يوسفزئ
تاریخى

د بادشاهانو اول کِتاب - دوويشتم باب

د ميکاياه پېغمبر اخى‌اب له خبردارے ورکول

۱د اِسرائيل او د شام په مينځ کښې درې کاله امن وو، ۲خو په درېم کال د يهوداه بادشاه يهوسفط د اِسرائيل بادشاه اخى‌اب سره مِلاوېدو دپاره لاړو. ۳اخى‌اب د خپلو آفسرانو نه تپوس وکړو، ”مونږ د شام د بادشاه نه د رامات‌جِلعاد ښار واپس ولې وانۀ خستلو؟ دا خو زمونږ دے.“ ۴او اخى‌اب د يهوسفط نه تپوس وکړو، ”تۀ به ما سره لاړ شې څۀ چې په رامات‌جِلعاد حمله وکړُو؟“ يهوسفط ورته ووئيل، ”لکه څنګه چې زۀ ستا ملګرے يم، نو داسې زما فوجيان ستا خپل فوجيان دى او زما آسونه ستا خپل آسونه دى.“ ۵او يهوسفط دا هم ووئيل، ”خو راځه چې اول د مالِک خُدائ سره مشوره وکړُو.“ ۶نو اخى‌اب تقريباً څلور سوه پېغمبران راغونډ کړل، او تپوس يې ترې نه وکړو، ”ما له په رامات‌جِلعاد باندې حمله کول په کار دى او کۀ نه؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”آو، حمله پرې وکړه، مالِک خُدائ به فتح درکړى.“ ۷خو يهوسفط ترې نه تپوس وکړو، ”داسې يو بل پېغمبر نشته څۀ چې د هغۀ په ذريعه مونږ د مالِک خُدائ سره مشوره وکړُو؟“ ۸اخى‌اب ورته ووئيل، ”يو بل پېغمبر هم شته چې د اِمله زوئ ميکاياه دے. خو زۀ د هغۀ نه نفرت کوم، ځکه چې هغۀ زما دپاره هيڅکله هم ښۀ پېشګوئې نۀ ده کړې، همېشه بده پېشګوئې راکوى.“ يهوسفط ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، داسې مۀ وايه.“ ۹نو اخى‌اب د دربار يو آفسر راوغوښتلو او ورته يې ووئيل چې لاړ شه او ميکاياه فوراً راوله. ۱۰د اِسرائيل بادشاه اخى‌اب او د يهوداه بادشاه يهوسفط خپلې شاهى چُوغې اغوستې وې او د سامريه د دروازې نه بهر په درمند کښې په خپلو تختُونو باندې ناست وُو او ټولو پېغمبرانو د هغوئ په حضور کښې پېشګويانې ورکولې. ۱۱په هغوئ کښې د کنعانه زوئ صدقياه د اوسپنې ښکر جوړ کړل او اخى‌اب ته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى، د دې سره به تۀ د شاميانو خِلاف جنګ وکړې او تباه به يې کړې.“ ۱۲هغه نورو ټولو پېغمبرانو هم دغه شان وفرمائيل، ”رامات‌جِلعاد ته روان شه او تۀ به کامياب شې، مالِک خُدائ به تا له فتح درکړى.“ ۱۳په دې دوران کښې چې کوم آفسر د ميکاياه راوستو له تلے وو نو هغۀ ميکاياه ته ووئيل، ”ګوره، نورو ټولو پېغمبرانو د بادشاه د کاميابۍ پېشګوئې ورکړې ده، نو لاړ شه او هم هغه خبرې ورته وکړه.“ ۱۴خو ميکاياه ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ په نوم دا لوظ کوم چې هغه ما ته څۀ وائى نو زۀ به هم هغه ووايم.