يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت حزقى‌ايل نبى کِتاب - شپږ دېرشم باب

د بنى اِسرائيلو د بيا آبادېدلو په حقله پېشګوئې

۱”اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو غرونو ته پېشګوئې وکړه او ووايه، اے د بنى اِسرائيل غرونو، د مالِک خُدائ کلام واورئ. ۲مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ستا دشمن دا پېغور درکولو چې، واه، ستاسو د غرونو پخوانۍ لوړې څوکې زمونږ شوې. ۳نو په دې وجه پېشګوئې وکړه او ورته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تۀ هغوئ وران ويجاړ کړې، د هرې خوا نه يې وډبولې او تۀ د نورو مُلکونو او قومونو ملکيت او د خندا او غېبت سبب وګرځېدې، ۴نو په دې وجه، اے د بنى اِسرائيلو غرونو، د مالِک خُدائ کلام واورئ. مالِک قادر مطلق خُدائ غرونو غونډو او ګړنګونو، او درو ته داسې فرمائى چې، کندو کپرو، وران او تباه شوو ښارونو ته چې د نورو قومونو د لوټ او د خندا سبب ګرځېدلى دى، ۵مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ما په خپل غېرت کښې د نورو قومونو خلاف فېصله وکړه، او خاص د ټول ادوم په خلاف، ځکه چې هغوئ په ډيرې خوشحالۍ او سپک نظر سره زما مُلک خپل ملکيت کړو ترڅو هغوئ د هغۀ د څرن سرسبزه ځائ لوټ کړى. ۶نو په دې وجه د بنى اِسرائيلو د مُلک په حقله پېشګوئې وکړه او غرونو او غونډو، ګړنګونو او درو ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ما په خپل غېرتى قهر کښې دې قوم ته دا ووئيل ځکه چې تاسو د نورو قومونو مسخرې تېرې کړې. ۷مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، هغوئ چې څۀ کړى دى نو د هغې په وجه ما قسم وخوړو چې، ستاسو نه ګېرچاپېره مُلکونه به هم دغه شان سپک او بې‌عزته کړم. ۸بلکې تاسو به، اے د بنى اِسرائيل غرونو، څانګې او ډېره مېوه زما د خلقو بنى اِسرائيلو دپاره وکړئ، ځکه چې هغوئ به ډېر زر خپل کور ته راشى. ۹ګورئ، زۀ ستاسو خيال ساتم، او تاسو ته به په ښه سترګه وګورم، او ستا په پټو کښې به بيا خلق کَرل رېبل کوى. ۱۰زۀ به په تا کښې خلق زيات کړم، تر دې چې د بنى اِسرائيل ټول قوم به زيات کړم. ښارونه به بيا آباد شى او وران شوى ځايونه به بيا جوړ کړے شى. ۱۱زۀ به ستا د سړو او څاروو شمېر زيات کړم، او هغوئ به بارداره او ډېر شى. زۀ به خلق په تا کښې د پخوا په شان په ځائ کړم او د پخوا نه به ډېر برکت درکړم. نو بيا به تۀ په دې پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم. ۱۲زۀ به خپل خلق بنى اِسرائيل راولم چې په تا باندې وګرځى. هغوئ به په تا قبضه وکړى، او تۀ به د هغوئ ميراث يې، او تۀ به بيا هيڅکله هم هغوئ د خپلو ماشومانو نه، محرومه نۀ کړې. ۱۳مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې خلق ستا په حقله وائى چې تۀ خلق لواړ تېروې او خپل قوم د هغوئ د ماشومانو نه محروموې، ۱۴نو د دې نه وروستو به تۀ نور خلق تباه نۀ کړې او نۀ به نور تۀ خپل اوسېدونکى د ماشومانو نه خلاص کړې، مالِک خُدائ داسې فرمائى. ۱۵زۀ به نور تا دې ته پرې نۀ ږدم چې د نورو قومونو پيغورونه واورې، او نۀ به نور د قومونو د مسخرو نۀ په تکليف شې او نۀ به تۀ نور د خپلو خلقو دپاره د تيندک سبب يې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.“

