يوسفزئ
تاریخى

د حضرت نحمياه کِتاب - يوولسم باب

په يروشلم کښې اوسېدونکى خلق

۱مشران په يروشلم کښې دېره شول او باقى خلقو پچه واچوله چې د هر لسم خاندان نه يو خاندان خوښ کړى چې لاړ شى او د يروشلم په مقدس ښار کښې اوسيږى، خو هغه نور په خپلو ښارونو کښې اوسېدل. ۲خلقو د هغه ټولو خلقو دپاره برکت وغوښتو چې کوم په رضاکارانه توګه په يروشلم کښې اوسېدل. ۳د يهوداه په ښارونو کښې بنى اِسرائيل، اِمامان، ليويان، د خُدائ پاک د کور کاريګران او د سليمان د نوکرانو اولاد په خپلو ښارونو کښې په خپلو جائيدادونو کښې اوسېدل. دا د يهوداه صُوبې د مشرانو ښاريانو تفصيل دے کوم چې په يروشلم کښې اوسېدل: ۴د يهوداه قبيلې کسان دا دى: د زکرياه نمسے او د عُزياه زوئ عتاياه. د هغۀ په آباواجداد کښې امرياه، سفطياه او محلل‌اېل شامل وُو، چې د يهوداه زوئ د فارص اولاد وو. ۵او هم د کولحوزه نمسے او د باروک زوئ معسياه. د هغۀ په آباواجداد کښې حزاياه، عداياه، يويريب او زکرياه شامل وُو، چې د يهوداه د زوئ سيله اولاد وو. ۶د فارص د اولاد څلور سوه او اتۀ شپېتۀ ښۀ تکړه سړى په يروشلم کښې اوسېدل. ۷د بنيامين د قبيلې کسان دا دى: د يوئيد نمسے او د مسلام زوئ سلو وو. د هغۀ په نورو آباواجداد کښې فداياه، قولاياه، معسياه، ايتى‌اېل او يشعياه شامل وُو. ۸د سلو نزدې خپلوان جبى او سلى وُو. ټول نهۀ سوه او اتۀويشت بنيامينيان په يروشلم کښې اوسېدل. ۹د زِکرى زوئ يوايل د هغوئ مشر وو، د هسينوآه زوئ يهوداه په ښار کښې دوېم مشر آفسر وو. ۱۰اِمامان: د يويريب زوئ يدعياه او يکين. ۱۱شراياه زوئ د خِلقياه، زوئ د مسلام، زوئ د صدوق، زوئ د مرايوت، زوئ د اخيطوب، څوک چې د خُدائ پاک د کور مشر اِمام وو. ۱۲د دې قبيلې ټولو اتۀ سوه او دوويشتو کسانو د خُدائ پاک په کور کښې خِدمت کولو. د فللياه نمسے او د يروحام زوئ عداياه. د هغۀ په آباواجداد کښې امصى، زکرياه، فشحور او مُلکياه شامل وُو. ۱۳د هغۀ د قبيلې ټول دوه سوه او دوه څلوېښت کسان د کورَنو مشران وُو. د اخزائى نمسے او د عزراېل زوئ امشى. د هغۀ په آباواجداد کښې اِمير او مسلموت شامل وُو. ۱۴د هغۀ د قبيلې يو سل او اتۀويشت کسان ښۀ تکړه فوجيان وُو. د هغوئ مشر زبدى‌اېل وو چې د هجدوليم زوئ وو. ۱۵ليويان: د عزريقام نمسے او د حسوب زوئ سمعياه. د هغۀ په آباواجداد کښې حسبياه او بُنى شامل وُو. ۱۶سبتى او يوزبد، د خُدائ پاک د کور نه د بهر کار مشران وُو. ۱۷د زبدى نمسے او د ميکا زوئ متنياه چې د آسف د اولاد نه وو. هغۀ د خُدائ پاک په کور کښې د عبادت په وخت کښې د حمد‌و‌ثناء رهنمائى کوله. او بقبوقياه په متنياه پسې دوېم سړ‌ے وو. د جلال نمسے او د سموع زوئ عبدا د يدوتون د اولاد نه وو. ۱۸د يروشلم په مقدس ښار کښې ټول دوه سوه او څلور اتيا ليويان اوسېدل. ۱۹د خُدائ پاک د کور څوکيداران: عقوب، طلمون او د هغوئ خپلوان، ټول يو سل او دوه اويا کسان وُو. ۲۰نور بنى اِسرائيليان او پاتې اِمامان او ليويان د يهوداه په ښارونو کښې په خپلو خپلو جائيدادونو کښې اوسېدل. ۲۱د خُدائ پاک د کور خِدمتګاران د يروشلم په هغه برخه کښې اوسېدل چې نوم يې عوفل وو او هغوئ د ضيحا او جِسفا د مشرۍ لاندې کار کولو. ۲۲د ليويانو هغه مشر چې په يروشلم کښې اوسېدو هغه د حسبياه نمسے او د بانى زوئ عُزى وو. د هغۀ په پلارانو نيکونو کښې متنياه او ميکا شامل وُو او هغه د آسف د قبيلې نه وو. دا هغه ډله وه چې د دې کسان د خُدائ پاک په کور کښې د موسيقۍ ذمه وار وُو. ۲۳د دې دپاره شاهى اصُول مقرر وُو چې قبيلې به هره ورځ د خُدائ پاک د کور په موسيقۍ کښې مشرى څنګه کوى. ۲۴د يهوداه قبيلې د زارح د قبيلې د مشيزب‌ايل زوئ فتحياه د فارس په دربار کښې د بنى اِسرائيلو نمائندګى کوله.

د يروشلم نه بهر کلى

۲۵ډېر خلق د خپلو پټو سره نزدې په کلو کښې اوسېدل. څۀ کسان چې د يهوداه د قبيلې وُو نو هغوئ په قِريَت‌اربع، ديبون، يقبضى‌اېل او د دې ښارونو سره نزدې کلو کښې اوسېدل. ۲۶هغوئ د يشوَع، مولاده او بيت‌فِلِط په ښارونو کښې هم اوسېدل، ۲۷او داسې په حصارسعول، بيرسبع او د دې نه ګېرچاپېره کلو کښې هم اوسېدل. ۲۸هغوئ د صِقلاج په ښار کښې، مقوناه او د دې نه ګېرچاپېره کلو کښې، ۲۹په عين رِمون، صُرعا، يرموت، ۳۰په زنوح، عدولام او نزدې کلو کښې اوسېدل. هغوئ په لکيس او په نزدې پټو کښې او په عزيقه او د دې په کلو کښې اوسېدل. نو د يهوداه خلق د بيرسبع نه واخله د هنوم وادۍ پورې اوسېدل. ۳۱د بنيامين قبيلې خلق په دې ځايونو کښې اوسېدل، جبعه، مِکماس، عياه، بيت‌ايل او د دې نزدې کلو کښې، ۳۲په عنتوت، نوب، عننياه، ۳۳حصور، راما، جيتم، ۳۴حاديد، صبوئيم، نبلا‌ط، ۳۵لد، اونو او په هغه وادۍ کښې چې چرته کاريګر اوسېدل. ۳۶د ليويانو څۀ قبيلې کومې چې د يهوداه په علاقه کښې اوسېدلې وې هغوئ د بنيامين د خلقو سره اوسېدو دپاره ولېږل شول.