يوسفزئ
پوهه او شاعرى

د متلونو کِتاب - يوويشتم باب

۱د بادشاه زړۀ د مالِک خُدائ په لاس کښې دے، کوم ځائ چې د دۀ خوښه وى هلته يې لکه د نِهرونو د اوبو غوندې بوځى. ۲هر سړى ته خپلې ټولې لارې په خپل نظر کښې صحيح ښکارى، خو مالِک خُدائ د زړُونو جاج اخلى. ۳صداقت او اِنصاف کول مالِک خُدائ دا د قربانۍ نه زيات خوښوى. ۴مغروره سترګې او مغرور زړۀ د بدعملو چراغ او ګناه ده. ۵د محنتى انسان منصوبې د آبادۍ باعث ګرځى، خو په يقين سره جلد بازى انسان د غربت سره مخ کوى. ۶کوم مال دولت چې په دروغژنه ژبه وګټلے شى نو دا د ختمېدونکى دوند او وژونکى دام په شان دے. ۷بدکاران به د خپل ظلم زياتى په وجه جارُو شى، ځکه چې هغوئ د هر هغه کار نه اِنکار کوى کوم چې صحيح وى. ۸د ګناه ګار لاره کږه وږه وى، خو د پاکانو لاره نېغه وى. ۹دا بهتره ده چې د کوټې دپاسه په يو ګوټ کښې ځانله ژوند کوى نه چې په کور کښې د ژبه ورې ښځې سره اوسيږى. ۱۰بدکاره انسان د بدۍ خواهشمند وى، د هغۀ ګاونډيان هم هيڅ قِسمه رحم د هغۀ نه نۀ وينى. ۱۱کله چې يو مسخره کوونکى ته سزا ورکړے شى، نو ساده هم ترې نه عقل زده کړى، خو کله چې د هوښيار لارښودنه وشى، نو هغه ترې نه نور عِلم حاصلوى. ۱۲صادقه خُدائ هغه هر څۀ وينى کوم چې د بدکاره په کور کښې کيږى، او په بدکاره به هغه تباهى راولى. ۱۳کۀ يو سړے د غريب ژړا فرياد ته خپل غوږونه بند کړى، نو د هغۀ خپله ژړا فرياد به څوک نۀ اورى. ۱۴په پرده کښې تحفه ورکول غصه نرموى، په پټه رشوت ورکول انسان د غټ قهر نه ساتى. ۱۵هرکله چې اِنصاف وشى، نو په دې صادق خوشحاليږى، خو بدکاره ترې نه يريږى. ۱۶څوک چې د حِکمت د لارې نه بې‌لارې شى، نو هغه به د مړو په ډله کښې شمار شى. ۱۷څوک چې د عياشۍ سره مينه کوى نو هغه به غريب شى، څوک چې د ميو او غوړو زېړو سره مينه کوى هغه به مالداره نۀ شى. ۱۸د صادقانو په ځائ بدکاران سزاوار شو، او د هغوئ په ځائ د نافرمانو فديه ورکړے شوه. ۱۹د جنګ ببره او سرتېزه ښځې سره د اوسېدو نه په صحرا کښې اوسېدل ښۀ دى. ۲۰د هوښيارانو په کور کښې ښۀ خوراکونه ډېر تير وى، خو کم عقل چې څۀ ګټى هغه څټى. ۲۱څوک چې صداقت او شفقت پسې ګرځى، هغه به ژوندون، آبادى او عزت پېدا کړى. ۲۲يو هوښيار انسان په يو طاقتور ښار حمله کولے شى، او هغه قوى دېوالونه راغورزولے شى په کومو چې هغوئ ملا تړى. ۲۳څوک چې خپله خولۀ او ژبه په قابو کښې ساتى، خپل ځان د مصيبت نه خلاصوى. ۲۴مغروره او ځان ښولے سړے چې مسخره کوونکے يې نوم دے، هغه هر کار د تکبر سره کوى. ۲۵د ناراسته خواهش هغه د مرګ طرف ته بوځى، ځکه چې هغه د کار کولو نه اِنکار کوى. ۲۶ټوله ورځ دے د نورو خواهش کوى، خو نېکان تل په سخاوت کښې لګيا وى. ۲۷د بدکاره د قربانۍ نه مالِک خُدائ کرکه کوى، نو د هغې نه به نور څومره کرکه کوى کومه چې په بدنېتۍ سره کيږى. ۲۸دروغژن ګواه به تباه شى، او څوک چې رښتيا وائى هغه به د تل دپاره خبرې کوى. ۲۹يو بدکاره انسان خپل ځان تکړه ښائى خو صادق انسان په خپلو لارو باندې سوچ کوى. ۳۰هيڅ قسمه حِکمت، عقل او منصوبه نشته چې د مالِک خُدائ خلاف کاميابه شى. ۳۱آس د جنګ د ورځې دپاره تيارولے شى، خو کاميابى د مالِک خُدائ په لاس کښې ده.