“ ۱۵کله چې هغه د بادشاه په مخکښې حاضر شو، نو بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”ميکاياه، ما او يهوسفط له په رامات‌جِلعاد باندې حمله کول په کار دى او کۀ نه؟“ ميکاياه ورته د چل سره ووئيل، ”آو، حمله ورباندې وکړئ، بې‌شکه تاسو به بريالى شئ. مالِک خُدائ به تاسو له فتح درکړى.“ ۱۶خو اخى‌اب ووئيل، ”ما درته څو ځلې وئيلى دى؟ چې کله تۀ ما ته د مالِک خُدائ په نوم خبرې کوې، نو رښتيا وايه.“ ۱۷ميکاياه ورته وفرمائيل، ”ما په خوب کښې د اِسرائيل لښکر په غرونو باندې داسې خور وکتلو لکه چې د شپون نه بغېر ګډې خورې ورې وى. او مالِک خُدائ وفرمائيل چې د دې سړو مشر نشته، نو پرېږده چې هغوئ په خېر سره کورونو ته لاړ شى.“ ۱۸اخى‌اب يهوسفط ته ووئيل، ”ما تا ته نۀ دى وئيلى څۀ چې هغه زما دپاره ښۀ پېشګوئې نۀ اوروى؟ د هغۀ پېشګوئې تل بده وى.“ ۱۹ميکاياه دا هم وفرمائيل چې، ”مالِک خُدائ ته غوږ ونيسه چې هغه څۀ فرمائى. ما په آسمان کښې مالِک خُدائ وليدو چې په خپل تخت باندې ناست وو او خپلې ټولې فرښتې يې ښى او ګس طرف ته ولاړې وې. ۲۰مالِک خُدائ تپوس وکړو چې، اخى‌اب به څوک دوکه کړى چې لاړ شى او په رامات‌جِلعاد کښې ووژلے شى؟ نو څۀ فرښتو يو څۀ وفرمائيل او نورو بل څۀ وفرمائيل، ۲۱نو يوه ترې نه راوړاندې شوه، مالِک خُدائ ته ورنزدې شوه او وې فرمائيل، زۀ به هغه دوکه کړم. ۲۲مالِک خُدائ ترې نه تپوس وکړو چې، څنګه؟ نو هغه روح ورته ووئيل چې، زۀ به لاړ شم او د اخى‌اب په ټولو پېغمبرانو به دروغ ووايم. نو مالِک خُدائ ورته وفرمائيل چې، لاړ شه او هغه دوکه کړه. تۀ به کامياب شې. ۲۳مالِک خُدائ ستا پېغمبران دې ته جوړ کړى دى چې دروغ ووائى ځکه هغۀ په خپله دا فېصله کړې ده چې په تا تباهى راشى.“ ۲۴بيا صدقياه پېغمبر ميکاياه له ورنزدې شو، په مخ يې څپېړه ورکړه او تپوس يې ترې نه وکړو، ”ستا خيال دا دے څۀ چې د مالِک خُدائ روح زما نه تلے دے او تا سره يې خبرې کړې دى؟“ ۲۵ميکاياه ورته وفرمائيل، ”تا ته به پته ولګى چې کله تۀ د پټېدو دپاره يوې شاتنۍ کوټې ته لاړ شې.“ ۲۶بيا اخى‌اب خپل يو آفسر له حُکم ورکړو، ”ميکاياه ګرفتار کړه او د ښار حکمران امون او يوآس شهزاده له يې بوځه. ۲۷هغوئ ته ووايه چې دې په قېدخانه کښې واچوى او د لږې شان روټۍ او اوبو نه بغېر دې هيڅ هم نۀ ورکوى ترڅو پورې چې زۀ په خېر سره واپس نۀ يم راغلے.“ ۲۸ميکاياه وفرمائيل، ”کۀ تۀ په خېر سره واپس راشې، نو مالِک خُدائ به زما په ذريعه کلام نۀ وى کړے.“ او ميکاياه دا هم وفرمائيل چې، ”زۀ څۀ وايم نو دا به ياد ساتئ.“

