يوسفزئ
د تورات شريف دوېم کِتاب

د هِجرت کِتاب - يو کم څلوېښتم باب

د اِمامانو دپاره لِباس جوړول

۱د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه هغوئ ښائسته لِباس جوړ کړو کوم به چې اِمامانو په مقدس ځائ کښې د خِدمت کولو په وخت اغوستلو. هغوئ د هارون دپاره د اِمامانو لِباس جوړ کړو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو. ۲هغوئ د کتان، د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ، او د سرو زرو تار نه پېش بند جوړ کړو. ۳هغوئ د سرو زرو پاڼې وټکولې او نرى نرى تارونه يې ترې نه جوړ کړل چې په کتان او د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ په وړۍ جوړولو کښې ترې نه کار اخستلے شو. ۴هغوئ د پېش بند دپاره دواړو طرفو ته د ولى پټۍ لګولې وې، چې د دې په ذريعه تړلے شو. ۵يو ښۀ ګُلکارى شوے کمربند، چې هغه هم د هغه سامان نه جوړ وو، هغه د پېش بند سره انښلولے شوے وو او ورسره يو ځائ شوے وو، هم هغه شان لکه څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو. ۶هغوئ اونيکس کاڼى تيار کړل او په سرو زرو کښې يې ګېر کړل، په دې باندې د يعقوب د دولسو زامنو نومونه د يو ماهِر زرګر په ذريعه ليکلے شوى وُو. ۷هغوئ دا د پېش بند د ولى په پټو باندې ولګول چې د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نمائندګى کوى، هم هغه شان لکه څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.

د سينې د جېب جوړول

۸هغوئ هم د هغه کتان نه د سينې جېب جوړ کړو چې د کوم نه پېش بند جوړ وو او هم هغه شان ګُلکارى پرې شوې وه. ۹دا څلور‌ګوټه او دوه غبرګه وو، نهۀ اِنچۍ اوږد او نهۀ اِنچۍ پلن وو. ۱۰هغوئ په دې باندې څلور قطاره قيمتى کاڼى ولګول، په اول قطار کښې ياقوت، يو طوپاز او لعل، ۱۱په دوېم قطار کښې، يو زمرد، يو نيلم او يوه هيره، ۱۲په درېم قطار کښې، يو کائنائټ، يو عقيق او يو کټېله، ۱۳او په څلورم قطار کښې يو ايکوامرين، يو اونيکس کاڼے او يو جاسپر کاڼے ولګولو. دا په سرو زرو کښې ګېر وُو. ۱۴په دې دولسو کاڼو په هر يو کاڼى باندې د يعقوب د يو زوئ نوم ليکلے وو، چې د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نمائندګى وشى. ۱۵د سينې جېب دپاره هغوئ د سوچه سرو زرو زنځيرونه جوړ کړل، چې د تارونو په شان تاو شوى وُو. ۱۶هغوئ د کاڼو ګېرولو دپاره د سرو زرو دوه څيزونه جوړ کړل او د سرو زرو دوه کَړۍ او دا دوه کَړۍ يې د سينې جېب په بره ګوټونو پورې ونښلولې. ۱۷هغوئ د سرو زرو هغه دوه زنځيرونه په دوه کَړو پورې يې وتړل ۱۸او د زنځيرونو نور دوه سرونه يې په هغه دوه څيزونو پورې وتړل چې په هغې کښې کاڼى ګېر کړے شوى وُو او داسې يې دا د پېش بند د ولى په پټو پورې مخکښې ونښلول. ۱۹هغوئ دوه د سرو زرو کَړۍ جوړې کړې او دا يې د سينې جېب لاندې ګوټونو دننه غاړې ته د پېش بند خوا کښې ونښلولې. ۲۰هغوئ د سرو زرو دوه نورې کَړۍ هم جوړې کړې او دا يې په لاندې حِصه پورې د پېش بند د ولى دوه پټو په مخکښې ونښلولې چې ګنډ ته نزدې وې او په ګُلکارۍ ښائسته کړے شوى کمربند دپاسه وې. ۲۱هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم ورکړے وو، هغوئ د سينې د جېب کَړۍ د پېش بند کَړو پورې د آسمانى رنګ مزى سره وتړلې، نو چې داسې د سينې جېب په کمربند باندې پروت وى او چې ترې نه لرې کيږى نه.

