يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو اويايم زبور

د يو بوډا سړى دُعا

۱زما مالِکه خُدايه ستا پناه له راغلے يم،

ما مۀ پرېږده چې په شرم وشرمېږم،

۲په خپل صداقت سره دې ما بچ کړه او خلاصون راکړه،

ما ته غوږ ونيسه او ما بچ کړه.

۳تۀ زما د پناه ګټ شه چرته چې زۀ هر وخت ورتلے شم،

تۀ حُکم ورته وکړه چې زۀ په کښې بچ شم.

ځکه چې تۀ يې زما ګټ او قلعه.

۴زما پاکه خُدايه، ما د بدعملو د لاسونو نه خلاص کړه،

او د بدکارانو او ظالمانو د قبضې نه مې خلاص کړه.

۵اے قادر مطلق مالِکه خُدايه صرف تۀ زما اُميد يې،

او د ورکوټوالى نه په تا باندې توکل کوم.

۶زما د پېدا کېدو سره سم ما هم په تا بهروسه کړې ده،

او هم تا زما خيال وساتلو د مور په ګېډه.

زۀ به همېشه ستا ثناء صِفت کوم.

۷د ډېرو خلقو په وړاندې عجيبه غوندې مثال ګرځېدلے يم،

خو تۀ مضبوطه پناه ګاه يې زما دپاره.

۸ټوله ورځ زۀ په ژبه ستا ثناء صِفت کوم،

ستا شان او شوکت ټوله ورځ بيانوم.

۹په بوډاوالى کښې چې ما ونۀ غورزوې،

هرکله چې زما زور ختم شى ما مۀ هېروه.

۱۰زما دشمنان زما خلاف خبرې کوى،

څوک چې راپسې دى هغوئ زما د وژلو بندوبست کوى.

۱۱دوئ وائى، ”خُدائ پاک ترې نه لاس اخستے دے نو ورپسې شئ او راټينګ يې کړئ.

هيڅ څوک نشته چې هغۀ له خلاصون ورکړى.“

۱۲زما نه لرې مۀ اوسېږه، اے مالِکه خُدايه،

زما پاکه خُدايه، ستا مِنت کوم ما ته زر راشه.

۱۳څوک چې ما پورې تور تړى نو و دې شرميږى او تباه دې شى،

څوک چې ما ته نقصان رسول غواړى،

هغوئ دې سپک شى او په شرمونو کښې دې پټ شى.

۱۴خو زۀ به همېشه دپاره ستا نه اُميد کوم،

زۀ به ستا ثناء صِفت ډېر ډېر کوم.

۱۵زۀ به په خپله ستا صداقت بيان کړم،

ټوله ورځ به ستا خلاصون بيانوم،

کۀ څۀ هم زۀ په وينا کښې ماهر نۀ يم.

۱۶اے قادر مطلق مالِک خُدايه زۀ به ستا د لويئ کارونه بيان کړم.

چې صرف تۀ اِنصاف کوونکے يې زۀ به هر چا ته ووايم.

۱۷د ورکوټوالى نه دې ما له تعليم راکړے دے اے پاکه خُدايه،

زۀ تر ننه پورې ستا عجيبه کارونه ستايم.

۱۸کۀ چرې زۀ هم بوډا او سپين‌ږيرے شم،

خو اے پاکه خُدايه، ما مۀ پرېږده ځان له،

ترڅو چې زۀ راتلونکى نسل ته ستا قدرت بيان نۀ کړم،

او ټولو را روانو نسلونو ته ستا زور بيان نۀ کړم.

۱۹ستا صداقت آسمانونو ته رسيږى پاکه خُدايه،

هم دا تا کړې دى لوئ کارونه.

ستا په شان بل څوک نشته پاکه خُدايه.

۲۰کۀ څۀ هم تا زۀ د ډېرو سختو سره مخ کړم،

تۀ به دوباره ما ژوندے کړې،

او د زمکې د ژورې کندې نه به مې راوباسې.

۲۱تۀ به زما عزت زيات کړې،

يو ځل بيا به ډاډګيرنه راکړې.

۲۲زۀ به ستا ثناء صِفت د سريندې په ساز کښې کوم،

ځکه چې تۀ په خپلو وعدو وفادار يې،

زۀ به د رباب په نغمو کښې ستا صِفت کوم،

اے د بنى اِسرائيلو مقدس خُدايه.

۲۳زما شونډې به د خوشحالۍ وکړى آوازونه،

کله چې زۀ ستا ثناء صِفت کومه،

ځکه چې تا زۀ بچ کړے يم.

۲۴زما ژبه به ستا صداقت ټوله ورځ بيانوى،

ځکه چا چې غوښتل چې ما ته نقصان ورسوى

هغوئ به په شرم او په بې‌عزتۍ اخته وى.