د اخى‌اب مرګ

۲۹بيا د اِسرائيل بادشاه اخى‌اب او د يهوداه بادشاه يهوسفط لاړل چې په رامات‌جِلعاد ښار حمله وکړى. ۳۰اخى‌اب يهوسفط ته ووئيل، ”څنګه چې مونږ جنګ له لاړ شُو، نو زۀ به خپل ځان بدل کړم، خو تۀ خپل شاهى لِباس واغونده.“ نو د اِسرائيل بادشاه په بدل لِباس کښې جنګ له لاړو. ۳۱د شام بادشاه د خپلو دوه دېرشو جنګى ګاډو فوجى مشرانو له حُکم ورکړے وو چې د اِسرائيل د بادشاه نه بغېر به په هيچا باندې حمله نۀ کوئ. ۳۲نو چې کله هغوئ يهوسفط بادشاه وليدو، نو د هغوئ ټولو خيال دا وو چې ګنې هغه د اِسرائيلو بادشاه دے، نو هغوئ په هغۀ باندې د حملې کولو دپاره راوګرځېدل. خو چې کله هغۀ چغه کړه، ۳۳نو هغوئ ته پته لګېده چې هغه د اِسرائيل بادشاه نۀ دے، نو هغوئ ترې نه راواپس شول. ۳۴خو يو شامى فوجى يو غشے هسې وويشتلو او په دې باندې اخى‌اب د خپلې زغرې د جوړ په مينځ کښې ولګېدو. نو اخى‌اب د خپلې جنګى ګاډۍ چلوونکى ته آواز وکړو، ”زۀ زخمى شوم، واپس شه او د جنګ نه ووځه.“ ۳۵جنګ ټوله ورځ سخت وو، او اخى‌اب بادشاه په خپله جنګى ګاډۍ کښې ايسار وو، تکيه يې وهلې وه او شاميانو ته يې مخ وو. د هغۀ د زخم نه وينه بهېدله او وينې د جنګى ګاډۍ تخت پټ کړو او په ماښام کښې هغه مړ شو. ۳۶د نمرپرېواتو په وخت کښې د اِسرائيل په لښکر کښې چغې جوړې شوې چې، ”تباه شُو، هر سړے دې خپل ځان کور ته ورسى.“ ۳۷نو اخى‌اب مړ شو. د هغۀ لاش سامريه ته يوړلے شو او ښخ کړے شو. ۳۸د هغۀ جنګى ګاډۍ د سامريه ډنډ سره صفا کړے شوه، چرته چې کنجرو لامبل نو هلته سپو د هغۀ وينې وڅټلې، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو چې داسې به کيږى. ۳۹اخى‌اب بادشاه چې نور هر څۀ هم کړى وُو، سره د هغه حِساب کِتاب چې د هغۀ محل د هاتى په غاښونو ښائسته کړے شوے وو او چې کوم ټول ښارونه يې جوړ کړى وُو، دا هر څۀ د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۴۰نو د هغۀ د مرګ نه پس د هغۀ په ځائ د هغۀ زوئ اخزياه بادشاه شو.

د يهوداه بادشاه يهوسفط

۴۱د اِسرائيل د بادشاه اخى‌اب د بادشاهۍ په څلورم کال، د آسا زوئ يهوسفط د يهوداه بادشاه جوړ شو. ۴۲په دې وخت کښې هغه د پينځو دېرشو کالو وو او پينځويشت کاله يې په يروشلم باندې بادشاهى وکړه. د هغۀ مور عزوبه د سِلحى لور وه. ۴۳د خپل پلار آسا په شان، هغۀ هم هغه کار کولو چې کوم د مالِک خُدائ په نظر کښې صحيح وو، خو علاقائى عبادتخانې تباه شوې نۀ وې او خلقو هلته نذرانې پېش کولې او خوشبوئى يې سوزوله. ۴۴يهوسفط د اِسرائيل د بادشاه سره هم صُلح وکړه. ۴۵يهوسفط چې نور هر څۀ هم کړى دى، د هغۀ ټولې بهادرۍ او جنګونه، دا هر څۀ د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۴۶هغۀ د مُلک نه هغه نران کنجران وشړل کومو چې د غېرو قومونو په قربان‌ګاه باندې خِدمت کولو چې هغوئ د هغۀ د پلار آسا د وخت نه دا کار نۀ وو پرېښے. ۴۷د ادوم په مُلک کښې بادشاه نۀ وو، په دې باندې يو خليفه حکومت کولو کوم چې د يهوداه بادشاه مقرر کړے وو. ۴۸يهوسفط بادشاه تجارتى سمندرى جهازُونه جوړ کړل چې د اوفير مُلک نه سرۀ زر راوړى، خو دا په عصيون‌جابر کښې مات شول او هيڅکله لا نۀ ړل. ۴۹نو په هغه وخت د اخى‌اب زوئ اخزياه يهوسفط ته ووئيل چې، ”زما سړى دې ستاسو د سړو سره سمندرى جهازُونه چلوى،“ خو يهوسفط دې ته راضى نۀ شو. ۵۰يهوسفط مړ شو او د داؤد په ښار کښې په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يهورام د هغۀ نه پس بادشاه شو.

د اِسرائيل بادشاه اخزياه

۵۱د يهوداه بادشاه يهوسفط د بادشاهۍ په اوولسم کال، د اخى‌اب زوئ اخزياه د اِسرائيل بادشاه جوړ شو او هغۀ په سامريه باندې دوه کاله بادشاهى وکړه. ۵۲هغۀ مالِک خُدائ نارضا کړو او د خپل پلار اخى‌اب، د خپلې مور ايزبل او د يربعام بادشاه په بد مثال باندې يې عمل وکړو، چا چې اِسرائيليان د ګناه طرف ته بوتلى وُو. ۵۳هغۀ د بعل عبادت او خِدمت وکړو، لکه څنګه چې مخکښې د هغۀ پلار کړے وو. هغۀ د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک غصه راوپاروله.