يوسفزئ
پوهه او شاعرى

زبور شريف - يو سل او څلور څلوېښتم زبور

د حضرت داؤد يو زبور

۱مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى څوک چې زما ګټ دے،

څوک چې زما لاسونه د جنګ دپاره تياروى،

او زما ګوتې د جنګ دپاره تياروى.

۲هغه زما مينه ناک خُدائ پاک او د حِفاظت قلعه ده،

هغه زما پناه ګاه او زما خلاصونکے دے،

هغه زما ډال دے په چا کښې چې زۀ پناه اخلم،

څوک چې خلق زما د اختيار لاندې راولى.

۳اے مالِکه خُدايه، انسان څۀ دے چې تۀ يې خيال ساتې،

د انسان زوئ څۀ دے چې تۀ يې فکر کوې؟

۴انسان دے لکه د هوا په شان،

د هغۀ عمر تېريږى لکه سورى په شان.

۵خپل آسمانونه وشلوه اے مالِکه خُدايه او لاندې راکوز شه،

غرونو ته صرف لاس وروړه نو دوئ به لوګے شى.

۶برېښنا ګانې راولېږه او دشمنان خوارۀ کړه،

او خپل غشى پرې راووروه او هغوئ تس نس کړه.

۷د بره نه خپل لاس راوغزوه،

ما ته تحفُظ او خلاصون راکړه،

د زورَورو اوبو او د غېرو لاسونو نه،

۸د چا خولۀ چې د دروغو نه ډکه ده،

د چا لاسونه چې دوکه باز دى.

۹زۀ به تا ته نوے حمد ووايم، اے پاکه خُدايه،

په لس تاريزه سريندې به زۀ تا ته سُر ساز وغږوم،

۱۰هغه چا ته څوک چې بادشاهانو له فتح ورکوى،

څوک چې خپل خِدمتګار داؤد ته د وژونکې تُورې نه خلاصون ورکوى.

۱۱ما ته تحفُظ او ما ته خلاصون راکړه،

او د غېرو د لاسونو نه خلاصون راکړه،

د چا خولۀ چې د دروغو نه ډکه ده،

او د چا لاسونه چې دوکه باز دى.

۱۲نو بيا به زمونږ زامن په ځوانۍ کښې لکه

د سيرابه تکو شنو بوټو په شان وى،

او زمونږ لوڼه به لکه د محل د زينت د ستنو په شان وى.

۱۳زمونږ ګودامونه به د هر قسمه غلې نه ډک وى،

زمونږ ګډې به زرګونو ته ورسيږى،

په زرګونو به زمونږ په پټو کښې وى،

۱۴زمونږ غوَيان به درانۀ بارونه وړى،

نو زمونږ د ښار دېوالونه به کنډر نۀ شى،

هيڅ څوک به قېدى بوتلے نۀ شى،

او زمونږ په کوڅو کښې به د نااُميدۍ ژړا نۀ وى.

۱۵بختور دى هغه خلق د چا په حقله چې دا رښتيا وى،

بختور دى هغه خلق د چا چې خُدائ پاک، مالِک خُدائ وى.