د اِمامانو نور لِباس جوړېدل

۲۲چې کومه چُوغه د پېش بند لاندې اغوستلے کيږى هغه ټوله د آسمانى رنګ وړۍ نه جوړه شوې وه. ۲۳په هغې کښې د سر دپاره يو سورے وو، چې غاړه يې مضبوطه ګنډلے شوې وه چې ونۀ شليږى. ۲۴‏-۲۶د دې په لاندې غاړه باندې هغوئ د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ تار انار جوړ کړل او د هر انار په مينځ کښې د سرو زرو ټلۍ وې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو. ۲۷هغوئ د هارون او د هغۀ د زامنو دپاره قميصونه جوړ کړل، ۲۸او پټکے، ټوپۍ او د کتان جانګى، ۲۹او د کتان او د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه يې کمربند جوړ کړو چې ګُلکارى ورباندې شوې وه، هم هغه شان لکه چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو. ۳۰هغوئ د سوچه سرو زرو نه نښه جوړه کړه او په دې باندې يې وليکل ”مالِک خُدائ ته وقف شوے.“ ۳۱هغوئ دا د يو آسمانى رنګ مزى سره د پټکى مخې ته وتړله، هم هغه شان څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.

د کار سر ته رسېدل

۳۲د مالِک خُدائ د حضور خېمې ټول کار په ښۀ توګه سر ته ورسېدو. بنى اِسرائيلو هر څۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو. ۳۳هغوئ خېمه او د هغې ټول سامان موسىٰ له راوړو، د دې کُنډې، چوکاټونه، لاړى، ستنې او د دې پښې، ۳۴د ګډو څرمنې نه جوړه شوې پړده چې سور رنګ ورکړے شوے وو، د ښې څرمنې نه جوړه پړده، د پټولو والا پړده، ۳۵د لوظ صندوق چې د کاڼو تختې په کښې پرتې وې، د دې د وړلو دپاره بازوګان او د دې د کفارې تخت هم، ۳۶مېز او د دې ټول سامان او خُدائ پاک ته پېش کړے شوې روټۍ، ۳۷د سوچه سرو زرو ډيوټ، د دې ډيوې او د دې ټول سامان او د ډيوو دپاره تېل، ۳۸د سرو زرو قربان‌ګاه، د غوړولو تېل، د خوشبويۍ مصالحې، خېمې ته د ننوتلو دروازې دپاره پړده، ۳۹د زېړو قربان‌ګاه او ورسره د دې د زېړو جالۍ، د دې د وړلو دپاره بازوګان او د دې ټول سامان، د وينځلو دپاره ښانک او د دې بېخ، ۴۰د دربار دپاره پړدې او د دې ستنې او پښې، دربار ته د ننوتلو دپاره پړده او د دې رسۍ، د خېمې دپاره موږى، او هغه ټول سامان چې په خېمه کښې استعمالېدلو، ۴۱او د اِمامانو ښائسته لِباس چې په مقدس ځائ کښې د خِدمت په وخت اغوستلے شو. د هارون او د هغۀ د زامنو دپاره مقدس لِباس وو چې کله هغوئ د اِمامانو په توګه خِدمت کولو. ۴۲بنى اِسرائيلو ټول کار هم هغه شان سر ته رسولے وو چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو. ۴۳موسىٰ هغه ټول کار ته وکتل او وې ليدل چې هغوئ دا په صحيح توګه هم هغه شان کړے وو څنګه چې مالِک خُدائ حُکم کړے وو. نو موسىٰ د هغوئ دپاره برکت وغوښتلو.