُلک کښې د بنى اِسرائيلو ټول قوم به زما عبادت وکړى، او هلته به زۀ هغوئ قبول کړم. او هلته به زۀ ستاسو نه نذرانې او غوره تحفې او ستاسو ټولې مقدسې قربانۍ وغواړمه. ۴۱زۀ چې کله تاسو د هغه مُلکونو نه واپس راولم او د هغه مُلکونو نه مو راغونډ کړم کومو ته چې تاسو خوارۀ وارۀ شوې وئ، نو زۀ به تاسو د ښکلې خوشبو په شان قبول کړم، او زۀ به خپل ځان ستاسو په مينځ کښې او د نورو قومونو په نظر کښې مقدس څرګند کړم. ۴۲نو تاسو به پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم کله چې زۀ تاسو د بنى اِسرائيلو مُلک ته واپس راولم، هغه مُلک ته چې ما په اوچتو لاسونو ستاسو پلار نيکۀ ته د ورکولو قسم کړے وو. ۴۳نو هلته به تاسو ته خپل ټول چال چلن او عملونه درياد شى د کومو په کولو چې تاسو خپل ځان پليت کړے دے، او د خپل ځان نه به نفرت کوئ د هغه اعمالو په وجه کوم چې تاسو کړى دى. ۴۴تاسو به په دې پوهه شئ ‎چې زۀ مالِک خُدائ يم، اے د بنى اِسرائيلو قومه، کله چې زۀ تاسو سره د خپل نوم د خاطره نرم سلوک وکړم او ستاسو د خرابو کارونو او ستاسو د غلطو اعمالو په مطابق سلوک ونۀ کړم، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.“

د جنوب خلاف پېشګوئې

۴۵نو بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، ۴۶”اے بنى آدمه، د جنوب خوا ته وګوره، د جنوب خلاف تبليغ وکړه او د جنوبى مُلک د ځنګلو په خلاف پېشګوئې وکړه. ۴۷جنوبى ځنګل ته ووايه، د مالِک خُدائ کلام واورئ، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ اوس په تاسو باندې اور لګوم، او دا به ستا ټولې شنې او وچې ونې وسوزوى. دا د اور لمبې به مړې نۀ شى، او د جنوب نه د شمال پورې ټول مخونه به د دې په لمبو وسوزى. ۴۸هر يو به يې وګورى چې ما مالِک خُدائ دا اور لګولے دے، دا به مړ نۀ شى.“ ۴۹بيا ما وفرمائيل چې، ”اے مالِکه قادر مطلق خُدايه، هغوئ زما په حقله وائى چې، ولې هغه هسې متلونه نۀ وائى؟“