د بنى اِسرائيلو نوے ژوند

۱۶نو بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې، ۱۷”اے بنى آدمه، کله چې د بنى اِسرائيلو خلق په خپل مُلک کښې اوسېدل، هغوئ هغه په خپل عمل او چال چلن سره پليت کړو. د هغوئ چال چلن زما په وړاندې لکه د ښځو د مياشتنۍ بيمارۍ په شان ناپاکه وو. ۱۸نو ما بيا په هغوئ خپل غضب نازل کړو ځکه چې هغوئ په هغه مُلک کښې وينه تويه کړې وه او ځکه چې هغوئ هغه مُلک په خپلو بُتانو سره پليت کړے وو. ۱۹ما هغوئ په نورو قومونو کښې خوارۀ کړل، او هغوئ په ټولو مُلکونو کښې خوارۀ شوى وُو. ما د هغوئ د چال چلن او عمل په مطابق د هغوئ عدالت وکړو. ۲۰هغوئ چې چرته هم په نورو قومونو کښې خوارۀ وارۀ شول، هغوئ زما د مقدس نوم، په دې طريقې سره بې‌حرمتى وکړه، يعنې د هغوئ په حقله نورو قومونو دا وئيل چې، اګر چې هغوئ د مالِک خُدائ خپل خلق دى، خو هغوئ د هغۀ د وطن په پريښودو مجبور شول. ۲۱نو ما د خپل مقدس نوم په حقله سوچ کولو، کوم چې د بنى اِسرائيلو په نورو مُلکونو کښې چې چرته هم هغوئ رسېدلى وُو سپک يې کړو. ۲۲نو په دې وجه بنى اِسرائيلو ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، اے بنى اِسرائيلو دا ستاسو دپاره نۀ دى کوم څيزونه چې زۀ کوم، خو دا زما د مقدس نوم په خاطر دى، د کوم چې تاسو په نورو قومونو کښې بې‌حرمتى وکړه چرته چې هم لاړئ. ۲۳زۀ به د خپل عظيم نوم قدوسيت ښکاره کړم، د کوم چې تاسو د نورو قومونو په مينځ کښې بې‌حرمتى وکړه. مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، کله چې زۀ د هغوئ د سترګو د وړاندې خپل ځان مقدس ښکاره کړم نو بيا به هغه قومونه په دې وپوهيږى چې زۀ مالِک خُدائ يم. ۲۴ځکه چې زۀ به تاسو د نورو قومونو نه راغونډ کړم، زۀ به تاسو د ټولو مُلکونو نه راجمع کړم او خپل مُلک ته به مو واپس راولم. ۲۵زۀ به پاکې اوبۀ په تاسو وشيندم، نو تاسو به پاک شئ. زۀ به تاسو د خپلو ټولو حرام کارو او بُتانو نه پاک کړم. ۲۶زۀ به تاسو له نوے زړۀ درکړم او په تاسو کښې به نوے روح واچوم. زۀ به تاسو نه دا سخت زړۀ لرى کړم او نرم زړۀ به درکړم. ۲۷زۀ به په تاسو کښې خپل روح واچوم او خپلې تابعدارۍ طرف ته به ستاسو پام راوګرځوم چې زما په اصُولو عمل کوئ او زما د حکمونو په ساتلو کښې احتياط کوئ. ۲۸نو تاسو به بيا په هغه مُلک کښې اوسېږئ کوم چې ما ستاسو پلار نيکۀ له ورکړے وو. تاسو به زما خلق يئ، او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم. ۲۹زۀ به تاسو د خپلو ټولو پليتو نه بچ کړم. زۀ به د غلو فصلونو له برکت ورکړم او په تاسو به نور قحط نۀ راولم. ۳۰زۀ به ستاسو د ونو مېوې او د پټو فصلونه زيات کړم، ترڅو تاسو د نورو قومونو په مينځ کښې د قحط په وجه شرمنده نۀ شئ. ۳۱نو بيا به تاسو ته خپل حرام کارونه او غلط حرکتونه در په ياد شى، او بيا به تۀ په خپلو حرامو کارونو او ګناهونو د پښېمانۍ احساس وکړې. ۳۲زۀ غواړم چې تاسو په دې خبره پوهه شئ چې دا زۀ ستاسو دپاره نۀ کوم چې ګنې تاسو د دې حقدار يئ، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. اے بنى اِسرائيلو، د خپلو عملونو او کردار په وجه په شرمونو وشرمېږئ. ۳۳مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، په کومه ورځ چې زۀ تاسو د خپلو ټولو ګناهونو نه پاک کړم، زۀ به ستاسو ښارونه بيا ودان، او دوباره به ستاسو کنډرې آبادې کړم. ۳۴هغه زمکه چې شاړه او بنجره وه په کومه به چې څوک هم تېرېدل او هغوئ به ليدله چې شاړه به پرته وه دوباره به په هغه زمکه کښې کرونده وشى. ۳۵او خلق به داسې وائى چې، دا کومه زمکه چې شاړه پرته وه اوس ترې باغِ عدن جوړ شوے دے. او کوم ښارونه چې کنډرې پراتۀ وُو، شاړ او تباه شوى وُو، اوس مضبوط او بيا آباد شوى دى. ۳۶نو بيا هغه قومونه کوم چې ستاسو په خوا او شا کښې پاتې دى هغوئ به په دې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ هغه څۀ آباد کړل کوم چې وران ويجاړ شوى وُو او هغه څۀ مې وکرل کوم چې اوچ او شاړ شوى وُو. ما مالِک خُدائ وفرمائيل، او زۀ به يې وکړم. ۳۷مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، يو ځل بيا به د بنى اِسرائيلو درخواست ته توجو وکړم او د هغوئ دپاره به دا‎ وکړم، زۀ به د ګډو په شان د هغوئ د خلقو شمېره زياته کړم، ۳۸زۀ به هغوئ دومره زيات کړم لکه څومره رَمې به چې د نذارانو اخترونو دپاره يروشلم ته راتللې. نو هم داسې به وران ويجاړ ښارونه د خلقو د رَمو نه ډک کړم. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“