يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او پينځويشتم زبور

يروشلم ته د ختلو سرود

۱هغوئ څوک چې په مالِک خُدائ ايمان لرى د صيون د غرۀ په شان دى،

کوم چې نۀ خوځيږى او د تل دپاره قائم دے.

۲لکه څنګه چې غرونه د يروشلم نه راتاو دى،

نو دغه شان مالِک خُدائ د خپلو خلقو نه راتاو دے

يعنې د اوس نه تر ابده پورې.

۳د بدعملو حکومت او اقتدار به پاتې نۀ شى،

په هغه زمکه کومه چې صادقانو ته ورکړے شوې ده،

ځکه هسې نۀ چې صادقان هم په بد عملونو باندې اخته شى.

۴اے مالِکه خُدايه هغوئ سره ښۀ کوئ څوک چې ښۀ وى،

هغوئ سره د چا چې زړونه صادق وى.

۵خو هغوئ څوک چې بدو او کږو لارو ته اوړى،

مالِک خُدائ به هغه بدکاران وشړى،

سلامتيا دې په بنى اِسرائيلو وى.