يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو پنځوسم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور. په هغه وخت کښې ليکلے شوے دے چې ناتن پېغمبر د حضرت داؤد سره د بت‌‌سبع د واقعې په حقله بحث وکړو.

د معافۍ دُعا

۱د خپل رحم په مطابق دې په ما مهربان شه خُدايه،

او د خپلې ازلى مينې په وجه دې په ما رحم وکړه،

د خپل لوئ رحم په مطابق دې زما ګناهونه ختم کړه.

۲ټول ګناهونه زما ووينځه،

او د ګناه نه مې پاک او صفا کړه.

۳زۀ په خپل شرارت باندې پوهه يم،

زۀ په خپلو بدو ټول عمر فکرمند يم.

۴ستا او يواځې ستا خلاف مې ګناه کړې ده زۀ ګناه ګار يم،

ما هغه کار کړے دے کوم چې ستا په نظر کښې بد دے.

تۀ دې په خپلو خبرو کښې رښتينې وګرځې،

او ستا عدالت زما په حق کښې ټيک دے.

۵ګوره، زۀ د ازل نه بدعمله يم،

د مور د ګېډې نه زۀ بلکل ګناه ګار يم.

۶نو چې اخلاص او صداقت رانه غواړې،

نو تۀ په خپله زما زړۀ ته پوهه راکړه.

۷تۀ زما ګناه ووينځه نو زۀ به صفا شم،

تۀ مې ووينځه نو زۀ به هم د واورې نه زيات سپين شم.

۸ما ته د خندا او خوشحالۍ خبرې وکړه،

کوم هډُوکى چې تا ما ته مات کړى وُو اوس دې خوشحالى وکړى.

۹زما د ګناهونو نه مخ واړوه،

زما بدۍ ټولې صفا کړه.

۱۰پاکه خُدايه صفا زړۀ ما له راکړه،

په ما کښې تازه او وفادار روح واچوه.

۱۱ما تۀ د خپل حضور نه مۀ شړه،

خپل مقدس روح زما نه مۀ بوځه.

۱۲ستا د خلاصون خوشحالى بيا يو وارې راکړه.

او زما روح ستا تابعدارۍ ته مائل کړه.

۱۳نو زۀ به نافرمانو ته وښايم ستا حُکمونه،

نو ګناه ګار به يو ځل بيا تا ته راوګرځى.

۱۴اے خُدايه، ما د وينې تويولو د جرم نه معاف کړه،

نو بيا به زۀ په خوشحالۍ سره ستا د معافۍ سرود بيان کړم.

۱۵اے مالِکه خُدايه زما شونډې خلاصې کړه،

او زۀ به په خپله خولۀ ستا ثناء صِفت وکړم.

۱۶چې زۀ يې تا ته وړاندې کړم تۀ قربانى نۀ غواړې،

او نۀ په سوزېدونکو قربانو تۀ خوشحالېږې.

۱۷پاکه خُدايه تا ته د عاجز او مات روحونو خوښه ده قربانى،

تۀ غمژن او توبه ګار زړۀ سپک نۀ ګڼې.

۱۸پاکه خُدايه د صيون ښار مدد وکړه مهربان شه،

د يروشلم دېوالونه جوړ کړه.

۱۹نو هلته به تا ته رښتينې قربانۍ پېش شى

او ټولې سوزېدونکې نذرانې چې تۀ پرې خوشحاله شې،

او ستا په قربان‌ګاه باندې به غوَيان تا ته وړاندې شى.