يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - دوه اويايم زبور

د حضرت سليمان دُعا

۱اے خُدايه پاکه، د اِنصاف دپاره بادشاه له همت ورکړه،

او د بادشاه زوئ له صداقت ورکړه.

۲هغه به په صداقت سره د خلقو عدالت وکړى،

ستا د مظلومانو به په اِنصاف سره عدالت وکړى.

۳غرونه به خلقو ته آبادى راولى،

غونډۍ دې د صداقت مېوه ونيسى.

۴او هغه به د خلقو په مينځ کښې د مظلومانو مدد وکړى،

او د غريبانانو بچو ته به خلاصون ورکړى،

او ظالمان به د پښو لاندې کړى.

۵ترڅو چې په آسمان کښې نمر او سپوږمۍ وى،

ټول خلق به تا نه يريږى،

نسل در نسل به دا جارى وى.

۶نو بادشاه دې د باران په شان د واښو په پټو راوريږى،

لکه د باران په څاڅکو چې زمکه سيرابيږى.

۷د هغۀ په ورځو کښې به صادقان آباد وى،

ترڅو چې په آسمان کښې سپوږمۍ وى نو تر هغه وخته به آباد وى.

۸هغه به د سمندر نه تر سمندر پورې،

او د فرات د سيند نه د زمکې تر آخره به حکومت کوى.

۹د دشتو کوچيان به د هغۀ په وړاندې په سجده شى،

د هغۀ دشمنان به خاورى په خولۀ شى.

۱۰هغۀ ته به د ترسيس بادشاهان او د لرو لرو جزيرو نه قلنګ راوړى،

هغۀ ته به د شيبا او سِيبا بادشاهان تحفې راوړى.

۱۱ټول بادشاهان به هغۀ ته په سجده شى،

ټول قومونه به د هغۀ خِدمت ګزار شى.

۱۲هغه به حاجتمندو له خلاصون ورکړى څوک چې هغۀ ته وژاړى،

او د هغه مظلومانو به مددګار وى د چا چې څوک نۀ وى.

۱۳په ضعيفانو او په حاجتمندانو به رحم وکړى،

او حاجتمندان به د مرګ نه بچ کړى.

۱۴هغه به دوئ د ظلم او جبر نه بچ کړى،

د هغۀ په نظر کښې د دوئ وينه ده ډېره قيمتى.

۱۵د بادشاه عمر دې ډېر شى د شيبا سرۀ زر دې هغۀ ته ورکړے شى،

خلق دې تل د هغۀ دپاره دُعا وغواړى،

او ټوله ورځ دې هغۀ ته د خُدائ پاک برکت ورکړے شى.

۱۶غله دانه دې په مُلک کښې ډېره تېره شى،

تر دې چې د غرونو په سرونو دې غلې دانې وشى.

د لبنان د مېوو په شان دې مېوه زياته شى،

لکه څنګه چې پټى د واښو نه شنۀ دى، دغه شان دې انسانان په کښې ډېر شى.

۱۷د بادشاه نوم دې د تل دپاره پاتې شى،

ترڅو چې نمر وى تر هغې دې پاتې شى.

ټول قومونه دې د هغۀ په وسيله برکتى شى،

او هغوئ دې ورته بختور ووائى،

۱۸ثناء صِفت دې مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته وى،

څوک چې په يواځې ځان په خپله عجيبه کارونه کوى.

۱۹د هغۀ جلالى نوم ته دې د تل دپاره ثناء صِفت وى،

ټوله زمکه دې د هغۀ د جلال نه ډکه وى. آمين ثُمه آمين.

۲۰دا د داؤد د دُعاګانو خاتمه ده،

څوک چې د يَسى زوئ دے.