يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - اويايم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد ليکلے شوے درخواست

د مدد دپاره دعا

۱پاکه خُدايه، ما ته خلاصون راکړه،

مالِکه خُدايه، زر راشه، او زما مدد وکړه.

۲هغوئ څوک چې زما د مړ کولو کوشش کوى،

هغوئ دې شرمنده او سرګردانه شى،

هغوئ ټول څوک چې زما تباه کېدل غواړى،

دوئ ټول دې شکست وخورى او شرمنده دې شى.

۳هغه څوک چې ما پورې خندا کوى،

هغوئ دې ماتے وخورى وارخطا دې شى.

۴هغوئ څوک چې ستا لټون کښې ګرځى،

هغوئ دې خوښى وکړى او خوشحاله دې شى،

څوک چې ستا خلاصون سره مينه کوى،

همېشه دې د مالِک خُدائ لوئى بيانوى.

۵زۀ ډېر غريب او حاجتمند يم،

اے خُدايه، ما له زر راشه،

اے زما مددګاره او خلاصوونکيه،

اے مالِکه خُدايه، نور انتظار مۀ کوه.