يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يشعياه نبى کِتاب - شپږ دېرشم باب

د اسوريانو يروشلم له دهمکى ورکول

۱د حزقياه بادشاه د بادشاهۍ په څوارلسم کال، د اسور بادشاه سينحرب، د يهوداه د پَخو دېوالونو په ښارونو باندې حمله وکړه او قبضه يې کړل. ۲بيا د اسور بادشاه خپل مشر آفسر ته حُکم وکړو چې حزقياه بادشاه ته د يو لوئ لښکر سره د لکيس نه يروشلم ته لاړ شى. نو آفسر په هغه سړک ودرېدو چرته به چې دهوبيانو جامې وينځلې، دا د هغه وَلې سره نزدې وو چې په دې کښې د بره ډنډ نه اوبۀ راتلې. ۳نو د يهوداه درې کسان د هغۀ سره مِلاوېدو له راغلل يعنې، د خِلقياه زوئ اِلياقيم، چې هغه د محل مشر وو، شبناه، د دربار منشى، او د آسف زوئ يوآخ، چا چې د هغه زمانې تاريخ ليکلو. ۴د اسور آفسر هغوئ ته ووئيل چې، ”حزقياه ته ووايه چې، لوئ بادشاه د اسور بادشاه وائى چې تۀ په څۀ باندې دومره زړَور يې؟ ۵ستا خيال دا دے څۀ چې تشې خبرې د فوجى طريقه کار او طاقت ځائ نيولے شى؟ د اسوريانو خِلاف په بغاوت کښې به څوک ستا په خيال ستا مدد وکړى؟ ۶تۀ د مِصر نه طمع کوې؟ دا به داسې وى لکه چې د لوخې د پاڼې نه امسا جوړه کړې او چې کله په دې باندې زور واچوې نو دا به ستا لاس غوڅ او زخمى کړى. کله چې څوک د مِصر په بادشاه فِرعون بهروسه وکړى نو هغه هم دغه شان دے. ۷شايد چې تاسو ووايئ، مونږ په مالِک خُدائ په خپل خُدائ پاک باندې بهروسه لرو. خو دا څنګه کېدے شى؟ ولې چې حزقياه خو د مالِک خُدائ علاقائى عبادتخانې او قربان‌ګاه ختمې کړې، کله چې هغۀ د يهوداه او يروشلم خلقو ته ووئيل چې صِرف د يروشلم قربان‌ګاه وړاندې عبادت کوئ. ۸نو اوس راشئ او زمونږ د مالِک د اسور بادشاه سره يوه سودا وکړئ، زۀ به تاسو له دوه زره آسونه درکړم خو کۀ تاسو د دې دپاره دومره سړى پېدا کړل چې په دې باندې سورلى وکړى. ۹تۀ زما د مالِک د اسور د بادشاه د يو وړوکى آفسر مقابله هم نۀ شې کولے نو بيا د مِصر په جنګى ګاډۍ او آسونو باندې د سوَرو کسانو فائده څۀ؟ ۱۰ستا خيال دا دے څۀ چې ما د مالِک خُدائ د مدد نه بغېر ستا په مُلک حمله کړې ده او ستا مُلک مې تباه کړے دے؟ ما ته مالِک خُدائ په خپله فرمائيلى دى چې په دې باندې حمله وکړه او تباه يې کړه.“ ۱۱نو اِلياقيم، شبناه او يوآخ هغه آفسر ته ووئيل، ”صاحبه، تۀ زمونږ سره په آرامى ژبه کښې خبرې کوه ځکه چې مونږ په دې ښۀ پوهيږو. مونږ سره په عبرانۍ کښې خبرې مۀ کوه، ځکه چې په دېوال باندې ټول خلق دا اورى.“ ۱۲هغۀ ورته په جواب کښې ووئيل، ”ستاسو خيال دا دے څۀ چې زما بادشاه دا پېغام صرف تاسو او ستاسو بادشاه له رالېږلے دے څۀ؟ نه، زۀ هغه خلقو ته هم وايم کوم چې په دېوال ناست دى. ستاسو په شان به هغوئ هم خپل غُل وخورى او خپلې متيازې به وڅښى.“ ۱۳بيا هغه آفسر ودرېدو او په عبرانۍ کښې يې آواز وکړو، ”د اسور بادشاه پېغام په کولاو غوږونو واورئ. ۱۴هغه تاسو له خبردارے درکوى چې حزقياه مۀ پرېږدئ چې دوکه درکړى. حزقياه تاسو نۀ شى بچ کولے. ۱۵او هغه دې تاسو په دې دوکه نۀ کړى چې په مالِک خُدائ يقين وکړئ. دا خيال مۀ کوئ چې مالِک خُدائ به ضرور تاسو بچ کړى او چې هغه به زمونږ اسورى لښکر ستاسو د ښار قبضه کولو نه ايسار کړى. ۱۶حزقياه ته غوږ مۀ نيسئ. د اسور بادشاه تاسو له حُکم درکوى چې ما سره صُلح وکړئ د ښار نه راوځئ او ما له راشئ. نو بيا به په تاسو کښې هر يو کس خپلو د انګورو باغونو نه انګور خورئ او د خپلو اينځرانو د ونو نه به اينځر خورئ او د خپلو کُوهو نه به اوبۀ څښئ. ۱۷بيا به زۀ راشم او تاسو به يو داسې مُلک ته بوځم لکه چې ستاسو د مُلک په شان به وى، هلته به غله، مے، روټۍ او د انګورو باغونه وى. ۱۸حزقياه دې درنه کم عقل جوړ نۀ کړى چې دا خيال مو راولى چې مالِک خُدائ به تاسو بچ کړى. د نورو قومونو خُدايانو د هغوئ مُلکونه د اسور بادشاه نه بچ کړى دى څۀ؟ ۱۹د حمات او ارفاد خُدايان اوس چرته دى؟ د سفروائم خُدايان چرته دى؟ ولې کوم معبود سامريه زما نه بچ کړے شو څۀ؟ ۲۰د هر مُلک خُدايانو کله هم خپل مُلک زمونږ د سلطان نه بچ کړے دے څۀ؟ نو بيا تاسو دا سوچ په څۀ باندې کوئ چې مالِک خُدائ به يروشلم زما نه بچ کړى؟“ ۲۱خو خلق خاموش وُو او يوه خبره يې هم نۀ کوله ځکه چې حزقياه حُکم ورکړے وو چې، ”هغۀ له جواب مۀ ورکوئ.“ ۲۲نو د خِلقياه زوئ اِلياقيم، چې هغه د محل مشر وو، شبناه، د دربار منشى، او د آسف زوئ يوآخ، کوم چې د تاريخ ليکونکو مشر وو د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او حزقياه له واپس لاړل. او چې د اسور آفسر هغوئ ته څۀ وئيلى وُو هغه يې ورته ووئيل.